دا خبره د لغمان والي ښاغلي  عبداالجبارنعیمي د دې ولایت دیو شمېر اداري رئیسانو سره په جوړه شوي غونډه کې په ډاګه کړي، نعیمي یادونه وکړه چې هیڅ دولتي مامور له دې وروسته نه شي کولی پرته له کوم عذر  په خپلو ورسپارل شویو چارو او دنده کې غیابت وکړي  او په دې سره  د ولسي خدماتو په وړاندې کولو کې ځنډ اوخنډ رامنځته کړي، دده په وینا که کوم دولتي مامور په خپله ورسپارل شوي دنده کې  غیر حاضري کوي نو داړوندې ادارې مسؤل چارواکی مکلف دی چې نوموړی مامور کسرې معاش او که غیر حاضري يې تر ۲۰ ورځو  اوړي نو بست دې اعلان ته ورکړل شي،ترڅو د ازادې سیالۍ له لارې  وړ او په کارپوه شخص لخوا يې تشه ډکه شي.

نوموړي دجوړې  شوې غونډې له لارې د ولایت په ټولو دولتي ادارو  او مامورین غږ وکړ چې دمراجعینو سره دې له غوره اخلاقو او صمیمانه چلند څخه کار واخلئ او  خپلې ورسپارلې شوې دندې دې په ښه شکل ترسره او خلکو ته دې رغنده  خدمات وړاندې کړي.

دولایتي ادارې لخوا دهمدې چارې دښه ترسره کولو او ولس ته دغوره خدماتو وړاندې کولو په موخه یو کمیسیون ټاکلی شوی چې په مسلسل ډول دولایت دبېلابېلو ادارو څخه لیدنه  او نظارت وکړي او  په دې سره دمامورین دبې ځایه غیابت  او د مراجعینو په چاروکې دځنډ اوخنډ مخه ونیسي.

دلغمان د محلي حکومت مشرتابه دا ګام په داسې حال کې پورته کوي چې له دې وړاندې يې  دولایت ټولو سکتوري ریاستونو ته د ولسي غوښتنو  او ړواندیزونو  له اوریدلو وروسته دنده سپارلې وه چې د خپلو اړوند وزارتونو څخه مرستې راجلب او ددې ولایت دانکشاف او پرمختګ په موخه  په وخت بودیجه را انتقال او د سکتوري ریاستونو په چوکات کې دې د ټولو ترسره کیدونکو پروژو څخه په کلکه نظارت وکړي،ترڅو يې چارې په ښه شکل  او لوړ کیفیت ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *