اورنګ مختار –
د پښتو ژبې د وتلي ليکوال، شاعر او څيړونکي استاد حبيب الله رفيع د ژوند، ادبي هڅو او فرهنګي فعاليتونو په اړه ستر علمي او معلوماتي سمينار به د وردګو ولايت په مرکز ميدانښار کې د راتلونکي وږي (سنبلې) په مياشت کې ددغه ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست له خوا جوړ شي. دغه سمينار چې د هېواد له لر اوبرڅخه به سلګونه ليکوالان،شاعران او د ادب مينه وال پکې برخه واخلي د استاد رفيع د ژوند او ادب په بېلابېلو اړخونو مقالې ولوستل شي چې وروسته به د يو کتاب په بڼه هم چاپ شي، د وردګو ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس اورنګ مختار د ملي هدف اونيزې سره په مرکه کې ويلي: ((د دې سمينار څخه موخه يې د استاد حبيب الله په علمي اوفرهنګي فعاليتونوباندې د لوى افغانستان د پوهانو او ليکوالانو له خوا رڼا اچول دي څو له يوې خوا په ژوند د دې ستر ليکوال اوتاريخ ليکونکي د تاريخي خدمتونو پالنه وشي اوله بلې خوا د نوموړي د علمي او فرهنګي کړنو څخه د ټول هېواد په تېره بيا د ميدان وردګو ولايت ځوانان او ليکوالان يو څه زده کړي.
مختار ووېل استاد حبيب الله رفيع د پښتو ژبې او ادبياتو لپاره نه هېرېدونکي او بې شمېره خدمتونه کړي او د ده په ګډون يې په زرګونه ليکوالان اوفرهنګيان روزلي چې له مخې يې نوموړى په ټولو حق لري. هغه ووېل له دې سمينار څخه به ځوانان ډېر څه زده کړي چې د ټولنې د راتلونکونسلونو لپاره به د يوې معلوماتي ذخيرې په توګه پاتې شي، نوموړي همداراز زياته کړه (( له دې وړاندې به پښتنو خپل مشران او اتلان له مړينې وروسته لمانځل، خو اوس دغه دود د بدلېدو په حال کې دى چې له همدې امله يې دغه علمي او معلوماتي سمينار په لاره اچول غواړي.)) د وردګو د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس، استاد حبيب الله رفيع سترمبارز او د روسانو پر وړاندې د افغانانو د قلمي جهاد سرلارى وباله .
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په ميدان وردګو ولايت کې د ليکوالانو لپاره لسګونه کوچنۍ اوسترې لمانځغونډې او سمينارونه جوړ شوي او د هېواد د بېلابېلو ليکوالانو ٤٢ عنوانه کتابونه په وړيا توګه چاپ شوي دي.
سرچينه: د وردګو د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست څخه خپرېدونکې (ملي هدف) اونيزه
اوستادپشتوژبی لپاره نه هیردونکی خدمتون ترسره کری
بایددرفع صاحب په نامه په وردگوکی ادبی تولنه جوره شی
ژوندی دی وی رفیع صاحب
ډیر ښه اقدام دی!
زه ډير لېرې يم که نه ما د استاد رفيع په علمي سيمينار کې حتما برخه اخيستله. ما د استاد رفيع ډيرې عالمانه مرکې اوريدلې او استاد مې يوځل په عامه کتا بخانه کې ليدلي هم دى کله چې زه د نهم ټولګي زده کوونکي وم. استاد رفيع ديوې ځانګړې قريحې خاوند دى ډير بې کبره او متحمل انسان دى چې د پوهې اودرايت کرکتر ېې له وراېه ښکاري زموږ د ټولنې د فرهنګ بشپړه برخه ده هره خبره د بشپړ ادبي مانا او مفهوم په بڼه خلکو ته وړاندې کوي. ډيره ځيګه، سوچه، پښتنې او له مرغلرو ډکه لهجه لري چې د پښتو ژبې يو ستر معياري شخصيت ښودونکى دى. استاد رفيع د پوره معلومات هغه ځولۍ ده چې له مېوې ېې هر څوک برخمن کيږي په ډيره کراره اوسړه سينه بحث او مشاجره کوي تاريخ او فرهنګ په پوره کچه، ستندرد او نورم خلکوته ورپيژنئ دسيمينار جوړونکو ته دې لوى خداى (ج) نور برکت او توان هم ورکړي چې دداسې کسانو درناوي نه يوازې د هېواد په کچه بلکې په نړيواله سطحه هم ولمانځي. دا ډير دنيکمرغى او ښوښې ځاى دى چې نن سبا موږ دغه ډول سيمينارونه جوړولاى شو.زموږ ژبه او زموږ فتهنګ ستاسو فرهنګيانو کار او زحمت له هرڅه نه ډير ضرورت لري او انشا الله بې له هرډول سياست به په ډيره عالمانه ډول دغه برياليتوبونه ستاسو په برخه شي
په پاى کې له تاند نه هم يو عالم مننه چې دغه ډول پيغامونه خپروي
سلام عليکم
استاد رفيع نه يواځي د افغانستان بلکه د ټول اسلامي نړي ستر او وياړي مجاهد دۍ.
زما وړانديځ ده چي د شپون صايب او د رفيع صاحب په نامه دي يو يو سړک په هر ښار کي و نوموول شي.
همدا رنګه د ادبياتو په پوهنځي کي دي ددوي مشرانو په نامه دي دپارتمنتونه او يا هم د لکچرو خوني ونوموول شي
عبدالله
سلام
دپښتبي تاريخ او پښتنې کلتور طبيب استاد رفيع په نامه يو ځاى نومول به ټول پښتانه خوشاله کړي
افغا نستان پېژندونکئ استاد رفيع د ډيرې اوچتې انديښنې هغه ځيګ پښتون دى چې په سيا ست لوبې نه کوي
محترم او دویاړه ډګ استاد ته دبښونکی خدای نه صحت ،اوږدعمر، او دزحمتونو اجر غواړم. اودسیمینار جوړونکو نه مننه.