د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي يووالي د حکومت د اجرائيه رياست رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله چې ګڼ شمير لوړ پوړو مسوولينو او جهادي شخصيتونو يې ملتيا کوله کونړ ولايت ته راغى او شهيد الحاج مياحسن عادل د فاتحې په مراسمو کې يې ګډون وکړ لومړى د شهيد کورنۍ ته ورغى او خپله غم شريکي يې ورسره و کړه.له هغې وروسته چې کونړ والي او ګڼ شمير مشرانو يې ملتيا کوله د ولايت مقام دغونډو په تالار کې په هغه مراسمو کې ګډون وکړ چې د شهيد مياحسن د فاتحې په موخه جوړ شوي وو.

کونړ والي ډاکټر عبدالله عبدالله ته د کونړ د ادارې او ولسونو په استازيتوب ښه راغلاست وويلو د ولايتي ادارې او ولسونو په استازيتوب يې ترې مننه وکړه چې دغم شريکۍ په خاطر کونړ ته راغى او د افغانستان د يو مجاهد مشر په توګه يې د جهادي شخصيت شهيد مياحسن عادل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ، کونړ والي وويل چې تلاش به وکړي ترڅو د هغه دسيسې عاملين پيدا کړي چې له امله يې دکونړ ولايت يو جهادي شخصيت په شهادت ورسيدو نوموړي د کونړ اداره په دغه غم کې شريکه وبلله.

داجرائيه رياست رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله شهيد مياحسن يو داسې جهادي شخصيت وبللو چې هميشه به يې ولسونه په ياد وساتي، نوموړي هغه کسان دا سلاميت او بشريت دښمنان يادکړل چې الحاج مياحسن عادل يې په ناځوانمرادنه توګه په شهادت ورسولو.

ښاغلي عبدالله خپل د ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب د کونړ ټول شريف ولس ته وړاندې کړل او د کونړ ولايتي ادارې څخه يې مننه وکړه چې د شهيد د کورنۍ سره يې د ټولو مراسمو په ترتيب کې هراړخيزه مرسته کړې ده.

One thought on “عبدالله عبدالله کونړ ته لاړ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *