د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال شل اوریز جام غوراوي پړاو سیالیو کې له ګډون، د پنځم مقام له اخیستو او د ۲۰۱۶ نړیوال شل اوریز جام سیالیو ته له لارموندنې وروسته نن هیواد ته راستنه شوه.

ملي لوبډلې ته د ښه راغلاست وییلو لپاره د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر ته د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی، د جمهوري ریاست عامه پوهاوي او اړیکو ریاست معاون فریدون الهام، د اطلاتو او کلتور وزارت ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات، د ولسي جرګې غړي، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر منسوبین، د کرکټ بورډ کارکونکي، د کرکټ زرګونه مینه وال او د رسنیو همکاران ورغلي وو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د ملي لوبډلې هر کلي پر مهال ووییل چې، افغان لوبډلې په خورا زړورتوب سره د کرکټ نړیوال شل اوریز جام غوراوي پړاو سیالیو کې ونډه واخیسته او پنځم مقام یې خپل کړ. ملي لوبډلې ددغو سیالیو بریالیو لوبډلو ته ماتې ورکړه او د څلورم ځل لپاره یې د نړیوال شل اوریز جام سیالیو ته چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې په هندوستان کې ترسره کیږي، لارمونده وکړه. ستانکزي زیاته کړه چې، د افغانستان کرکټ بورډ اداره به د نړیوال شل اوریز جام سیالیو لپاره ځانګړی چمتووالی ونیسي او ملي لوبډله به له هره اړخه چمتو د هند په لور ولاړه شي.

د جمهوري ریاست عامه اړیکو او پوهاوي ریاست معاون او د کرکټ بورډ غړي فریدون الهام د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو ته د ملي لوبډلې لارموندنه د ټول ولس ویاړ وبلله او ویې وییل چې، د لوبغاړو غوره لوبې بیا هم نړیوال شل اوریز جام سیالیو ته په لارموندنې سره د ولس پر شونډو د ویاړ موسکا خپره کړه.

ملي لوبډله د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر څخه تر ادارې پورې د کرکټ ګڼ شمیر مینه والو په بدرګه راغله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *