نېټه: ١٣٩۴-۵-۷

کندهار، افغانستان- نن په کندهار کي د افغان مؤرخ کانديد اکاډميسين محمدابراهيم عطايي د زوکړې د ۸۵يمي کاليزي په وياړ سيمينار جوړ سو.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، په دغه يوه ورځني سيمينار کي چي د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمدګلاب منګل، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، د وزارت سياسي معين عبدالغفور لېوال، د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي او ګڼ شمېر ليکوالانو او فرهنګيانو ګډون کړی وو، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په مالي لګښت او د ولايت مقام په همکارۍ په ښاروالۍ رياست کي جوړ سو.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د ولسمشر محمداشرف غني پيغام وړاندي کړ او په پيغام کي راغلي ول چي ارواښاد محمدابراهيم عطايي يو پياوړی مؤرخ او فرهنګي شخصيت وو او له وزارت څخه يې مننه کړې وه چي د نوي نسل د پوهولو لپاره يې دا ډول سيمينار جوړ کړی دی.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمد ګلاب منګل وويل کندهار د اديبانو، فرهنګيانو او مورخينو مرکز دی چي له دې ډلي څخه ارواښاد عطايي صاحب هم دی. نوموړی د ارواښاد عطايي پر فرهنګي او اجتماعي هڅو په هر اړخيز ډول وږغېد او هيله يې وښوده چي په کندهار کي نور هم دا ډول علمي سيمينارونه جوړ سي.

2د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وويل ارواښاد عطايي د پښتو ژبي او کلتور د ودي او د تاريخ په برخو کي ډېري هلي ځلي کړي دي. نوموړي له ياد وزارت څخه ځانګړې مننه وکړه چي داسي يو علمي سيمينار يې جوړ کړی دی.

تر ويناوو او پيغامونو وروسته يو شمېر ليکوالو او څېړونکو د ارواښاد عطايي په اړه څېړنيزي مقالې وړاندي کړې. د سيمينار په پای کي د لیکوالو او څېړونکو له خوا د پرېکړه ليک په ډول يو شمېر غوښتني وسوې او هغه داسي چي د ارواښاد عطايي ناچاپ اثار دي چاپ سي او د هغه په نوم دي يو ښوونځی يا يو څلورلاری ونومول سي.

کانديد اکاډميسين محمدابراهيم عطايي ۸۵ کاله وړاندي د کندهار په اوله ناحيه کي زېږېدلی او په ۱۳۸۰ هجري لمريز کال کي وفات سو. له ارواښاد څخه ګڼ شمېر تاريخي، علمي او اجتماعي اثار پاته دي چي د څو نومونه يې په لاندي ډول دي:

۱- د پښتونستان مسئله د حق او خود اراديت په رڼا کي.

۲- هلمند تياتر.

۳- د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس.

۴- د آسيا په زړه کي توپان

۵- ملي هينداره د اجتماعي څېړنو له نظره.

۶- د بلوڅو آزادي بخښونکو جنبشونو ته يوه کتنه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *