تاند- ساینسپوهانو په کیپلر ټیلسکوپ د لومړي ځل لپاره لمر لرونکې کره وموندله چې د اندازې یا سایز او له لمره د لېري والي له پلوه زموږ مځکې ته ورته ده.

دا خبره د ناسا استازو د پنجشنبې په ورځ /جولای ۲۳/ زمری لومړۍ/ په فلوریدا کې په یوه خبري غونډه کې اعلان کړه.

دوی د دې کُرې کشف، چې له مځکې ۱۴۰۰ نوري کاله لېري ده، د ژوند د لټې په لړ کې د ناسا یو مهم ګام وباله.

د فضايي پوهنو ماهران وايي چې دا کُره، چې زموږ له شمسي نظامه لېري موندل شوې ده، مځکې ته خورا ورته والی لري.

له ساینسي نظره د تایید شویو کُرو شمېر ۱۰۳۰ ته رسېږي. د ناسا د پنجشنبې د ورځې له یوې خبرپاڼې سره سم کیپلر ټیلسکوپ ۱۱ تازه کُرې موندلي چې غالباً مځکې ته خورا ورته والی لري.

د وروستۍ هغې قطر د مځکې تر قطر په سلو کې ۶۰ لوی دی خو ساینس پوهان د هغې د وزن په اړه څه نه شي ویلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *