تاند- د هغو کسانو شمېر په چټکه مخ پر زیاتېدو دی چې انلاین یا د انترنټ له لارې زده کړې کوي.
په ۲۰۰۳ میلادي کال په هرو لسو محصلانو کې یوه تن لږترلږه یو کورس یا یو سیمستر د انترنت له لارې وایه. خو اوس په هرو درو تنو کې یو انلاین زده کړې کوي.
د بابسن څېړنیزې ډلې( Babson Survey Research Group) له هغې سروې سره سم چې په ۲۰۱۲ کې یې کړې ده، اوس په نړۍ کې شپږ ملیونه او اووه لکه تنه په امریکايي پوهنتونونو کې انلاین یا د انترنټ له لارې زده کړې کوي.
د دې ځېړنیزې ډلې په وینا انلاین زده کړو ته د خلکو لېوالتیا په زیاتېدو ده او په راتلونکو کلونو کې به د اسیا په شان د نړۍ په هغو سیمو کې هم زیاتې شي چې لا په دې طریقه زده کړې عامې نه دي.
ویل کېږي چې په لوېدیځ کې بې روزګارۍ او اقتصادي بحران ډېر کسان هڅولي چې زده کړو ته مخه کړي. هغه کسان چې عمر یې نسبتاً زیات دی له اوزګار وخته په استفادې هغه څانګې لولي چې په وسیله یې کار پیدا کړي.