اکبر –
کورنی اواصل نوم یې هادي چې وروسته په امارتي اوبیا سعدامارتي باندې مشهور شو دلوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د دوبندې کلي څخه وتښتید.
کله یې چې دطالبانو دتحریک او اسلامي امارت سره کارکولو په امارتي مشهور و، وروسته یې دطالبانو له تحریک سره اړیکې خړې پړې شوې ، له داعش څخه یې بیعت اعلان کړ نوم سعد امارتي کیښود.
نوموړی چې تراوسه دخوښۍ ولسوالۍ داړوندکلیو دپنځو شپږو کسانو په ترور اووژلو کې لاس لرې دلوګر ولایت دخوښۍ ولسوالۍ ددوبندې په کلي کې میشت و،ویل کیږې چې له نوموړي سره له افغاني طالبانو اوجنګیالیو علاوه، ازبک، چیچین، مسود، وزیر اونور بهرني جنګیالي هم ملګري و. دنوموړي دجنګیالیو له لاسه دخوښۍ ولسوالۍ مرکز، دوبندي کلی ، مڼۍ ، چیناري، کنډاو، کاریزونه، سره غونډه، دلوګر ولایت دمهاجرینو ښارګوټۍ اودلوګر ولایت نورې ګڼې سیمې ناکراره وې .
دولسې خلکو ، اوله سیمې څخه دعیني شاهدانو له قوله تیره اونۍ سعد امارتي اوملګرو یې په سره غونډه کې څڼې اوږیره کم کړل اوپه نامعلوم لوري وتښتیدل.داچې نوموړی کومې سیمې ته تللی اوچیرته پټ شوی ډول ډول نظرونه شته. دسعد امارتي معاون عمر الوزی اوبل ډیر مهم ملګری حنیف دلوګر دملي امنیت له لورې په داسې حال کې چې له سیمې څخه په تیښته ول ونیول شول. ویل کیږې چې دنوموړي له تیښتې سره سم دطالبانو دتحریک اواسلامي امارت اړوند دقاري اشرف په مشرۍ په لسګونو طالبان دوبندي ته راغلي اوپه اړوندو سیمو کې یې خپل جنګیالي ځای په ځا ی کړي دي . دیاودنې وړده چې ددغې ډلې جنګیالي هره شپه دلوګر ولایت دمهاجرینو په شهرک کې ګزمې کوي اوخپل مخالفین اوددولت کسان وهي ټکوي .
په درنښت