تاند- د هلمند د مدني ټولنې شورا او یو شمېر نور مدني فعالان وايي چې د افغانستان د حکومت ځیني جګپوړي چارواکي هڅه کوي په هلمند کې د پولیسو له لوري یو شمېر نیول شوي یرغملګر خوشي کړي.
دوی دا هڅه وروسته له دې پیل کړې چې دوې ورځې وړاندې د هلمند د تروریزم ضد ادارې دوه انسان تښتونکي له دوو برمته کړیو ماشومانو سره لاس په لاس ونیول.
په داسي حال کې چې د برمته شویو ماشومانو کورنۍ یرغملګرو ته د سختې سزا غوښتنه کوي، د هلمند د مدني ټولنې او ولایتي شورا غړي وايي چې د کابل په کچه د چارواکو له لوري هڅې روانې دي چې برمته ګر خوشي شي.
د هلمند د مدني ټولنې او ولایتي شورا غړیو وویل، که حکومت دا برمته ګر خوشي کړل، ډېر نور خلک به دا ډول جنایتونو ته وهڅول شي.
دوی ونه ویل چې کوم چارواکي د دغو تښتونکو د خلاصون هڅه کړې ده.
د هلمند د ملي امنیت د ریاست اداره وايي چې ۹ تنه مشکوک کسان یې په برمته ګرۍ کې په لاس لرلو نیولي دي.
له بلې خوا د فراه ولایت امنیتي چارواکو نن وویل چې وسله والو طالبانو نن سهار د ولایت د مرکز فراه او فرارود ترمنځ په لاره ۶ تنه ملکي وګړي تښتولي دي.
د دوی په وینا دا کسان، چې نیمروز ولایت ته روان ول، له موټره کښته کړای شوي او نامعلوم لور ته په مخه شوي دي.
مدنی فعالان هڅی لاسپوسی کسان دی که واقعآ جګپوړی کسان په کی لاس لری نو ولی نومونه نه په ډاګه کوی دوی خپله دی امریکا تفا له یا. باید ووایم اشغال دی