تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د انسانانو د قاچاق په اړه په خپل کالني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د انساني قاچاق تر ټولو زیات قربانیان ماشومان او زلمکیان دي.
په دې راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ /جولای ۲۷مه/ خپور شو، ویل شوي چې له قاچاق شویو ماشومانو څخه د غالۍ اوبدلو په کارځایونو، د خښتو په بټیو، کورونو، له پولو دباندې د مخدرو موادو په قاچاق، جنسي سو استفادې او دغه راز په افغانستان، منځنۍ اسیا، اروپا او جنوبي اسیا کې د باري موټرونو د کلینرانو په توګه کار اخیستل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په لیست کې افغانستان دوهم هیواد ښودل شوی دی.
په راپور کې افغانستان داسي هیواد بلل شوی چې د انساني قاچاقبرو د تګ راتګ سرچینه دی.
ویل شوي چې په افغانستان کې دننه د انسانانو قاچاق لا زیات دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه راپور کې ویل شوي چې هغه افغان هلکان چې د پیسو په مقابل کې په غیرقانوني ډول یونان ته تللي دي، په دغه هیواد کې د سیکس د قاچاقبرانو لاس ته لوېدلي دي.
ډېر افغانان هڅه کوي چې د افغانستان له ناامنیو څخه د خلاصون او د ښه کار د موندلو لپاره د ترکیې له لارې یونان او له هغه ځایه د لوېدیځې اروپا شتمنو هیوادونو ته لاړ شي.
د امریکا داخبره دا دی معنی لری چی امریکا د.یم درجه هیواد دی خکه چی افغانستان خو د امریکا په اوږو سپور دی او د ماشوم غوندی یی په هغه او دغه غولوی! دا هماغه افغانستان دی چی امریکا د ازادی په نامه همدغی کندی ته ورګوزار کړ او اوس ورته دغسی دولونه وهی ا
په آفغانستان کي دسړيو قاچاق دمخدره موادو قاچاق دمعصومو هيوادوالو محتاط کيدل په مخدره موادو پر هيواد باندې ۴۰کلنه جګړه خلګ دبې کاريو سره لاس ګريوان کيدل نور فلاکت او بدبختې په هيواد کې داټوله دآمريکا پروژه وه او وي به تر هغه وخته پورې چه دهيواد په خلګو کي يو مثبت او ديوالۍ بدلون نه وې راغلۍ . دآمريکاه ددې راپور څخه دوۍ کوم بل شوم هدف لرې چه هيواد نور هم دبدبختۍ ولورته بوزې.