لیکوال: موریس لیلان
ژباړن: نصیر احمد احمدري
پولیسي ناول
——————————-
٥_ زما خواته راشئ!
په لنډ وخت کې لوڅه ونه د صليب په شکل جوړه شوه، ورسکي وويل:
_ملګرو، په تاسو دواړو کې يو بايد ونې ته ور وخيژې؛ د پړي دواړه څوکې د صليب له اړخونو راتېرې کړي او لاندې يې راوغورځوي، هله نو، کونورا! ته ونې ته په ختلو کې چټک يې.
ځواب يې وانه ورېد.
ورسکي وويل:
_دا کار بايد په څو دقيقو کې بشپړ کړو.
کونورا غلی و.
ورسکي وويل:
_اوتو يا کونورا ، په تاسو دواړو کې بايد يو ونې ته ور وخېژي.
بيا يې هم څه وانه ورېدل:
ورسکي چيغه کړه!
_احمقانو، زما خبره نه اورئ! په لومړی ورځ مې غوږونه در خلاص کړي وو چې له مانه به په پټو سترګو اطاعت کوئ.
کونورا وويل:
_موږ ستا هر امر منلی دی، خو اوس بايد خبره سپينه شي؛ په ګنج کې به زموږ برخه څومره وي؟
ورسکي وخندل:
_په خپل رييس دومره بې باوره ياست!
د اوتو او کونورا سرونه وځړېدل.
ورسکي وويل:
_سمه ده، د معجزې تيږه يې زما، خو تاسو دواوړو ته به دوه دوه سوه زره فرانکه درکړم.
اوتو وويل:
_موږ هر خطر ته غاړه کېښوده، خو اوس بايد سپين وغږېږو! موږ د معجزې په تيږه کې هم حق غواړو.
ورسکي وويل:
_دا خبرې به بل وخت ته پرېږدو؛ اوس تر دې مهم کارونه لرو. بس، د ګنج تر لاسه کولو ته لنډ وخت پاتې دی؛ څو دقيقې يا هم لږ ډېر، يواځې څو ساعتونه.
اوتو وويل:
_له کومه دومره ډاډه يې؟
_اې احمقه! رييس دې خام کار نه کوي؛ ما دا دومره قتلونه بيځايه نه دې کړي؛ پلان لرم. ډېر ژر به د ګنج دروازې درته پرانيستل شي.
اوتو وويل:
_هماغه دوزخي دروازې چې ماکونوک يې په اړه راته ويلي !
_زړه دې هر نوم چې ورکوې، خو دا دروازې موږ تر ګنجه رسوي.
ورسکي غلی شو؛ پورته يې وکتل؛ لا يې هم پر مخ د واورې ساړه بڅرکې لګېدل؛ ويې ويل:
_ماکونوک د دې جزېرې يو پخوانی کب نيونکی و؛ ده د ګنج په اړه له خپل پلار او نيکه ډېرې خبرې اورېدلې وې. کنټ هرژمون په دې جزيره کې کلونه تېر کړل او د ماکونوک په مرسته يې د ګنج ځينو اسرارو ته لار موندلې وه، خو ما کنټ هرژمون وواژه؛ هغه ته مې دا موقع ورنه کړه چې تر ګنجه ورسيږي؛ له ماکونوک نه مې هم په زور ځيني خبرې تر لاسه کړې؛ وروسته مې ککرۍ ور سوری کړه. زه يواځينی کس يم چې ګنج ته د رسيدو پر اسرارو پوهېږم. نو مه وېرېږئ! تاسو هر يو به د دوه سوه زرو فرانکو خاوندان شی.
اوتو وويل:
_دوکه خو به نه راکوې؟
ورسکي چيغه کړه!
_ته خپل رييس ته بې احترامي کوې!
اوتو وويل:
_خو تا ژمنه کړې وه چې که ګنج پيدا شو نو د ټولو تر مينځ به په مساوي توګه وېشل کېږي.
ورسکي په نرمه ژبه وويل:
_سمه ده، اوس هم په خپله ژمنه ولاړ يم.
اوتو لاس ور وغځاوه:
_نو زموږ حق راکړه!
ورسکي وخندل:
_احمقه! تر اوسه خو لا ګنج نه دی پيدا شوی.
ته دروغ وايې، کله چې دې د ارشينان خويندې پر صليب راځړولې، په هغوی کې دې د يوې له جېبه ډکه کڅوړه پيسې راوايستې، خو ځان دي غلی ونيو.
ورسکي وويل:
_دا واقعيت نه لري.
هوتو په خبره کې ور ولوېد:
_تر اوسه مو ستا هره خبره په پټو سترګو منله، خو موږ هم انسانان يو؛ پيسو ته ضرورت لرو؛ په هغه کڅوړه کې سلګونه زره فرانکه ول، سم نه وايم؟
ورسکي وخندل:
_سم وايې! خو تر اوسه مې نه دې شمېرلې!
اوتو وويل:
_ښه نو، زموږ برخه ترې را بېله کړه.
_که داسې ونه کړم نو بيا؟
_خبره جنجال ته مه بيايه!
ورسکي وخندل:
_ورسکي داسې څوک نه دی چې له دوو نفرو وډار شي.
اوتو وويل:
_خو موږ درې نفره يو.
ورسکي په حيرانۍ وپوښتل:
_ښه نو، درېيم څوک دی؟
_هغه د اسپانيول يو اوسېدونکی ځوان دی، هغه څوک چې لږ مخکې يې سپينې جامې اغوستې وې او تا ډزې ورباندې وکړې.
ورسکي چيغه کړه!
_نو تاسو له ما سره خيانت وکړ!
غلی شو، دی پوهېده چې خبره خرابيږي، ځکه يې جيب ته لاس کړ؛ کڅوړه يې را وايسته او پر ځمکه يې وغورزوله. ويې ويل:
_واخلئ، ته او کونورا يې سره نيمې کړئ!
اوتو کڅوړه ورپورته کړه، ويې ويل:
_مننه، دې پيسو په ما او کونورا پورې اړه لرله.
ورسکي په پوست غږ وويل:
_خو دا ځای د دې خبرو نه و. خير، له دې وروسته مو نه خپه کوم؛ راځی، تياره ده، کار تمام کړئ.
ټولو په ګډه په ګاډۍ کې پرته ښځه ور پورته کړه او پر صليب يې را وځړوله.
ورسکي وويل:
_په تاريخي کتيبو کې ليکل شوي، د ګنج دروازې هغه وخت پرانستل کېږي چې په بې پاڼو ونو باندې څلور انسانان پر صليبونو را ځوړند شي، اوس څلور پوره شول.
نا څاپه چاودنې ته ورته لوړ غږ پورته شو؛ ځمکه ولړزېده او د ګراندن د سړک يوه برخه سپينې رڼا ونيوله.
ورسکي او ملګري يې بې حرکته ولاړ وو؛ دوی تور لوګي ته کتل چې د اور پر سر راګرځېده.
کونورا وويل:
_وګورئ! د ګراندش د سيمې ونو اور اخيستی!
ورسکي په خوشالی وويل:
_د ګرانديش د سيمې اور اخيستنه د معجزې د تيږې د پيدا کېدو لومړۍ نښه ده.
ورسکي لاسي بتۍ بله کړه؛ درې سره په بيړه لاندې لاړل، خو ډېر ژر ځای پر ځای ودرېدل؛ ځمکه چاودلې وه او رڼا له هماغه ځايه راوتله.
ورسکي وويل:
_په ما پسې راځئ!
درې سره تر ونو تېر شول؛ يو ځای ودرېدل؛ په ځمکه کې سمڅې پرې شوې وې؛ رڼا له همدې سمڅو راوتله.
ورسکي وويل:
_بايد يوې سمڅې ته ور کښته شو!
خو کونورا حرکت ونه کړ.
ورسکي وويل:
_احمقه! چانس له لاسه مه ورکوه!
کونورا په خبره کې ور ولوېد:
_ماکونوک د دې غارونو په اړه راته ويلي و چې دوزخ همدلته دی او که څوک دې غارونو ته ورکښته شي، اور اخلي.
ورسکي وويل:
_ښه نو، اوس چې په شپه کې وېرېږی، دا کار به سبا ته پرېږدو. اوتو ! ته پريورې ته لاړ شه؛ وږي يو؛ خواړه او شراب راوړه؛ هو رښتيا ، تبر دې هم هېر نه شي.
اوتو په تياره کې ورک شو؛ خو کله چې بېرته راغی، باران زور اخيستی و.
شپه يې د ماکونوک په باغ کې تېره کړه؛ سهار وخته بېرته راغلل؛د يوې سمڅې خوله يې پر تبر ازاده کړه. سمڅې ته تنګې ډبرينې زينې کښته شوې وې. درې سره لاندې لاړل؛ څومره چې مخکې تلل تياره ډېرېدله؛ وروسته پراخ ځای ته ورسېدل؛ ورسکي بتۍ ولګوله؛ يودم شاته لاړ؛ غار د انسانانو له اسکليټونو ډک و.
ورسکي وويل:
_شل پېړۍ مخکې دلته دولس کسان اوسېدل؛ دا د هغو دولسو کسانو هډوکي دي؛ دوی د پاچا مقبره ساتله؛ ورسکي له شلو پېړيو وروسته لومړنی انسان دی چې دلته راځي.
ورسکي غلی شو؛ د خپل تندي خولې يې پاکې کړې، ويې ويل:
_په زندان کې يوه تاريخ پوه بندي دا معلومات راکړي و چې دولسو نفرو د پاچا له مقبرې څخه ساتنه کوله. اوس مو همدا ځای پيدا کړ؛ ډاډه يم، ګنج هم همدلته دی.
ورسکي څو ګامه واخيستل؛ ډبرينه دروازه يې خلاصه کړه؛ په کوټه کې هيڅ هم نه و؛ دوهمې کوټې ته ورغی؛ بتۍ يې واچوله؛ کوټه تشه وه، يوې دروازې ته يې پام ور واوښت؛ له دروازې يې د غڼو ځالې لرې کړې. د مثلث په شکل يوه درې کونجه لويه کوټه يې سترګو ته ودرېده. د کوټې له چت څخه سپينه نرۍ رڼا را لوېدلې وه. ورسکي ځير شو، چت سوری و، رڼا له هماغه ځايه راتله.
ورسکي شاوخوا وکتل؛ يو ځای وړې تيږې راټولې وې؛ د تېږو تر څنګ فلزي لکڼه ښکارېدله؛ لکڼه تر نيمايي پورې په ځمکه کې ننوتې وه.
ورسکي ور نږدې شو؛ پر لکڼې د خاورې يوه ذره هم نه وه ناسته؛ سپينه رڼا ترې پورته کېدله.
ورسکي لاس ور وغځاوه؛ د کونورا چيغې يې ګوتې خلاصې پرېښودلې.
_مه!
د ورسکي رنګ والوت:
_ولي؟
_ماکونوک راته ويلي و چې که څوک دې لکڼې ته لاس ور وړې نو سوځي.
ورسکي وخندل، لکڼه يې له ځمکې را وايسته. لکڼه له زرو جوړه وه، خو په سر کې يې د مار شکل ښکارېده چې له سرپو جوړ شوی و.
ورسکي په ځير لکڼې ته وکتل؛ قيمتي غميو يې کمزورې رڼا کوله…
ورسکي وويل:
_دا خو به هماغه د معجزې تيږه نه وي؟
ورسکي متوجه شو چې د لکڼې سر تاويږي، خلاصه يې کړه، په مينځ کې يې تيږه وه. ورسکي ډبره را واېسته؛ ډبرې سره ځلا کوله؛ ورسکي په خوشالۍ چيغه کړه!
_دا هماغه د معجزې تيږه ده.
کونورا په بيړه وويل:
_اورې؟
ورسکي په حيرانۍ ورته وکتل.
کونورا وويل:
_غوږ ونيسه.
يو غږ راته؛ دا غږ به کله لوړ او کله هم ټيټ شو. غږ تر ډېره د انسان زګيروي ته ورته و، خو کله کله به داسې اواز پورته شو لکه يو څوک چې په خوب کې خرهاری کوي.
ورسکي په بيړه وويل:
_دا غږ د څنګ له کوټې راځي.
اوتو د ډبرينو مجسمو خواته اشاره وکړه؛ ورسکي د لاسي بتۍ رڼا ور واچوله؛ تر مجسمو ورهاخوا نرۍ لاره پرې وه، مخکې لاړ او زوروره چيغه يې له خولې راووته.
_هلته يو انسان دی، هلئ، دې خوا راشئ!
اوتو او کونورا منډه ور واخيسته؛ د لارې د پای په لويه کوټه کې يو ببر سری بوډا پروت و. ورسکي ور نږدې شو؛ بوډا خيرن ښکارېده؛ ټول مخ يې ژورو ګونځو نيولی وو.
ورسکي کېناست؛ بوډا ويده و.
ورسکي ورو وويل:
_معجزې پيل شوې؛ دا بوډا بايد د دې ځای کشيش وي.
اوتو وويل:
_زه خو په هيڅ هم نه پوهېږم؛ دلته څه روان دي!
ورسکي وخندل:
_تر اوسه خو هر څه سم دي. زنداني ملګري مې دې بوډا ته هم اشاره کړې وه.
کونورا په خبره کې ور ولوېد:
_خو زه داسې فکر نه کوم، دا به هماغه سړی وي چې موږ يې څارلو.
اوتو وويل:
_چټياټ مه وايه. خو زه يوه شي ته حيران يم؛ دې کمزورې بوډا به څنګه ځان تر دې ځايه را رسولی وي؟
ورسکي ټيټ شو؛ د بوډا لاس يې ونيو؛د هغه غوږ ته يې خوله ور نږدې کړه؛ ورو يې وويل:
_زه يم.
د بوډا شونډې ورپېدې؛ څو نامفهومه تورې يې له خولې راووتل، بېرته بېسده پرېووت.
يوه شېبه چوپه چوپتيا وه؛ وروسته بوډا وويل:
راغلل، راغلل…
څوک راغلل؟ بوډا څوک دی؟ ایا دوی رښتیا د معجزې تيزه موندلې؟ دي کي څه خوبايي ده؟