فکري بیارغاونه، د ستنېدو ټکی
اوس نو څلورمې نمونې ته رسېږو چې د لیکوال په نظر د دیني نوفکرۍ نمونه ده. په دې لاره کې لومړی ګام د تفسیر المنار څښتن محمد عبده ایښی دی. ده په پاریس کې له سید جمال الدین سره د عروة الوثقی مجله خپروله او هلته یې له فرانسوي فیلسوفانو او مفکرانو سره خبرې اترې کولې او د غرب له تمدن او پوهې سره له نژدې اشنا شو. لاهوري محمد اقبال بل شخص دی چې له نویو مفکورو او معاصرو فلسفو سره اشنا شو او هڅه یې وکړه چې د مسلمانانو دیني مفکورې داسې احیا کړي چې د نوي عصر مقولو او پوښتنو سره د تعامل او خبرو اترو جوګه شي. وروسته بیا په ایران، هند، مصر او ځینو نورو اسلامي ملکونو کې ځینو کسانو په دې لاره کې هلې ځلې وکړې. په دوی کې ځینې له نورو یادو نمونو رابېل او د دیني فکر د اصلاح خوا ته راستانه شول او ځینې بې له دې چې پخوانو نمونو سره اړیکي ولري، دې لارې ته راغلل.
د دې نمونې پر اساس، اسلامي ټولنې له اوږدې تمدني وقفې سره مخ شوي دي چې له هغې څخه د خلاصون لاره یوازې اساسي او هر اړخیز رنسانس دی. دیني نوفکران، چې په اسلامي ټولنو کې د دین نقش یې درک کړی دی، د رنسانس د راوستو په لاره کې د دیني مفکورو اصلاح اساسي ګام ګڼي.
د دې بهیر په نظر بې له دې چې نوی عصر او د دې عصر بریاوې په رسمیت وپېژنو، د دیني مفکورې اصلاح امکان نه لري. البته نوي عصر ته د افراطي لېوالتیا د مخنیوي لپاره به له انتقادي دریځه ورته کتل کېږي مانا دا چې عقلانیت ته به غاړه ایښودل کېږي او ان د تفسیر او متنونو په پوهېدو کې به هم له نویو علومو استفاده کېږي.
دیني نواندان له یوې خوا د مسلمانانو له سنتي میراث سره کومه لانجه نه لري او د ایسته غورځولو یې نه ګڼي، بلکې د دې ټولنو د تمدني هویت مهمه برخه یې ګڼي او له بلې خوا دا هم مني چې دا میراث د انسان د یوه کار په توګه د نقد او بیا کتنې وړ دی. دې کار ته لازمه ده چې د دې میراث عصمت او تقدس نفي شي. د دې بهیر په نظر د مسلمانانو شته فکري او فرهنګي میراث نور نو یوازینۍ معرفتي مرجع نه ګڼل کېږي ځکه چې تاریخ یې تېر دی او ننني نسلونه مجبور نه دي چې د نن د پرېکړو په خاطر د هاغه وخت قضاوتونو ته غاړه کېږدي. خو، دا بهیر د دې اړتیا هم نه ویني چې د سنت ځپلو لاره ونیول شي او د مسلمانانو او د هغوی د فرهنګي – تمدني مخینې تر منځ اړیکه وشلېږي.
د دیني نواندۍ په نمونه کې د مډرنې نړۍ له علمي او صنعتي بریاوو څخه استفاده او د هغې د فرهنګي – تمدني تجربو په پام کې نیول ضروري اړتیاوې شمېرل کېږي. په دې لحاظ د نوې نړۍ د پېژندلو او پر مخ یې د انتقادي خبرو اترو د وره د پرانیستلو ټینګار کوي چې دا خبرې اترې رانه لازم معرفتي ابزار غواړي. د دې فکري بهیر ځینې صاحب نظران د دیني او فرهنګي پلورالیزم د نظریې په طرح کولو سره په دې باور دي چې هم د دې عصر د غوښتنو او د انسانانو تر منځ د سوله ییز ژوند د اړتیا په لحاظ، باید له افراطي انحصارګرۍ سره مقابله وشي او هم د شناختي معرفت په لحاظ د بشر پوهه په دې حد کې نه ګڼې چې د ټولو حقیقتونو د کشفولو جوګه او له هر ډول تېروتنې مبرا وي نو، په تواضع سره پوهېږي چې د هر دین او فرهنګ پیروان دې باید نورو دینونو او فرهنګونو ته احترام وکړي او دا په دې مانا نه ده چې مسلمانان دې له خپله دینه تېر شي.
د دیني نواندۍ د حدودو او ثغورو په اړه په دې وروستیو کلونو کې زیات مطلبونه لیکل شوي دي او د دې اړتیا نه وینم چې دلته یې فکري کرښې توضیح کړم البته د دې کتاب په یوه بل فصل کې به د دې طرز فکر ځینې اساسات تحلیل شي.
که له دې نمونو راتېر شو، د مسلمانانو په منځ کې نور جماعتونه هم شته چې د دیني روحیې د تقویې لپاره ځانته طریقه لري خو دا چې انتقادي دریځ او ځانګړی تیوریکي چوکاټ نه لري نو زما په ګومان د دیني اصلاح په موضوع کې نه ځایېږي. تبلیغي جماعت او د صوفیانو جماعتونه په دې ډله کې راځي. حزب التحریر هم چې د تشکیلاتو په لحاظ مستقل او نړېوال سازمان ګڼل کېږي، په نظري لحاظ د جهادي سلفیت او اخواني د نمونو تر منځ په نوسان کې دی او محدود تیوریکي منابع لري نو په دې فصل کې یې مستقلې څېړنې ته اړتیا نشته.
د موضوع لنډیز
د اصلاحي نمونو دغې مجموعې ته چې وګورو، لومړی دې نتیجې ته رسېږو چې دا ټولې د بشري اجتهادونو محصولې دي او هېڅ یوه یې له کمی پاکه نه شو ګڼلای؛ دویم، هېڅ یوه یې د رنسانس په اړه جامع او کُلي طرحې ته نه ده رسېدلې؛ درېیم، تر دې دمه د دوی ترمنځ اړیکې د رقابت پر اساس پاتې شوې دي نه د تفاهم او همکارۍ پر اساس چې دا تفاهم خبرې اترې او د تجربو تبادله غواړي.
لیکوال په دې باور دی چې که چېرې د دې بهیرنو تر منځ د دښمنۍ او حاد تقابل فضا د خبرو اترو او تفاهم په فضا بدله شي، د اسلامي ټولنو د کړکیچ یوه برخه به راکمه شي، البته ټول یې نه ځکه زموږ اوسنی وضعیت یوازې د دیني مفکورو د نارسایۍ محصول نه دی، بلکې ګڼ سیاسي، اقتصادي او ټولنیز عاملونه په کې برخه لري.
د لیکوال په باور، د دیني فکر په برخه کې د کړکیچ راکمول کولای شي د نورو کړکېچونو په کمولو کې مرسته وکړي په تېره بیا که چېرې په دې برخه کې اساسي اصلاحات پیل شي، کولای شي د پراختیا او د لا پرمختللې سبا پر لوري د حرکت خنډونه لرې کړي او یا یې کم کاندي.
اوس نو دا د دې بهیرونو په صاحب نظرانو پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي چې اوسنی وضعیت زموږ د ټولنو له ټولو ناخوالو سره پسې غځوي که خپل مزل ته بیا کتنه کوي او پر داسې نوې لارې تګ پیلوي چې اساس یې یو د بل منل، زغم، تساهل، مدارا او نور اخلاقي ارزښتونه وي.
مل لیکونه:
- وګورئ: عباس محمود عقاد، الاسلام فی القرن العشرین، القاهرة، الهیئة المصریة العامة للکتاب، 1993
- وګورئ: ابوالحسن الندوي، تاریخچۀ دعوت اسلامی در هند، زاهدان، انتشارات صدیقی، 1379
- وګورئ: غلام محمد غبار، افغانستان در مسیر تاریخ
- وګورئ: ابوالاعلی مودودی، موجز تاریخ تجدید الدین و إحیائه، لبنان، دار الفکر الحدیث
- هماغه اثر، ص 138
- وګورئ: صلاح الدین سلجوقی، تقویم انسان
- وګورئ: احمد رشید، اسلام پیکارجو در آسیای میانه، تهران، ناشر ابراهیم شریعتی، 1387
- وګورئ: سید قطب، العدالة الاجتماعیة فی الاسلام، اهداء کتاب در مقدمه.
- وګورئ: محمد محق، چشمها را باید شست، ص 24
- وګورئ: حسن البنا، مجموعة الرسائل، رسالة التعالیم.
- وګورئ: ابو الاعلی المودودي، نحن و الحضارة الغربیة، و ابو الحسن الندوي، تفسیر سورة کهف.