همغږي په ژوند کې لوی تاثیر لري. لویې منفي او مثبتې پایلې یې له مخې راتلای شي. همغږي انسانان په ژوند کې برلاسي کوي. همغږي د وګړو ترمنځ د تصمیم نیولو ګټور چانسونه ډیروي. همغږي وګړي سره نیږدې کوي او یو د بل له احواله یې سره خبروي. همغږي په کلتوري، سیاسي، اقتصادي، مذهبي او نورو ټولنیزو فعالیتونو کې چارې باکیفیته او د لګښتونو مخنیوی کوي. همغږي سرچینې اغیزمنې کوي او د وخت د ضایع کیدو مخه نیسي. همغږي د هدف په لوري اغزمنې طریقې ښايي.
په رسمي ژوند کې د ادارې لپاره تشکیل جوړیږي، په څانګو ویشل کیږي، فعالیتونه ټاکل کیږي، صلاحیتونه او مسولیتونه معلومیږي او اداري نور بېلا بېل جوړښتونه ایښودل کیږي، ترڅو د ادارې هدف تر لاسه شي. اړینه ده، چې د اداري واحدونو او ډیپارټمنټونو فعالیتونه د یوه مشترک لارښود سره هملاسي، متحد او همغږي شي. کله چې په اداره کې فعالیتونه په مختلفو کټګوریو وویشل شي، نو مدیران اړ دي، چې د اړوند ډیپارټمنټونو چارې سره ونښلوي ترڅو یو د بل په مرسته اداري هدف په لوري سره همغږي شي.
همغږي داسې تعریف شوي: همغږي په اداره کې سره منل شوي هڅه او زیار دی، چې د ګډ هدف په لوري د کارکولو په موخه د وګړو او څانګو فعالتیتونه سره هملاسي کوي. (Robinson). یا په بله وینا هغه پروسه چې په بېلا بېلو برخو کې د انسانانو فعالیتونه او هدفونه سره یوځای کړي؛ د همغږۍ نه عبارت دی.
همغږي په اداره کې بېلا بېل عناصر او واړه سیستمونه په همغړیتوب سره د کار کولو په ترڅ کې د ادارې د ټاکل شوي پایلو پر لور سوق کوي، ترڅو په اداره کې د ګټورتوب په موخه د نظرونو بېلوالی کم او د دوو یا ډیرو کسانو ترمنځ د ګډ کار کولو روحیه پیاوړي شي. همغږي یوه دوامداره او پوهیدونکي پروسه ده، چې په اداره کې بېلا بېلې برخې ګډ کار کولو ته راکاږي او یوالی ورکوي. هینري فیول Henri Fayal وايي، چې: “ همغږي ټول اړمن فعالیتونه سره همغاړي کوي، ترڅو د کار کولو او بریالیتوب لپاره اسانتیاوې برابرې شي.
هغه اشخاص او ادارې چې ښه همغږي لري؛ په زیاته کچه معلومات تر لاسه کوي او پربنسټ یې غوره تصمیمونه نیسي. کاري مهال ویش د حالتو مطابق پر ټاکلي وخت ترتیبوي. د همغږۍ هدف دا دی، چې پخلاتوب، بشپړتیا، اقتصاد، ګټورتوب، اغېزمنتوب، انساني اړیکو، په اداره کې د مدیرانو او نورو وګړو خوندیتوب، معیاري کړنو، دوه اړخیزه تړاو او ورته ستونزو د حل لپاره بېلا بېلو طریقو ته پرمختګ ورکړي. که په اداره کې ډیر ماهر او تجربه لرونکی مدیر هم وي؛ د ادارې بهرني چاپيریال او د راتلونکي غیریقني حالتو سره مخامخ کیږي، چې د همغږۍ په مرسته ځواب ته چمتو کیږي.که یو کس یا مدیر لوړ مهارتونه او پوهه ونه لري او چارې یې په عادي توګه روانې وي؛ همغږۍ ته ناپاملرنه یې سترګواښ ګڼل کیدای شي. همغږي نه یوازې په رسمي ادارو او ګډ کارکولو په ترڅ کې اهمیت لري، بلکې هغه غیررسمي ډلې، چې د ټولنیز او کلتوري ارزښتونو له مخې په غښتلي توګه پیوند شوي وي؛ د همغږۍ په مرسته د وګړو د چارو په اغېزمتوب کې ستر رول لوبوي او وړتیاوې ډیروي. هیڅ یوه ډله یا اداره تر هغې نشي بریالی کیدای ترڅو چې یې د څانګو، ډلو، وګړو او فعالیتونو ترمنځ همغږي نه وي موجوده.
همغږي د ادارو او خلکو ترمنځ هاله منځ ته راتلای شي، چې هدف ټولو ته څرګند وي. پلانونه، پالیسۍ، کړنلارې، تګلارې او اصول باید په داسې طریقې سره جوړ شي، چې ټولو اړخونو ته د تطبیق وړ او د یوه لارښود په توګه وکارول شي. همغږي هاله په اسانۍ سره منځ ته راتلای شي، چې وګړي یو د بل د همکارۍ لپاره رضایت وښايي. همغږي د وګړو د اړیکو پر بنسټ ټینګیږي. اړیکې باید پارونکي وي ترڅو رسمي او غیر رسمي مفاهمې سره مرسته وکړای شي. هغه اداري جوړښتونه چې صلاحیتونه او مسولیتونه په کې په منظمه توګه ویشل شوي وي او په ټولنیزو غیررسمي ادارو کې متقابل درناوی شتون ولري؛ د همغږۍ اصل لرلی شي. په شخصي ژوند کې هم تر ډیره د همغږۍ غوندې ارزښتونو خپلول ګڼ شمېر ستونزې حلولای شي. په کار ده، چې ټول (په ځانګړي توګه ځوانان) دغې اهمیت ته پام وکړي او په روزنیز ژوند کې ورڅخه د یوه قوت په توګه کار واخلي.
پای
۱۳۹۴ سرطان ۲۸ د کوچني اختر دریمه ورځ