تاند- په لیبیا کې یوې محکمې د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي زوی سیف الاسلام قذافي او ۸ تنه نور په ۲۰۱۱ م کال د پاڅونوالو د ځپلو په تور په اعدام محکوم کړ.
د ډګروال قذافي تر ۳۰ زیات نژدې ملګري د پاڅون د ځپلو په جرم محاکمه شوي دي.
سیف الاسلام په محکمه کې حاضر نه و، خو وړاندې د ویدیو له لارې څرګند شو.
سیف الاسلام په زینتان ښارګي کې د یوې پخوانۍ یاغي ډلې په ولکه کې دی او دا ډله حاضره نه ده چې نوموړی وسپاري.
دې ډلې ویلي چې سیف الاسلام به نه اعدام کړي او نه به یې محکمې ته وسپاري.