د کورنیو چارو وزیر جنرال مجتبی پتنګ د ولسي جرګې په استیضاحیه غونډه کې له هغې خبرې یوساعت وروسته بې واکه شو،چې د افغانستان دولت یې د لېوانو په لومه کې اېسار یاد کړ.
پتنګ له دې کبله استیضاح شوی و،چې ولې یې د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې حاضري نه وه ورکړې.
بېلا،بېل عوامل د هغه د بې واکه کیدو یا له دندې د لرې کیدو سببونه ښودل کېدای شي،چې ترټولو مهم یې همدا د دولت یرغملونکي لېوان دي.
په ډېرو برخو کې دغو لېوانو(د واک انحصارونکو او غاصبینو) ثابته کړې،چې د افغانستان په ملي شورا او د یوې برخې په توګه یې په ولسي جرګه کې هم پراخ او برخلیک ټاکونکی نفوذ لري.
پتنګ ، وردګ او جلالي
د کورنیو چارو وزارت د اوسني حکومت له پیله تراوسه د یوځل،دوه لنډمهالې استثنا پرته د یوې ځانګړې ډلې(شمال ټلوالې)په ولکه کې پاتې شوی ارګان دی.
په دغه موده کې له علي احمد جلالي او محمد حنیف اتمرپرته،چې وېل کېږي ځینو بهرنیو هېوادونو او خپله ولسمشرکرزي یې سیاسي ملاتړ کاوه،دې وزارت ته راغلي ټول وزیران یا د یادې شوې ټلوالې اړوند کسان وو،یا دغې ټلوالې ګوښه کیدو ته برابر کړي.
د موقت حکومت له پای ته رسیدو سره په بېړنۍ لویه جرګه کې ولسمشرکرزي له هغې وروسته،چې د انتقالي ادارې رېس وټاکل شو،د دغې جرګې په وروستۍ ورځ یې خپله نوې کابینه هم اعلانه او پکې تاج محمد وردګ د شمال ټلوالې د مخکښ غړي محمد یونس قانوني پرځای د کورنیو چارو وزیر اعلان کړ.
وردګ،چې د پتنګ په اصطلاح د لېوانو یانې د افغانستان د واک انحصارولو زورواکو قوتونو ملاتړ یې نه درلود،دندې ته د پېژندنې له لومړۍ ورځې ورته لوی سرخوږی جوړشو.
د هغه وخت د لاس کې موجودو راپورونو پربنسټ،دی په هغه ورځ چې باید دنده یې پیل کړې او خپلو کارکوونکو ته پېژندل شوی وای،د شمال ټلوالې د یوه قومندان او همدې کورنیو چارو وزارت د هغه مهالي چارواکي دین محمد جرﺉت لخوا د وزارت له دروازې بیرته ستون کړی شو.
تاج محمد وردګ وروسته په دې تورن شو،چې د شمال ټلوالې له تابع کیدو سره د وزارت پرڅوکۍ کیناستلای شو،خو دا ناسته دوامداره نه وه او څه موده وروسته یې بل کس ځای ناستی شو.
د دې وزارت بل وزیرډاکټرعلي احمد جلالي،چې هغه هم د پتنګ په شان،یاترده ډېر مسلکي او اکاډمیک شخصیت و،ونه کړی شول ترپایه پردندې پاتې او هغه ژمنې او پلانونه پلي کړي،چې شمال ټلوالې او د انحصاري واک لېوانو ته زیان اړونکي وو.
د دې مشابهتونو ترڅنګ یو لوی توپېر،چې جنرال پتنګ له علي احمد جلالي او تاج محمد وردګ سره درلود،دا و چې د لېوانو په منګولو کې د یوې ایسارې مهمې مرجع(ملي شورا) په اړه یې د افغان حکومت د یوه لوړپوړي کس په حیث په لومړي ځل ځغردې او مستندې نیوکې وکړې.
پتنګ څه موده مخکې د ملي امنیت شورا په غونډه کې شکایت وکړ،چې د ملي شورا غړو په شاوخوا یوه میاشت کې ورته پينځلس زره عریضې وړي،چې له دې کبله ورته لوی کاري مزاحمت شوی دی.
هم مظلوم،هم ملامت
سره له دې،چې جنرال پتنګ د کورنیوچارو وزارت د ځینو مهمو برخو چارواکی پاتې شوی و او د دومره مودې وزارت ترڅنګ په ډېرومسایلو او ملامتیو کې د پوښتنې وړ دی،خوپه دغه ډول د لېوانو لاسته لویدل او هدف کیدل یې د خلکو په نظرده ته د یوه مظلوم چارواکي حیثیت ورکړی.
خلک له ده سره د خواخوږۍ ترڅنګ دا هیله هم لري،چې د یوه بل جرﺉت په کولو سره دې د هغو لېوانو نومونه افشا او اعلان کړي،چې افغان دولت یې یرغمل کړی او د ده په شان خلکو ته کاري چاپېریال اور کړی.
که ښاغلی پتنګ دا کارونه کړي،د ملامتۍ او مظلومیت د قضاوت په تله کې اېښی نوم به یې د عام ولس پروړاندې د ملامتۍ خوا ته خپل وزن زیات کړي،هغه کارچې عملاً له علي احمد جلالي سره د ژمنې باوجود د نیشه یي توکیو د لویو قاچاقګرانو د لیست نه خپرولو له کبله تجربه شوی هم دی.
شه شو دغه دیوث خویی لیری کړ حیف دپښتون نوم دی چی بدیږی ده چی دومره زور نه درلودچی سمون راولی بیانو بلاغوشته چی هلته ورته ناست و سم به یی ویلی و چی زور می نه رسیږی
پنچشیریان واشمالی والا اهمیت نه راکوي او خنډ،ونه راته جوړوي