پر دې موږ ټول خبر يو چې تير اخترونه له شوره ډک وه ، داختر په شپه به چې دا مازې سپوږمۍ دتيز سترګو رښتينو زلميو له لوري وليدل سوه بس په لوړو غونډيوبه دلرګيو ډيري ته اور ورته سو، هغه وخت دخبرولو رسنۍ همدا لمبه وه ، بل کلي به چې له لرې لمبه وليدله پوه به سول چې سپوږمۍ ليدل سوې دوی به هم خپلې خرې ته اور ور واچاوه په همدې ډول به ټول وطن خبر سو
تر لګيدلي اور به ټول زلمي زلمکي او کوشنيان راټول وو تر ناوخته به دخوشالۍ هیو هوی وه تر هغو چې به په کورکې نکروځې ورسېدې بيانو نږدې ټولو به لاسونه په سرو نکروځو تک سره کړل
اختر دي تاته مبارک وي
چي لاس او پښې دې په حنا سره کړي دينه
سهار به تر ځان مينځلو وروسته نيغ جومات ته ولاړل تر لمانځه وروسته به روغ بړ پيل سو ټولو به په غېږ کې سره ونيول
اختره څومره بختور يې
چې دوه ياران يو بل ته غېږې ورکوينه
د راوړو خوړو له خوړولو وروسته به پلان جوړ سو چې لمړی دچا کور ته ځو بيا دچا کور ته ځو او ددې ټپې تر سيوري لاندې به کورونو ته تګ پيل سو.
اختره تل تر تله اوسې
چې دبيلتون په کورتر مرګه وي ويرونه
ماشومانو به خپل ډول درلود دسهار له چای سره دخپلوانو او ناخپلوانو کورونو ته تلل چې له وړاندې به دوی ته پخې هګۍ ،غوزان، مميز نخود او داسي نور څه تيار وو ماشومانو به هم پوره خوند واخسته .
چې مازديګر به سو بيا به ډلې ډلې زلمي زلمکي ماشومان او مشران لويو ميدانونو ته ووتل لوبې به پيل سوې پوره به يې ځانونه ستړي کړل،او په منځ منځ کې به نویو زلميو دخسر کورته مخه کړه چې دا
حالت به تر ورځو روان و،
اختر ته ځکه خوشاليږم
چې مرور اشنا مې کلي ته راځينه
دا چې افغانې نجونې کاريګرې دي او وې، په ځانګړي ډول داوبدلو او ګنډولو ځانګړې ځانګړنې لري نو خپل هنرمندي يې هميشه خپل جانان ته ښودله چې جانان به يې خپه و نو بيا به لږ نا اوميده وه ،
اختر رالئ خپه ګران چا له به جوړ کړمه ګريوان
له بده مرغه چې افغانانو له خپلې ځمکې او خپلې ويالې چې څنګه بايد وای ګټه نه ده پورته کړې نو ځکه اړ سوي چې نورو هيوادونو ته سفر وکړ ي هغو زلميو ته به بيا ډير قدر ورکول کيده چې له سفره به راغلي وه
اختر دجونو مبارک سه
زڼي دبل وطن مرغان دي لاړ به سینه
نجونې به هم داختر دوهمه يا دريمه چې دسړيو خوشالي به تيره سوه سره خپرې سوې زيارتونو ته به ولاړې ،چې تر ټولو غوره ميله ځايونه ګڼل کيدل او ددې تر څنګ به ديوه او بل کور له شرنګيدلو جامو پاوليو او ګينو سره تللې چې له دې سره به ځينو ميندو دخپلو زامنو لپاره دنجونو انتخاب هم کاوه
خو اوس……
له بده مرغه چې کله دربه دره سو له هيواده وتښتېدو کليوالي سيستم مو دړې وړې سو په جلا وطنۍ کې مو هڅه وکړه چې دوطن پيښې وکړو خو چاپيريال نه وو ورته جوړ، چې دا ګناه پر هغو وراچوو چې اور ته يې پوکی ورکړ، او دا دی چې اوس بيرته په هيواد کې يو ځينې تنبلی موږ خپله کوو دبيلګې په توګه داختر په ورځ چې له لمانځه راووزو بس وکه مو وي چې فيس بوک خلاص کړو او دبل کس دعکس په بڼه جوړه سوې مبارکي عمومي وړاندې کړو چې له دې سره هغه مينه له منځه ولاړه چې ديوه او بل کورونو ته سره رسولو ، او يا تليفون راواخلي يو عمومي پيغام وليکي چې ډير کله هغه هم نه ليکي انتظار وي چې ليکلی راسي بيا به هغه نورو ته استوي چې له دې پيغام استولو سره لا زړه کرخته سي سوړ سي ددوستانو سره دليدلو علاقه له منځه ولاړه سي چې په دې ترتيب زموږ دلويانو دې عمل له ماشومانو څخه دګرځيدو دود هير کړ اسانه له پلار وروره يا …………….. نه پيسې واخلې او ټوپکې پرې واخلي او بيا په کوڅو کې دفلمي اداکار په ډول يواو بل سره ولي چې له خطر څخه يې سترګې نه سي پټېدلای
حل لاره
ددې لپاره چې بيرته تيرو خوشاليو ته ور وګرځو غوره ده چې دهمدې ټولنيز درز دورکولو لپاره دملګرو دوستانو کورته دخوراک څښاک په موخه نه بلکې دليدلو په موخه ورسو که دخوړولو څکلو په موخه ورسو دا بيا يوه بله سرګرداني ده چې ټولنه يوه بل بد لوري ته بيايي او کورنۍ اړباسي چې ايراني کيک او پاکستاني شين ګر ښه پريمانه راوړي يوازې داختريز فکر دخپرولو لپاره لږ، تر وس لاندې خواړه بسنه کوي.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۳) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۲۴\ ۱۳۹۴