د بدلون اوونیزې سرلیکنه –
د وروسته پاتو ټولنو یوه له ځانګړنو څخه دا هم ده چې عادي خبرې جدي نیسي خو جدي مسایل بیا تر عادي هم معمولي بولي.
باور دی چې کله موږ دلته د کوشنیانو د پلاستیکي وسلو پر نه جبرانېدونکو اضرارو خبرې کوو نو ممکن ځینو په ژبه پوه کسانو ته لا هم سوال پیدا شي چې د یوه موډرن ګوند خپرونه څنګه په خپله سرلیکنه کې پر دومره پالتو او بې اهمیته سوژه باندې جدي بحث کولای شي؟ اما زموږ لپاره بیا دا د فاجعې تر حده ملي ستونزه ایسي چې خلک مو دغسې وسلو ته د خپلې تباهۍ د پیلامې په توګه جدي پام نه کوي.
دلته په ټول جدیت سره د تیرې روژې د وروستۍ لسیزې او کوشني اختر درو ورځو یو څو پېښې، چې زیاترو درنو هیوادوالو به اورېدلی خو هسې بابیزې ګڼلې وي، یووار بیا یوځایي درسره شریکې او په یوې څو فقریې تبصرې سره یې پای ته رسوو؛ ګوندې وي چې د یوه بامسؤلیته ګوند په توګه مو خپل ملي رسالت اداء او ګران وطنوال مو د دوی د ژوند یوې مهمې مسئلې ته متوجه کړي اوسي.
یو- د سرطان پر ۱۷- مه د ودان افغانستان ګوند د پکتیا ولایتي کومېټې له خوا په ګردېز ښار کې د پلاستیکي وسلو او د کوشنیانو د نورو خشونت زېږوونکو توکو د خرڅلاو و کارونې پر ضد د یوه کمپاین نوښت وشو؛ یو شمېر پکتیاوالو کوشنیانو د یوه کتابپلورنځي مخ ته په سمبولیکه توګه یو څو پلاستیکي توپکان و توپنچې ماتې او پر ځای یې قلمونه، کتابچې او کتابونه واخیستل، په دې توګه یې ټول افغانستان و جهان ته د جهل، جنګ و وسلې پر ضد د کرکې او پوهې، تعلیم او سولې سره د مینې آفاقي پیام ورساوه.
دوه- د سرطان پر ۲۱- مه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په اخترو و ښادیو کې پر ټکانو و پټاکیو د بندیز اعلان وکړ، دغسې کړنې یې د خلکو د آزار او مغرضو و مجرمو کسانو لپاره د سؤ استفادې د زمینې سبب و ګڼلې، دا یې پسې زیاته کړه چې پولیسو ۲۷ تنه پټاکۍ خرڅوونکي د قانون منګولو ته وسپارل او هم یې په دغه چاره کې له خلکو د مرستې غوښتنه وکړه.
د (و.ا.ګ) لپاره دا ځکه تر هر چا زیات د خوښۍ خبر وو چې وطنپالو مبارزینو یې تر دې مخکې لا، په پوره درک سره دا کار کړی او تر هر چا زیات دې سولییزې مبارزې او مرستې ته چمتو دی.
درې- د سرطان پر ۲۹– مه پژواک خبري آژانس ولیکل چې د اختر په ورځو کې د کابل په شمول یوازې په درو ولایتو کې د پلاستیکي وسلو په استعمال سره (۱۸۳) کوشنیان زخمیان شول.
په کابل کې د نور روغتون رئیس ډاکترمحمد یوسف برکي وویل چې د اختر په اوله ورځ ۴۲، پر دوهمه یې ۳۴ او پر درېیمه یې هم ۴۰ کوشنیان په وسلوالو لوبو کې ټپیان شوي؛ دا یوازې هغه شمېرې دي چې له دغه روغتون سره ثبت شوي خو دا چې په ټول هیواد کې به په دغسې تاوتریخجنو لوبو کې د وطن څومره نازک و ګلالي ماشومان زوکلېدلي وي نو تعداد یې یوازې خدای تعالی (ج) ته مالوم دی.
څلور- تر پورته ناوړو پېښو وروسته یووار بیا کورنیو چارو وزارت پر پلاستیکي وسلو د بندیز اعلان تکرار کړ؛ د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د سرطان پر ۳۱– مه یوې خبرې ناستې ته وویل چې دوی به د تجارت وزارت او صنایعو و اتاق تجارت په مرسته د پلاستیکي وسلو او نورو خطرناکو لوبتوکو د واردېدو مخه ونیسي.
ودان افغانستان ګوند ته دا مسئله ډېره مهمه ده او پر افغان چارواکو ږغ کوي چې د خپلو پرېکړو په عملي کولو کې زښت جدي اوسي او خپله دغه فیصله په سراسر افغانستان کې په یوه قوي قانون بدله کاندي، موږ له دوی سره همږغي، ملاتړي او هر وخت په دغه کمپاین کې ورسره ولاړ یو ځکه موږ پخوا لا د پېښې او مریضۍ څخه مخکې هم خپله د وقایې لپاره اقدام کړی وو او هم مو پر ټول ملت و دولت د دغه خطر ناره وهلې وه.
د افغان کوشنیانو لپاره دغه جنګي وسایل له پاکستان، ایران او چین څخه راوړل کېږي چې له بده مرغه په وړاندې یې هېڅډول کنټرول نشته، همدا علت دی چې سږکال یې په کارولو کې ۱۸٪ زیاتوالی راغلی وو، له بده مرغه د ګوند د یوه مهم غړي په کور کې یې هم څرک ولګېد چې په هېڅ توګه د توجیه وړ نه ده؛ بله بده یې دا چې تر پخوا یې د استعمال کیفیت هم لوړ شوی دی چې زخمیان یې تر شفاخانو ورسېدل.
غمیزه یوازې دا نه ده چې دغسې ځپونکې لوبې په بالفعل ډول د وطن ګلالیو بچیو ته غټ خطر دی بلکې دا په بالقوه توګه د ټول افغانستان راتلونکې ته په یوه لوی ګواښ بدلیږي ځکه زموږمعصوم اطفال چې له همدغه کوشنیتوبه د وسلې له استعمال سره روږد شي، په داسې حال کې چې ډېر شمېر یې یا یومخ د سواد له نعمته محروم او هغوی چې بیا مکتب ته ځي نو کیفیت یې ډېر ټیټ وي، بله دا چې ټول وطن د بېکارۍ بلا پر سر اخیستی وي نو دوی بیا په ماهرو ترهګرو، لویو تباکارانو او حرفیې قاتلانو بدلېږي او دې عیان ته خو ځکه حاجت د بیان نشته چې دا څلور لسیزي مو غونډ ملت او وطن د دغسې فاجعو شاهد دی.
هغه عوامل چې زموږ نوی نسل په تیار جګړه مار، وطن تباکوونکي او ملت وژونکی ولس بدلوي، بده به نه وي که یو څو یي سره وشمېرو؛ د (و.ا.ګ) وجودی منطق خو هسې هم د دغو لاملو د له منځه وړو لپاره عاقلانه او د عدم تشدد تلاښ دی، که خدای وکړي چې نور هیوادوال، سیاستوال او حکومتوال مو هم ور ته متوجه شي او په یوه ږغ د خشونت د ټولو (واقعي و پلاستیکي) وسا��لو پر ضد راسره را پورته شي.
یو- تقریباً څلوېښت کلن بې هدفه و بشر ضد جنګ مو ماحول ټول په وحشت بدل کړی، لکه جګړه چې مو په عادت بدله شوې وي.
دوه- پلاستیکي وسلې، پټاکۍ، باروت او نور ورته د بازیو شیان خو مو د وطن هغه زهرجن واقعیت دی چې دغه بیان مو پر را موښلولی دی.
درې- اکثرې رسنۍ مو شپه و ورځ خشونت خپروي، تازه خبرونه یې هم له مرګ- ژوبلې او ورانۍ پرته بل څه نه لري، سیاسي تحلیلونه او تبصرې یې هم په دغو حوادثو سره آب و تاب مومي او چې خبره تفریحي پروګرامو او له واقعیته لیري هنري و خیالي خپرونو ته رسېږي نو هلته هم فلم و ډرامه ټوله له تاوتریخوالي څخه بوزېدلې او هغه هم له دې امله چې لیدونکي یې نژدې ټول د اکشن مجنونان دي.
څلور- افغانان هسې هم په کلتوري لحاظ وسله خپل زېور بولي او په ناموس کې یې حسابل کېږي، له بلې خوا شخصي بدۍ او عمومۍ ناامنۍ یې هم سخت مجبوروي چې په کور کې وسله وساتي او لوی و کوشنی مو له وسلې پرته بل څه په اهمیت و رسمیت و نه پېژني.
پنځه- دغه ټول عوامل لاس سره ور کوي او وسله و جګړه زموږ په یوه ستر فرهنګي ارزښت بدلوي، طبعاً چې ادبیات به مو هم د دغه ارزښت په لمانځنه سره د عامه ذهنیت د قبول وړ ګرځي؛ که تاسو زموږ مشاعرو ته سر ور ایسته کړئ نو هغو شعرو ته به ډېرې چکچکې او چیغې واورئ چې تاوتریخوالي، جنګ–جګړې، مرګ- ژوبلې او وهلو- ټکولو ته بلنه، لمانځنه او غوښتنه پکښې واضحه منعکسه وي؛ له دې بابه کتابونه خبرې کېدای شي؛ دلته به یوازې له پښتو فولکلور څخه، چې زموږ د جمعي شعور محصول دی، د بېلګې په توګه یو څو هغه لنډۍ راوړو چې د تشدد شر ځنې په شورناوو دی او یوازې د شیطان د خوشحالۍ سبب ګرځي، دلته هم تفصیل رسالې غواړي، دا زموږ د فولکلوریکو ژانرو په سلسله کې تر ټولو اصیل او عالمګیر ژانر دی، هلته چې تر ټولو انسانیترین روزګار (مینه) هم د سر و ژوند په قیمت او حتمي مرګ، تورې، توپک او تاوتریخوالي په شرط ده؛ نور یې نو تاسو خپله ګزوئ:
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دي ساتینه
تیرا ته ولاړ شه بوړی راوړه
زما پر سپینه خوله به وشي جنجالونه
له تورو څنګ مه کړه جانانه
ځوانان پر سرو تورو ور ځي نجونه ګټینه
جانانه و دې سوم لمبه شوم
زما همزولې دې بې ننګه یادوینه
خاورې به تا له خولګۍ در کړم
پر ډال دې نشته د مصرۍ تورې وارونه
په وینو رنګ توره دې راوړه
راشه په سرو شونډو یې زه در پاکومه
ټوکرې- ټوکرې په وینو راشې
چې پرهارونه در ګنډم خوله در کومه
چې تورې وخیژي ګډېږه
ما په همزولو پورې ډېر خندلي دینه
جانان به ولي توره نه کړي
تر نیمایي سنګره زه ورسره ځمه
سبا لا لمر ختلی نه دی
زما جانان سنګر ته ځي اتڼ کوینه
که تور اوربل مې میراتیږي
پر پښتو ننګ دی جانان نه منع کومه
پاس پر سنګر ټکونه وشول
مېړونه مري موزیان به روغ کور ته راځینه
تر دې بوړي توپک دې جار شم
پر اوږه ستا دی کږه زه د خیاله ځم
ټوټې- ټوټې په تورو راشې
د بې ننګۍ احوال دې مه راځه مینه
چې توره نه کړې نو به څه کړې
چې دې شېدې د پښتنې رودلې دینه
د سولې د احساس او انسانپالنې په خواست!
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۴) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۷\ ۱۳۹۴