تاند- په هرات ښار کې د ۲ زره کلن دېوال د نړېدو له کبله شپږ تنه لارویان مړه شول.
شاهدان وايي چې په وژل شویو کسانو کې پنځه تنه په یوه رېکشا کې سپاره ول.
«باره هرات» یا د هرات د پخواني ښار دېوال، چې د دغه ښار یوه لرغونې ابده ده، ۲ زره کاله پخوا جوړ شوی او د هرات ښار د عراق دروازې ته نژدې موقعیت لري.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس اریا روفیان وايي چې تېز باد سبب شو چې دا لرغونی دېوال ونړېږي. ده دا هم وویل چې په غیرقانوني او غیر اصولي ډول د دېوال په بېخ کې کیندنې د دې دېوال د نړېدو سبب شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې په تېرو څو لسیزو کې د دغه لرغوني دېوال د ساتنې لپاره هیڅ راز اقدام نه و شوی.
په تېرو څو لسیزو کې، چې افغانستان په کورنۍ جګړې کې ښکېل دی، د هیواد اکثره لرغوني اثار لوټ شوي، ویجاړ شوي او یا زیانمن شوي دي.