تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا مرستیال وايي چې د افغانستان امنیتي وضعیت نه د دغه هیواد د منځنۍ اسیا ګاونډي هیوادونه ګواښي او نه دا اړتیا پېښوي چې امریکايي پوځیان په سیمه کې پاتې شي.
ریچارد هاګلنډ دا خبره د جمعې په ورځ /جولای ۲۴/ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې وکړه.
نوموړی د پنجشنبې په ورځ ازبکستان ته ورسېد چې د دغه هیواد له چارواکو سره سلا مشورې وکړې.
د روسي رسنیو د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر خبریالانو ته وویل، د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت له دې خبر دی چې دلته داسي باور شته چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه له ګواښ سره مخامخ دي، خو دی له دې نظر سره موافق نه دی.
طالبانو او داعش د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سیمو، په تېره بیا بدخشان او کندوز کې فعالیتونه زیات کړي دي چې له کبله یې په منځنۍ اسیا کې داسي وېره خپره شوې ده چې سختدریځي به دغو هیوادونو ته مخه کړي.
د نړیوالو بحرانونو د ډلې د معلوماتو له مخې نژدې ۵۰۰ ازبکان او ۳۰۰ قرغیزان په عراق او سوریه کې له داعش سره یوځای شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا مرستیال وزیر ریچارد هاګلنډ وویل چې امریکا به په منځنۍ اسیا کې اډه جوړه نه کړي ځکه چې دې کار ته اړتیا نه ویني.
امریکا په قرغیزستان کې د مناس اډه په ۲۰۱۴ میلادي کال بنده کړه.