لیکوال: محمد محقق
ژباړن: ډاکتر محب زغم
پوهنتون، علم که ایډیالوژي
اغلب ټولنې له دوه ډوله معرفت او علومو سره سروکار لري. یو ډول یې معمولاً به اکاډیمیکو مرکزونو کې د څېړونکو له خوا وړاندې کېږي چې مقصد یې کشف او شناخت وي او عمدتاً دا هڅې معرفت ته معطوف وي. بل ډول علم وزمه مسایل دي چې د ډلو یا حکومتونو له خوا قدرت ته د رسېدو یا د قدرت د ټینګولو په موخه عرضه کېږي او اصلاً قدرت ته معطوفې هڅې وي. دا دویم ډول یې ایډیالوژي بلل کېږي چې غالباً له علم سره په تقابل کې وي. د ایډیالوژۍ د تعریف په اړه خبرې ډېرې دي او ویل کېږي چې د ټولنیزو علومو په اصطلاحاتو کې دا یوه تر ټولو پېچلې اصطلاح ده. په یوه مشهور تعریف کې ایډیالوژي کاذب معرفت بلل شوې ده او په بل تعریف کې، قدرت ته معطوفه فکري وسیله. که تعریف یې هر څه وي خو مطلب یې د افکارو او معلوماتو هغه ډله ده چې وار له مخې برابره او بسته بندي شوې ده چې ځینې خاص باورونه د حقیقت په حیث پر ټولنه ومني.
د کاذبو معلوماتو په توګه ایډیالوژي د علم پر وړاندې درېږي. علم د استدلال، څېړنې، مطالعې، ارزونې او ازمایښت له لارې حاصلېږي. په علمي هڅو کې اصل دا دی چې څېړونکی د امکان تر بریده له ناازمویل شوي وارله مخکې قضاوته ځان وساتي او د تحقیق او ازمایښت منطق ته غاړه کېږدي. په دې میتود کې هېڅ شی د حقیقت تر کشف او پېژندنې مهم نه دی او څېړونکی خپل ټول وس کوي چې د تحقیق په کار کې نوې زاویه پرانیزي. دا چې په علمي کار کې له پیله د تېروتنې احتمال مفروض ګڼل کېږي نو د تعصب په لومه کې د نښتلو احتمال کمېږي. دا چې تېروتنه محتمل ګڼل کېږی نو د علمي نظریاتو په اړه د نظر د نوي کولو امکان له منځه نه ځي او څوک چې په دې ډګر کې کار کوي، په قدسي او نورو ماورایي لقبونو نه نازول کېږي.
په ایډیالوژۍ کې بیا کار یو مخ د دې اپوټه دی؛ نظرونه په قاطعیت او جزم سره وړاندې کېږي، د حقایقو اشناوالی وار له مخې مفروض وي نو په حکمونو کې خطا پخپله منتفي ګڼل کېږي. همدارنګه د ایډیالوژۍ وړاندې کوونکي د ایزدي جلال خاوندان او د غیرمتعارفې پوهې څښتنان ګڼل کېږي.
د علم یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې څومره د ځواب په لټه کې وي، هماغومره یا تر هغه لا زیات په نویو پوښتنو پسې ګرځي. حال دا چې ایډیالوژي د پوښتنو او نقد دښمنه ده او هر ډول کنجکاوي او د جزیاتو پلټنه ځان ته ګواښ ګڼي.
د پوهنتونونو او اکاډیمیکو مرکزونو تاسیسول اصلاً د دې لپاره وي چې د لا زیات معرفت په تولید سره، پر علم دښمنه ایدیالوژي باندې میدان تنګ کړي. خو د مختلفو هېوادونو تجربې ښيي چې ایډیالوژۍ په کراتو پر علم باندې میدان تنګ کړی او ان د علم اصلي ځالې (پوهنتونونه) یې نیولې دي. په پوهنتونونو کې د ایډیالوژي واکمنۍ دا ځایونه پر داسې لارې روانوي چې د علم او معرفت د تولید پر ځای، د مرکب جهل پر تکثیر، د جزمي باورونو پر پېچکاري کولو، د تعصب اور ته پر لمن وهلو، او پر بې اساسو باورونو د شک، تردید او ترسیخ د لارې پر بندولو لګیا شي.
د افغانستان په خاصه تجربه کې وینو چې تر جنګ په مخکې کلونو کې په پوهنتونونو او روزنیزو محیطونو کې دوو ایډیالوژي ګانو راج چلاوه، یوه یې چپي ایډیالوژي وه چې د روسي – چیني له فکري ادبیاتو یې الهام اخیستی و، بله مذهبي ایډیالوژي چې له ځینو ایراني، پاکستاني او مصري سرچینو څخه یې الهام اخیستی و.
تر کمونیستي کودتا وروسته، لومړی بهیر د واک پر ګدۍ کېناست او رسمي پوهنتونونه یې په خپلو منګولو کې ونیول. رقیب بهیر یې بیا د جهاد او مهاجرت له سنګره پرې راودانګل. د کمونیستي حکومت له راپرځېدو سره مذهبي بنسټپالنه په حاکمه ایډیالوژي بدله شوه او لا سخته نسخه یې چې له اسلامه په طالباني تعبیر کې راڅرګنده شوه، څو کاله پر خلکو حکم وچلاوه او پوهنتونونه یې له سېکه وغورځول.
د طالبانو له راپرځېدو سره تمه کېده چې د پراخ بنسټه ډیموکراټیک حکومت په جودېدو سره به پلورالیزم ته لاره هواره شي او پوهنتونونه به د هر ډول ایډیالوژیو له واکمنۍ خلاص او خپل اصلي رسالت ته به راستانه شي. تمه کېده چې پوهنتونونه به د دې بحران ځپلې ټولنې د ستونزو غوټې پرانیزي او د ژور بدلانه لپاره به لاره هواروي چې نوی نسل د تړلیو مقولو له دایرې ووځي، تاریخ تېرو مراجعو ته شا کړي او پخپله په جسارت سره د عقلانیت لاره خپله کړي.
اوس یوه لسیزه وروسته، وینو چې د اکاډیمیکو مرکزونو د شمېر له زیاتوالي سره سره، د دې چارې په تحقق کې شکونه شته ځکه په دې ملک کې پوهنتونونه د علم او ایډیالوژۍ په دوه لاري کې حیران دریان ولاړ دي.
ایډیالوژیکه تګلاره په دوو لارو ترسره کېږي، یوه د استاد او بله د موضوع او درسي مضمون لاره. که استاد پخپله د یوې ایډیالوژۍ پیرو وي، که یې مسلک او د تدریس موضوع هر څه وي، بیا هم کولای شي خپله ایډیالوژۍ خپره او ترویج کړي. په دې لحاظ هر درسي مضمون او هر تدریسي ټولګی به یې دې کار ته فرصت برابروي. خو کله کله بیا خاص درسي مضمونونه وي چې مشخصاً د یوې خاصې ایډیالوژۍ د ښوولو لپاره تدریسېږي. په پخوانۍ لیبیا کې د قذافي «شین کتاب»، په ایران کې تر انقلاب وروسته «اسلامي معارف»، په ډېرو پخوانیو کمونیستي ملکونو کې «سیاسي فلسفه»، او په افغانستان کې تر کمونیستي حکومته وروسته «اسلامي ثقافت» د دې مضمونونو نمونې دي.
که استاد پخپله په ایډیالوژیو باورمند نه وي او علمي اخلاق او اداب تر پښو لاندې نه کړي، ان همدا ځانګړي مضمونونه هم کېدای شي د پوهنتون له شأن سره سم په علمي میتود تدریس شي او د محصلانو له علمي ودې سره مرسته وکړي.
خو که داسې ونه شي، دا مضمونونه دا فرصت برابروي چې بشپړه ایډیالوژي د محصلانو ذهن ته تلقین شي او د هغوی له لارې په ټولنه کې پېچکاري شي. په دې صورت کې به پوهنتون د دې پر ځای چې د ټولنې پر زخمونو مرهم کېږدي، د تیت و پرکوالي درزونه بخۍ کړي، د زغم او مدارا اندازه زیاته کړي او د فضیلت او لویوالي لارې وښيي، پخپله به د تاوتریخوالي، کرکې، تعصب او افراطیت په مرکز بدل شي. نو بیا به دا عجیبه نه وي چې هغه استاد چې د فکر کولو جرأت کوي، وګواښل شي او که یو محصل پر دې لاره ګام کېږدي، ورځ به یې بده شي.
که له دې لیدلوري د افغانستان اوسنیو پوهنتونونو ته وکتل شي، وبه لیدل شي چې ایډیالوژۍ د ساه اخیستلو مجال چا ته نه ورکوي او د علمي هلو ځلو بازار سوړ دی. که د ځینو استادانو له ایډیالوژیکو تعلقاتو او د اکاډیمیکو کارونو له میتودونو او ادابو سره د ځینو له نابلدۍ ورتېر شو، د «اسلامي ثقافت» مضمون چې د ټولو پوهنځیو او ټولو رشتو لپاره الزامي مضمون دی، د ایډیالوژیکو مفکورو د ترویج عمده لاره ګڼلی شو. د دې خبرې مانا دا نه ده چې دا مضمون دې حذف شي ځکه په مذهبي ټولنه کې له دیني مفاهیمو سره اشنايي د منلو ده او څوک د دې قضیې له اصل سره مخالف نه دي، خو نیوکه د دې مضمون د ښوولو پر میتود کېږي.
مثلاً د دې مضمون په ترڅ کې اسلامي عقاید او نړۍ لید، د دین او سیاست تر منځ رابطه، د اسلام اقتصادي نظام، د مسلمانانو د تېر تاریخ تحلیل او د دوی د تمدني صعود او نزول عاملونه، په اوسني عصر کې د مسلمانانو د کمزورۍ او په علمي – تمدني تولیداتو کې د دوی د تت نقش عاملونه او داسې ډېر نور موضوعات مطرح کېږي.
د علمي میتود غوښتنه خو دا ده چې د هرې تخصصي موضوع اصطلاحات، تاریخچه، د لومړۍ درجې منابع، وتلي صاحب نظران، په اړه یې مختلف لیدلوري او داسې نور مسایل په بې طرفانه ډول او په علمي امانت دارۍ سره محصلانو ته تشریح شي، او بې له دې چې استاد د محصل پر ځای وروستۍ نتیجه وښيي، محصل مطالعې او څېړنې ته وهڅوي. د دې موضوعاتو متخصصانو ته جوته ده چې د هرې موضوع په اړه مختلف نظرونه او لیدلوري شته او هره ډله خپل دلیلونه لري نو دا د محصل حق دی چې د ټولو په نظرونو خبر شي چې وروسته یې سره پرتله کړي، ویې ارزوي او په پای کې یې خطا او صواب سره بېل کړي.
خو ایډیالوژیک میتود دا شی نه شي زغملای او په هره موضوع کې غالباً هغه خبره کوي چې بنسټپالو بهیرونو کړې ده او محصل ته دا خبره د یوازینۍ سمې خبرې په صفت کوي. هغه استاد چې په ایډیالوژۍ پورې تړلی دی، له هماغه پیله هوډ لري چې د هر بل تعبیر پر ردولو او نفي کولو سربېره، د نورو تعبیرونو د خاوندانو پر ضد د محصل په ماغزو کې د کرکې زړي وکري. طبیعي ده چې په دې میتود کې د اکثرو موضوعاتو په اړه ناقص تعبیرونه وړاندې کېږي او غیر له هغو تعبیرونو چې د استاد د منلو وړ دي، له نورو تعبیرونو سره داسې چلند کېږي چې یوازي کمزوري ټکي یې ځلول کېږي. بله مسأله دا ده چې د استدلالي میتودونو پر ځای، د عواطفو د راپارولو او خطابي میتودونه غوره کېږي او د بې طرفانه تحقیق اداب له پامه غورځول کېږي.
تر دې عجیبه لا دا چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د مختلفو ایډیالوژیو پلویان پر دې هم بسنه نه کوي او له پوهنتونه بهر له ځینو واک غوښتونکو بهیرونو سره پټ ایتلاف جوړوي او کله چې په بحث او استدلال کې خپله ناتواني احساس کړي، هڅه کوي چې له اکاډیمیکو محیطونو بهر خپل ایتلافي ځواکونه واټونو ته راوباسي او د مخالفانو آواز تربت کړي.
په علمي کار کې د نظرونو تنوع د ودې او بلوغ نښه ګڼل کېږي خو په ایډیالوژیک کار کې هماغه ایکي یو نظر هم د میتود په لحاظ او هم د حقانیت په لحاظ، سم ګڼل کېږي.
دا ستونزه په افغانستان پورې متخصه نه ده، بلکې ډېرې ټولنې ورسره لاس و ګرېوان دي، په تېره بیا هغه هېوادونه چې پر ایډیالوژیو ولاړ حکومتونه لري. خو دا ستونزه په افغانستان کې لا زیاته او لا خطرناکه ده ځکه چې د دې ټولنې نازک عمومي امنیت زر ماتېدای شي او د ساتلو لپاره یې داسې هڅو ته اړتیا ده چې عقلانیت، زغم، پخلاینه، مدارا او نور اخلاقي فضایل ورسره زیات شي. دا تمه تر ټولو زیاته له معارف خصوصاً د عالي زده کړو له موسسو څخه کېږي. پر پوهنتوني محیطونو د ایډیالوژۍ او ایډیالوژیکو بهیرونو واکمني د کړکېچ او تقابل خطر یو په دوه زیاتوي او ورسره دا ماتېدونکی وضعیت لا خرابېږي.
له دیني مقدساتو څخه د وسیلې په توګه استفاده
په دې وروستیو کلونو کې دود دا دی چې څنګه د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاوي په اړه کومه شایعه او ګونګسه خپره شي، سم له واره توند او غوسه ناکه غبرګونونه پیلېږي. مثلاً هله چې امریکايي پادري تري جونز قران مجید ته اور واچاوه یا په بګرام کې د ورته پېښې شایعه خپره شوه، جدي تاوتریخوالي رامنځته شول او په ځینو موردونو کې بې ګناه انسانان ووژل شول، لکه د 2011 په اپریل کې په مزار شریف کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید.
دا چې په شریعت کې د قران د سوځولو حکم څه دی، له هغه چا سره چې دا کار یې کړی باید څه وشي، او دا چې دا عمل په مسلمان هېواد او غیر مسلمان ملک کې سره څه توپیر لري، فقیهان او شرعي صاحب نظران ورباندې یوه خوله نه دي خو ظاهراً په داسې وختونو کې څوک په فقهي خبرو پسې نه ګرځي او ګواکې «له شافعي څخه څوک د دې مسایلو پوښتنه نه کوي.»
د نړېوال عرف له مخې، د ملتونو مقدساتو ته سپکاوی غیر اخلاقي او بد عمل دی چې معمولاً د ملګرو ملتونو او د هېوادونو د سروالو له خوا غندل کېږي او د داسې اعمالو تکرار د نظم او امنیت خرابوونکي او د ملتونو تر منځ د کرکې او دښمنۍ سبب ګڼل کېږي. نو څوک چې عقل او درایت ولري، داسې پېښو ته په ښه سترګه نه ګوري.
په پخوانیو موردونو کې په نورو اسلامي ملکونو کې عمدتاً سوله ییزې مظاهرې وشوې یا د اړوندو رسمي بنسټونو له خو�� غبرګون وښودل شو خو چا ته اجازه ورنه کړل شوه چې د ټولنې عمومي نظم د یو داسې کس تر ماجراجويۍ ځار کړي چې د اخلاقو او ادب حد اقل یې هم نه دی زده کړی او دا کار یې ظاهراً یوازې د ځان د ښودولو او د شهرت د ګټلو لپاره کړی دی.
خو هغو کسانو چې په افغانستان کې د دې اعمالو پر ضد غبرګونونه وښودل، په دې اړه یې د فقهي احکامو پروا ونه کړه او د نړۍ د سیاستوالو او رهبرانو له خوا د دې پېښو غندنه هم ورته بابېزه ښکاره شوه. په دې منځ کې داسې عناصر او ډلې هم وې چې په ظاهره خو غوسه او عصبي ښکارېدې خو په باطن کې له دې کاره چندانې خپه هم نه وې ځکه چې ورته دا فرصت په لاس ورغلی و چې د لارو واټونو نبض په خپل لاس کې ونیسي او د سیاسي – ټولنیزو تحرکاتو مشري وکړي خو تر دې مخکې یې دا ارمان په اسانۍ سره نه پوره کېده.
هماغه مهال ځینو څارونکو دا پوښتنه مطرح کړه چې ولې به د هغه چا د جرم په خاطر چې د دنیا په هاغه بل سر کې یې کړی دی، دلته داسې خلک ووژل شي چې په دې قضیه کې هېڅ نقش نه لري؟ اصلاً د بې ګناه وګړو قتل ته کومه شرعي توجیه شته؟
ځینې شنوونکي باور لري چې دا توند و تېز غبرګونونه د اسلام له مقدساتو څخه د دفاع لپاره نه وي ځکه د هر دین پیروان د خپل مذهب د ښه معرفي کولو لپاره نورې بهترې او اخلاقي لارې لري لکه د ناروغانو له درملنې سره مرستې، بېوزلو سره مرسته، د بې کوره وګړیو لاسنیوی، د معارف او ښوونځیو پراختیا او ګڼې نورې لارې چې د دفاع غوره لارې او هر هغه چا ته کلک ځوابونه دي چې د دوی پر دین نیوکه کوي.
په ځینو نورو اسلامي ملکونو کې ځینو ډلو عملاً له دې تمدني لارې ګټه واخیسته او په ځینو ښو پروګرامونو لکه پر نامسلمانانو د شیرینیو او نورو سوغاتونو په وېشلو سره وغوښتل هغه بلاغواړي پادري او نورو ملګرو ته یې دا وښيي چې د قران پیغام د دښمنۍ او خشونت پیغام نه دی.
په افغانستان کې د طالبانو د خشونت نیت او انګېزه ځکه تر پوښتنې لاندې راځي چې دوی د قران مجید د سوځولو په پېښو کې دوه ګونی چلند کوي. کله چې دا کار د ناټو د غړو هېوادونو کوم وګړی کوي، په دې چې ګاونډي ملکونه مو له هغوی سره نه دي جوړ، ان که دا یوازې ګونګسه هم وي نو تبلیغاتو ته زور ورکوي چې د ځوانانو احساسات راوپاروي، اهل منبر د ځان ملګري کړي او په هېواد کې د غوسې او قهر داسې فضا خوره کړي چې د بحث او پوښتنې ځای پاتې نه شي. خو که پخپله طالبان او په ګاونډیو ملکونو پورې تړلې ډلې قران ته اور ورته کړي، بیا هېڅ غږ نه پورته کېږي او هېڅوک یې نه غندي، دا خو لا پرېږده چې څوک دې یې پر وړاندې توند غبرګون وښيي.
پوښتنه دا ده چې که د کندوز په جامع جومات کې د ځانمرګي برید په وجه یا د غزني پر یوه ښوونځي د برید په وجه قران وسوځول شي یا دا چې د دولتي چارواکو د وژلو لپاره بم په قران کې کېښودل شي نو دا قران سوځونه له هغې قران سوځونې سره څه توپیر لري؟
اصلي خبره دا ده چې د دې ډول اعمالو پر ضد غبرګون، دوی ته کومه سیاسي ګټه نه لري نو همداسې ښوی یې تر څنګ تېرېږي او دې ته ګوري چې کله به د ناټو یو ناپوه سرتېری په دې کار لاس پورې کوي چې دوی بیا شور ماشور جوړ کړي، منبرونه په خوټېدو راولي، د رسنیو بازار ګرم کړي او د دین محتکر جماعتونه په کې خپله سودا وکړي.
د افغانستان او پاکستان په جوماتونو او مکتبونو کې په کراتو د طالبانو د عملیاتو په وجه هم د جومات حرمت مات شوی او هم قران په کې سوځېدلی او بې ګناه لمونځ کوونکي وژل شوي دي خو نه چا یې پر ضد مظاهره کړې ده، نه د منبرونو خاوندانو غندلي دي او نه د خلکو غوسه ورته پارېدلې ده.
له ځینو مشهورو منبروالو سره لیکوال خبرې کړې دي او هغوی د طالبانو پر وړاندې د غبرګون په اړه دا عذر وړاندې کړی چې دا کار خطرناک دی او موږ نه شو کولای د طالبانو دښمني واخلو. خو همدا خلک د حکومت او نړېوالو ځواکونو پر ضد، او ان د بشري حقونو د موسسو او نورو هغو کسانو پر ضد چې د تاوتریخوالي خلک نه دي، له خبرو ډډه نه کوي. ګواکې د جابر (ظالم) سلطان په مخ کې د حق خبره کول دلته مصداق نه لري او یوازې دا مانا ځنې اخیستل کېږي چې یوازې د حکومت پر ضد به غږېږې او حکومت هم داسې بې داړې او بې منګولې زمری دی چې پر چا یې زور نه دی بر.
هغه د «یو بام او دوه هوا» دوه ګونی چلند اوس یو له هغو معیارونو څخه دی چې ورباندې کولای شو د دیني مقدساتو د دفاع په پلمه د دوی د سیاسي او ګوندي اجنډا پل پیدا کړو. کېدای شي پر دې پدیدې غور او ژور فکر له دینه د وسیلې په توګه استفاده لا بربنډه کړي او خلکو ته دا وس ورکړي چې غرضي شعارونه له رغوونکو طرحو بېل کړي او ویې پېژني.