تاند- د کونړ ولایتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر مرورې ولسوالۍ پراخ یرغل وکړ.
د کونړ امنیه قومندان وویل چې د سې شنبې په ورځ /جولای ۲۸مه/ په دې جګړو کې لږترلږه ۱۴ وسله وال طالبان، ۷ ملکیان او ۶ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
جنرال عبدالحبیب سیدخیلي رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې تر ۴۰۰ زیاتو سختدریځو طالبانو سهار وختي پر مرورې ولسوالۍ برید وکړ خو امنیتي ځواکونو د هغو یرغل په شا وتمباوه.
ده وویل چې جګړې تر ماښامه پوري دوام وکړ.
د سید خېلي په وینا په دې جګړه کې ۱۷ وسله وال طالبان او ۶ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
خو له بلې خوا طالبانو ویلي چې ۳ جګړه مار یې وژل شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي. دې ډلې په عین حال کې ویلي چې دولتي ځواکونو ته یې سختې مرګ ژوبلې اړولي دي.
په همدې حال کې طالبانو د سې شنبې په ورځ تر غرمې مخکې د کونړ ولایت د مرکز اسعد اباد ښار په هاوانونو وویشت چې له کبله یې ۷ ملکیان ژوبل شوي دي.
دپاکستان پوځ دطالب په نامه دافغانستان پر خاوری حملی کوی خو زمونږ چتی ولسمشر قرار کورکی ناست دی دګل مرجان سره داوبو په حوض کی لامبو کوی,,,!!! دادواړه خو په والله قسم چه زنانه ښکاری , چتی دښځی حرکتونه کوی همیشه , او ګل مرجان خو هم کټ مټ ښځه ده ,,!! دادواړه زنانه ریس جمهوران خو دی خدای غرق کړی.امین