وفا سمندر

اووم ګام

«نن د خپل زړه خبرې ته غوږ کښېږده، روح مو تاسو آرام آرام د ژوند نوې مرحلې ته رسوي»

حقیقت د اګاهۍ په (قداندام) دی

د لسو فرمانونو د امانت درلودونکي او عامي کیسه مو په خپله ژبه تشرېح کړه.

خو عامي ځان کې ډوب دی او پرته له خدای تعالی بل هېڅ شی نه مني. ځکه خپل عاشقانه درد ورته په شپېلۍ کې خوشې کوي،

غواړي خادم یې واوسي، په ولو یې وګرځوي، نغری ورته تود کړي، پخلی ورته وکړي، د اولاد په شان یې خدمت وکړي.

ورته ترانه شي، د مینه ګر زړه سندره یې شي، پښو ته یې ټیټ شي، کوښې ورته سمې کړي.

لاره یې جارو کړي،

او د انساني نفس په خیرو ډک سر یې وغواړي، سپږې یې لېرې کړي، جامې یې ور ووینځي،

وېښتان یې ور ږمنځ کړي او خپل ټول ځان د هغه په لاره کې وسوزوي.

داسې سپین عقله عامي هم «خپله» اګاهي دی،

قدیمي او مدرن شیطان صفته انسان هم خپله اګاهي دی.

هر څوک د اګاهۍ په اندازه اسمان ویني.

په اسمان پوهېږي او ورباندې پوهېدلای اسمان څرګندولای شي.

بې خدایي نشته او بې خدایه هېڅوک او هېڅ شی نشته.

وایئ به دا شرابي څنګه؟ دا سودخور او زاني څنګه؟

دا قاتل انسان څنګه؟

بیا وایم هر انسان او هر وګړی خپله فردي اګاهي ده او د اګاهۍ سطحه یې خدایي پوهه ده.

هندو ته لکۍ لرونکی انسان مقدس او خدایګوټی ښکاري. کشیش یې مسیح زوی ګڼي او مسلمان یې جومات کور ګڼي؛ خو لیونی عارف یې خپل زړه کې ناست وایي.

نو خدای همېشه، هر ځای شته.

هر سړی او هر موجود خدای په پښو ودرولی!

خو د ځمکې او کائیناتو هېڅ ګوښه، هېڅ زماني نېټه او هېڅ سړی خدای نه شي کېدلای.

یو بت یا زیارت او معبد هم نه خدای ؤ او نشي خدای کېدلای.

وجودونه د حقیقت رنګین پړکونه

حقیقت یو دی او شخصي هم دی. ځکه نو د هر وګړي فردي او شخصي تجربه کې را په ډاګه کېږي.

ځان دغسې دی. ځان د حقیقت یو مثال دی، یوه نښه یې ده، یو مظهر او یو معبد یې دی.

ځکه زړه تر ګردو طلاوو، الماسو، بېروجو او زمردو زیات او لوړ دی.

او زړه د «ځان» کورګی دی. ځکه ځان ویده او ذهن سلطان دی؛

ځکه دنیا په قطبینو وېشل شوی؛

ځکه مینې سره کرکه هم شته؛

ځکه مثبت سره منفي هم شته، درې سره غر هم سر راباسي،

ځکه رڼا سره تیاره هم ذهن ته رالوېږي او خدای په پټو سترګو منو؛ خو له شیطانه هم په مرګ وېرېږو!

وېرېږو، که شیطان چېرې زموږ په نااشنا برخه کې، غلی ناست وي، او یو دم را باندې راووځئ؛ بیا به څوک خدای را خبروي؟!

ښایي هر ناآشنا شی هماغه شیطان وي!

خو زه څه شی شوم؟ زه ولې له «ځان» وېرېږم؟

زه دغه شی شوم، شیطان نااشنا شی شو؛ نو خدای څه شی شو؟

زموږ انساني پوهې او اګاهۍ خدای ذهني کړی. حقیقت یې راڅخه ورک دی او دا یوه دیکته شوې حافظه ده چې «خدای حاضر او ناظر دی.» که خدای وي او موږ له خدای سره ؤ، بیا څه شی پاتې کېږي، چې ویې غواړو؟

بیا څوک پاتې کېږي، چې ویې نیسو، په کتابدارو قاضیانو یې محاکمه کړو،

جېل ته یې واچو،

په پانسۍ یې وخېژ،

لاره کې ماین خښ کړو،

له میګ او میراژ او تورندو او F35 الوتکې بم ورباندې راواچو،

کور یې ور ورسوزو، او مړی یې په کبر کې شرمنده کړو؟؟؟

ایا زه، زما فکر او باور او اخلاق او رسمونه او رواجونه معتبر دي، که زما هغه ورکه، هغه وېده، هغه نااشنا برخه، چې زړه کې مې ژوند په خوب ویني؟؟؟

نه چې دغه نااشنا، ویده ساتل شوې، را څخه هېره او له ماشومتوب څخه را نه ورکه برخه زما اصلي «وجود» وي. ښایي روح وي!

ښایي شیطان ذهن کې ځاله جوړه کړې وي.

ښایي زما ټول قهرجن حواس د شیطان له نفسه، زما خاطر ته راغلي وي.

آه، که دا شیطان ذهن را څخه ونیسي، زه ړوند به څه ولرم؟

زه خو «ځان» هېڅ نه پېژنم.

نه چې زه رستم یم او «ځان» سهراب دی؟

هوووو…! دا وګوره، اسطوره څومره لویه مدرسه ده!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *