نن سبا په هر کور کې انټرنت او په تیره بیا ټولنیزې شبکې فعاله وي که ډیرې مثبتې خواوې لري ځینې وخت پر کورنیو مسلو هم اغیز پریږدي. په دې وروستیو کې د بریټانینا یو حقوقي او قضايی شرکت « Slater and Gordon»په دې هکله نوې څیړنې کړي او دې نتیجې ته رسیدلي دي چې نن سبا په اروپا کې ټولنیزې رسنۍ د خاوند او میرمنې د شخړو اصلي عامل دی . په دوزره بریټانوي جوړو تحقیقات شوي دي او کارپوهان دې نتیجې ته رسیدلي دي چې په څلورو کې یوه جوړه په یوې اونۍ کې د ټولنیزو شبکو په سر جګړې کړي او ۱۷ فیصدو هم ویلي دي چې په ورته دلایلو هره ورځ له خپل خاوند یا میرمنې سره شخړې کوي.
نن سبا په نړۍ کې فیس بوک، وایبر ، واټس اپ او نور چینلونه هڅه کوي خپل مخاطبان زیات کړي او په ډیرو هیوادونو کې حتي په سیاسی مسلو کې د پام وړ اغیز لري خو د کورني ژوند په رغیدا کې ېې د منفي اغیز د کمیدا لپاره هیڅ نه دي شوي دي.
پنځه کال مخکې فیس بوک ننی شهرت نه درلود او چا نه دې په زړه چې په اروپا کې دې میړه یا میرمنې په دې اړه شکایت کړی وي خو نن سبا دغه شکایتونه خورا ډیر شوي دي.او هره ورځ په اخبارونو کې لولو چې میړه یا میرمن د فیس بوک له امله شکایت کړی او له یو بله جلا شوي دي.
په ډیرو هیودونو کې د میرمنې او خاوند ترمنځ شخړه په دې پيدا شوې چې ډیر وخت ولې په دغسې ټولنیزو شبکو کې تیروي ممکن زموږ په ټولنه کې خلک لږ په نټ کې فعاله وي خو دغه چاره مخ په پراخیدا ده او که ورته پام ونه شي نو زموږ هیواد ته ېې هم منفي اغیز رسیداي ښي.
په عربستان کې فیس بوک او واټس اپ په دې ورځو کې د میړه او ښځې د طلاق یو مهم عامل بلل شوی ددغه هیواد ځايي رسنیو ویلي دي هر کال دیرش زره کسان او هره ورځ دوه اتیا کسان له یو بله طلاق اخلي .
د سعودي عربستان د عدلېې وزارت ویلي دي په دوزه څوارلسم کال کې کابو درې دیرش زره کسانو طلاق اخیستی دی چې دمکې او جدې ښار په ټولو کې مخکې دی ددغه هیواد یو وتلی څیړاند فاضل العماني وايي په دغه هیواد کې لس مهم علتونه دطلاق سبب کیږي خو دهغه په باور انټرنټ ېې په سر کې دی په تیره بیا فیس بوک او ټولنیز چینلونه د هغو کسانو ترمنځ د طلاق اصلي علت دی چې نوی واده ېې کړی وي.
د سعودي حکومت په دې هکله جدي ګامونه پورته کړي او هڅه کوي ځوانان له دې شبکو راوګرځوي.
په امریکا کې یو نوی قانون تصویب شو او ددغه قانون له مخې کله چې میړه او ښځه فیصله وکړي چې له یو بله جلا شي نو خپل پيغام د فیس بوک د سیج له لا رې هم یو بل ته استولی شي.
دغه قانون له هغه وروسته تصویب شوی چې د الاټورا په نوم یوې میرمنې فیصله وکړه چې له خپل خاونده بیله شي ، محکمې فیصله وکړه چې د طلاق پيغام دې د فیس بوک له لارې واستول شي میرمن الاټور بایدو په ۲۰۰۹ کال کې د سینا دارکو په نامه د غنا له یوه ښاریځ سره واده وکړ اوله دې وروسته چې د دوي ترمنځ ستونزې او جنګونه زیات شول په ۲۰۱۱ کال کې سړي فیصله وکړه چې کور پریږدي او څلور کاله دغه سړی ورک ؤ بالاخره میرمنې یو وکیل ونیو چې دغه سړی پيدا کړي او رسماً طلاق واخلي خو سړی نه پيدا کیده او باالاخره میرمن د منهاټن محکمې ته لاړه او فیصله دا وشوه چې پيغام دې د فیس بوک له لارې واستول شي له دې وروسته دغه قانون هم په امریکیا کې تصویب شو.
Slater and Gordon تحقیقاتي موسسې دغو مسلو او عواملو ته اشاره کړې چې ممکن د میړه او میرمن ګډ ژوند وګواښي:
– فیس بوک دوګړو ترمنځ شکونه زیاتوي او په تیره بیا هغه کسان چې نوی واده ېې کړی وي ممکن له ستونزو سره مخامخ کړي نویو څیړنو ښودلې ده چې ۵۸ فیصده کسان د خپل خاوند یا میرمنې د فیس بوک پاسورډ له ځان لري دا په داسې حال کې ده چې مقابل لوری په دې خبر نه وي چې میړه یا میرمن ېې د فیس بوک پاسورډ لري نو په دغسې حالت کې ډیر ژر شخړي او ستونزې پیښیداي شي.
– څیړنو ثابته کړې چې ۱۴ فیصدو میرمنو او میړونو فیس بوک د پټو اړیکو لپاره کارولی دی او لنډه موده وروسته چې دغه اړیکو څرګنده شوې د میړه او میرمنې ترمنځ ېې ستونزې پيدا کړي او خبره طلاق ته رسیدلي دي.
– ډیری میړه او ښځه فیس بوک ته دومره ارزښت ورکوي چې خپل ژوند پرې تریخ کړي په یوې نظر سنجۍ هم دغه مسله ثابته شوې چې ۲۵ فیصده ستونزې له همدې امله دي. فیس بوک او ټولینزې رسنۍ د اعتیاد په شان دي کله ناکله انسان دومره ارزښت ورکوي چې خپل ګډ ژوند پرې ګواښلی شي.
– څیړاند باوري دي چې فیس بوک په یوازې سر ګډ ژوند ګواښلی شي ښايي دغه خبره درته د نه منلو وي خو څیړنو ښودلې چې په اروپا کې له اوو کسان چې ګډ ژوند ېې نوی پيل کړی دی یو کس د فیس بوک، سکایپ، سنپ چټ او نوور شبکو له امله طلاق اخیستی دی.
د دغو څیړنو نتیجه ښيي چې باید په ګډ ژوند کې د ټولنیزو شبکو رول ته په کمه سترګه ونه کتل شي په تیره بیا هغه کسان چې نوی واده کوي باید ورته پام وکړي البته دا په دې معني نه ده چې فیس بوک او نورې ټولنیزې شبکې خطرناکه دي بلکه که په احتیاط ونه کارول شي ممکن ستونزې پيښې کړي.
له دې پرته ارواپوهان وايي ټولنیزې شبکې ممکن منفي یا مثبت اغیز ولري دمثال په توګه ټولنیزې شبکې ستاسو د ملګرو او خپلوانو په هکله ډیر معلومات درکوي او که تاسو له دې لارې د نورو په ژوند کې ډیر دقت وکړئ او بیا ځان له نورو سره پرتله کړئ ممکن ستاسو په ژوند منفي اغیز وکړي ممکن خپل ګډ ژوند له نورو سره پرتله کړئ او ځان تر نورو ټیټ احساس کړئ چې دغه چاره خطرناکه ده.
ډیر کسان له فیس بوک او دغه راز له انلاین لوبو سره دومره بوخت شي چې خپلې کورنۍ ، میرمنې او بچیانو ته لږ وخت ورکوي په دې ډ،ل خپل وخت او ممکن د کورنۍ خوشالي ورسره اغیزمنه کړي.
دټولنیزو شبکو خاصیت دا دی چې تاسو له نورو سره په نیژدې اړیکو کې ساتي خو کله ناکله دغه مجازې اړیکه دومره ټینګه او پراخه شي چې تاسو خپل شاخوا کسان هیر کړئ په دې ټوګه ویلی شوی فیس بوک او نورې شبکې ممکن پردې سره نیژدې او خپل سره پردي کړي دغه مسله میرمنې ښه احساسولی شي او ممکن له یو بله مو لیرې کړي.
ډیره ځله میړه او ښځه هم خپل احساسي او عاطفي شیان په فیس بوک کې یو بل ته استوي دغه مسله ممکن خطرناکه وي او نور کسان ترې ناوړه استفاده وکړي.
ورو ورو ټولنیزې شبکې زموږ په ژوند کې ننوتي او د ژوند په یوې برخې مو بدلیږي ډیر ځله زموږ موبایلونه تر نیژدې خپلوانو یعنې میرمنو ، میړونو او اولادونو زیات له موږ سره وي او ډیر پکې مصروفه یو نو که ورته پام ونه کړو ممکن له خپلې کورنۍ سره مو مینه اغیزمنه کړي.