په پښتو ادبياتو کې د ادبي دورو د ټاکنې او بېلوالي په برخه کې بېلابېل نظريات او ټاکنې لرو، ډېر عالمان او د ادب پوهنې څېړونکي په دې برخه کې يوه خوله نه دي او خپل نظريات ورته تر نورو کره ښکاري، خو په عمومي توګه په درېيو دورو حساب کېږي.
په همدې توګه د ادب تاريخ او ادبي تذکرې د ليکنې په برخه کې هم ستونزې موجودې دي، ډېر ځله ځينې ليکل شوي ادبي تاريخونه د ادبي تذکرې او ادبي تذکري د ادبي تاريخ ساحې ته ننوځي چې زما په څېر د ادب د نورو محصلانو لپاره هم ترې د افهام او تفهيم په برخه کې کره اخيستنه ګرانه وي.
د ادبي تاليفاتو دا دواړو ډولونه (ادبي تاريخ او ادبي تذکره) يو له بل سره نږدې پاتې شوي، ګڼو ادبي تذکرو د ادب تاريخ لپاره ګټور مواد چمتو کړي، په دې مانا چې د ادبي تاريخ ليکونکي خپل ډېر معلومات په ځانګړې ډول لومړنۍ پېژندنې له ادبي تذکرې څخه تر لاسه کوي او ليکنه يې پر همدې بنسټ ولاړه وي.
په پښتو ادب کې د سليمان ماکو تذکره اولياء(٦١٢هـ ق) او د محمدهوتک بن داوود پټه خزانه چې په د (١١٤١-١١٤٢ ه ق) کلونو تر منځ ليکل شوې. د پښتو ادب ډېرې ورکې برخې يې خوندې کړې او د پښتو ادب تاريخ لپاره يې دومره مواد چمتو کړي چې موږ ډېرې سيالې ژبې يې هم نه لري.
د پښتو ژبې د لومړۍ لاسته راغلي متن ( تذکره اولياء) او د محمد هوتک د پټې خزانې پر مټ موږ د پښتو ادبياتو ادبي دورو لپاره ګڼ مواد تر لاسه کړي او پټه خزانه مو له (١٠٠ ه ق ) څخه تر (١١٠٠ه ق) کال پورې د پښتني کلتور او ادب له بېلابېلو برخو خبروي او ادب تاريخ ته يې غني مواد چمتو کړي دي.
کله چې استاد حبيبي په ١٣٢٢ لمريز کال کې پټه خزانه ومونده، نو له دې تاريخي هڅې سره يې نه يواځې چې د پښتو ادبياتو تاريخ کې ځانګړى مقام وموند، بلکې هغه نظريه يې هم ناسمه ثابته کړه چې پښتو ادب له روښانيانو، خوشحال بابااو رحمان بابا څخه را پيل شوى دى.
دې تذکرې وښوده چې پښتو ژبه د نړۍ د يوې لرغونې ژبې په توګه خپل لرغونى ادبي تاريخ هم لري، ګڼ شاعران او ليکوال يې درلودلي چې مستندې بېلګې يې په پټه خزانه کې وموندل شوې.
په همدې ډول دري فارسي ژبه کې د نظامي عروضي لومړنۍ او پخوانۍ تذکره (چهار مقاله) چې د غور د شهزاده ګوهر لپاره ليکل شوې، په فارسي ژبه کې د ادب تاريخ ليکلو لارښوده شوه.
لنډه دا چې ادب تاريخ اړ دى چې د معلوماتو او مواد د راټولولو او شننې لپاره پر ادبي تذکره تکيه وکړي او د ژبې د يوې ادبي دورې او ادبي بهير په اړه خپله منځپانګه غني او مستنده کړي.
خو دا دواړه په خپل منځ سره توپير لري، ادبي تاريخ ادبي تذکره نه ده او نه هم ادبي تذکرې ته ادبي تاريخ ويلى شو. ددې دواړو برخو د توپيرونو د معلولو لپاره بايد لومړى دواړه برخې په لنډون سره وپېژنو، ځکه چې پېژندنه يې تر ډېره زموږ سره موخې ته په رسېدو کې مرسته کوي او ددې دواړو برخو کاري ساحه راته څرګندېږي.
په ټوله کې ادب پوهنه چې د ادبياتو په اړه څېړنې کوي او په دې اړه د اصولو او قواعدو په رڼا کې تيوري يا نظرونه وړاندې کوي، شپږ څانګې لري چې درې يې بنسټيزې يا اساسي او درې نور يې فرعي څانګې دي.
ادب تيوري، ادب تاريخ او ادبي کره کتنه د ادب پوهنې بنسټيزې(اصلي) او کتاب پوهنه، متن پوهنه او د ادب پوهنې د تاريخ څېړنه يې فرعي يا غير بنسټيزې څانګې دي.
تذکره ذکر کولو يا يادون ته وايي چې عربي مصدر لري او په ادبي اصطلاح کې هغه اثر ته ويل کېږي چې د شاعرانو حال احوال، ژوند، لوړې ژورې او د اثارو بېلګې په کې معرفي شوې وي.
په تذکره کې موږ د ليکوال يا شاعر له ژوند څخه هر اړخيز معلومات تر لاسه کوو، مثلا څوک دى، څنګه دى، چېرته زېږېدلى، د چا کره زېږېدلى، څومره زده کړې، څه فعاليتونه او څه کارونه يې کړي، څومره اثار لري، څه وخت مړ شوى، قبر يې چېرته دى؟ سبک او يا د سبک پيروي يې څنګه ده؟
د ادبياتو استاد او څېړونکي زلمي هېوادمل ورته څلور ځانګړنې ټاکلې دي چې لومړى يې د شاعر بشپړ حال احوال، دويم يې د هغه اثار او پنځونې، درېيم يې د موضوعي او شکلي اړخ څېړنه او څلورم يې هم نثري او شعري بېلګې دي.
خو ادبي تاريخ يا د ادبياتو تاريخ بيا د زمانې سره په اړيکه کې د يوې ژبې د بېلابېلوادبي اثارو پيدايښت، وده، لوړتيا او ځوړتيا مطالعه کوي چې دا يې کلي دنده ده.
په ځانګړي ډول ادبي تاريخ دنده لري چې د زمانې په بهير کې د ژبې د ليکوال او او شاعرانو اثارو، ادبي حالاتو او د ادبي دورو د بيان په اړه څېړنه او مطالعه وکړي.
د بېلګې په ډول داچې موږ د پښتو ادب له درېيو دورو( لرغونې، منځنۍ يا دويمه او معاصره يا اوسنۍ) څخه معلومات لرو او يا مو د ژبې او ادب څېړونکو ورته بريدونه ټاکلي، نو دا کار د ادب تاريخ پر مټ شوى دى.
څېړونکى سيدمحى الدين هاشمي په دې اند دى چې ادبي تاريخ د هرې ادبې دورې د استازو د ارزښتمنو اثارو او د هغوى د پنځوونکو تر څنګ د همغه دورې يا عصر سياسي، علمي، فرهنګي او عقيدوي وضعيت هم را معرفي کوي او زموږ مخکې يې يوه نقشه ږدي.
ددې څېړنه ځکه مهمه ده چې ليکوال يا شاعر په همدې حالاتو کې ژوند کړى، اثار يې پنځولي او له شک پرته چې دده پر اثارو يا پنځونو به يې خپل اغېز پرېښى وي.
د هر دورې د اثارو زړه راښکون او اعتبار په دې کې دى چې پنځوونکي يې د خپل زمان حاکمه روحيه په څه ډول او څرنګه انځور کړې، څومره جامع او هر اړخيزه ده .
اوس به يې د توپيرونو په اړه هم يو څه ووايو. لکه څرنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه، ادبي تذکره د ادبي تاريخ لپاره مواد چمتو کولى شي، ډېر داسې ادبي تاريخونه شته چې د ادبي تذکرو بر بنسټ ولاړ دي.
په ادبي تذکره کې د ليکوال يا شاعر هر اړخيز ژوند را اخيستل کېږي، د شخصي ژوند برخي يې را سپړي، غير ادبي فعاليتونه يې ياني هغه چې له ادبياتو سره تړاو نه لري، را اخيستل کېږي، کورنۍ، قوم، قبيله، عادتونه، ځانګړتياوې، زده کړې او په ټوله کې يې له ټول ژوند يو انځور وړاندې کوي.
خو ادبي تاريخ بيا تر ډېره له دې سره کار نه لري، يوازې د ليکوال يا شاعر له ادبي ژوند، ادبي اثارو، کړو وړ او فعاليتونو سره تړاو لري او حتى ځينې وختونه خو بيخي ارزښتناکو ادبي اثارو او بېلګو ته اهميت ورکول کېږي.
ادبي تاريخ موږ ته دا معلومات راکوي چې د ليکوال فکر څه ډول دى، د کوم سبک يا مکتب بنسټګر يا استازى او پيرو دى، ادبي پنځونې يې په څه دول حالاتو او ټولنيزو شرايطو کې رامنځته کړې دي، خو دا چې له چاسره يې اړيکې وې، بيوګرافي، اصل و نسب، کور، پيدايښت او هديره يې چېرته ده، دا کار ادبي تذکرې ته پرېږدي.
په ادبي تاريخونو کې لکه څرنګه چې د ادبياتو په تعريف کې راځي، هنري ارزښت ته اهميت ورکول کېږي، څېړنې او مطالعات ورباندې کېږي ، خو په ادبي تذکره کې بيا ادبي ارزښت ته پام نه کېږي، هلته شاعر او ناظم دواړه يو ډول راوړل کېږي.
ادبي تذکره يوازې يوه يادونه ده، له ورکې څخه د يوه اديب او ادبي توکي ژغورل دي، تذکره ليکوونکى دا نه وايي چې دا شاعر يا دا ليکوال تر هغه بل ښه يا بد دى، دا اثار څومره ادبي ارزښت لري يا يې نه لري، خو ادب تاريخ ورباندې ارزونه، تحليل او شننه کوي، يوازې په تشه اخيستنه او يادونه بسنه نه کوي.
په تذکره کې ممکن پر يو دوو بېلګو بسنه وشي، خو ادبي تاريخ کې د هغه ګڼې بېلګې او ادبي پنځونې خوندې کېږي او ټول ادبي ژوند يې په تفصيل سره را نغاړي، خود ادبياتو له دايرې له وتلو نورو فعاليتونو او لاسته راوړنو سره يې کار نشته.
په ادبي تاريخ کې د بېلابېلو ادبي دورو د شاعران او د هغوى اثار په الف ب يا کرونولوژيک سيستم را وړل کېدى شي، خو ادبي تاريخ دا کار يواځې په يوه ځانګړې ادبي دوره کې کوي او د يوې دورې ادبيان او اثار د بلې دورې سره يو ځاى يا په ګډه نه مطالعه کوي.
په ادبي تاريخ کې د يوې ادبي دورې حالات د بلې ادبې دورې د اثارو او اديبانو سره د اغېز له مخې نه څېړل کېږي، د څېړنې او مطالعې ساحه يې خپله همغه دوره او د هغې دورې ځانګړي شرايط دي، بله دوره په خپله ځانګړې محدوده کې مطالعه کېږي.
خو ادبي تاريخ د ادب پوهنې د تاريخي ميتود له مخې د بېلابېلو ادبي دورو د اثارو تر منځ د اړيکې، د متن د اصليت، جعلي يا تحريف شوې بڼې په برخه کې د حقيقت موندلو لپاره بايد معلومات وړاندې کړي.
ادبي تاريخ يا د ادبياتو تاريخ يوازې د ژبې تاريخ نه دى، بلکې د ژبې د بېلابېلو ادبي پديدو اثارو د سرچينې، پيدايښت، ماهيت او اهميت تاريخ دى ترپنځوونکي يې زيات له پنځول شوي اثر سره کار وي، په تذکرو بيا ډېره پاملرنه پنځوونکي ته کېږي.
په پاى کې بايد ووايو چې تر اوسه په پښتو ادبياتو کې ګڼې ادبي تذکرې او خواره واره ادبي تاريخونه ليکل شوي چې په بېلابېلو ادبي دورو پورې اړه لري. ددې دواړو برخو تاليفات کله کله يو بل ته ور ګډېږي. ښه به دا وي چې دا بريدونه په راتلونکي کې رعايت او د پښتو ادبي پياوړي څېړونکي په دې برخه کې د يوه واحد نظر او دريځ لپاره کار وشي.
د ادبي تاريخ او ادبي تيوري د کاري ساحې او د پوهنتونونو په ادب پوهنځيو کې د ادبي تيوري او ادبي تاريخ او ادبي کره کتنې برخو ته ځانګړې پاملرنه کولاى شي چې ټولنې ته خلاق اديبان وړاندې کړي او په راتلونکو څېړنو او مطالعاتو کې له تېروتنو وژغورل شي.
سرچينې:
١- استاد محمد صديقي روهي، د ادبي تاريخ ميتودولوژي، د مقالو ټولګه.
٢-سيد محى الدين هاشمي، ادب پوهنه، اريک خپرندويه ټولنه.
٣-پوهاند زېور الدين زيور، د پښتو ادبياتو معاصره دوره، د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز.
٤-وندل وي هريس، تاريخ ادبى چيست؟ شعر مجله، د ملامحمدجان علي ژباړه.
—————————-
د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ،
مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم، ادبیات او تکنالوژي،قضايي لمونځ،
د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر،
بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…، پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…،په شعر کې د کلمو ټاکنه،
ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه، وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون، ماشوم او پسه ، سوله او جګړه ، ارمان، لیکوالي، خنډونه او تجربېش، پر ځان کره کتنه ، ګُلدانونه