د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی کانګ

تاند- چین د ملا محمد عمر اخوند د مړینې د خبر له اعلانېدو وروسته د افغانستان د حکومت او طالبانو د خبرو ځنډېدا د درک وړ وبلله.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بل پړاو نن /جمعه د جولای ۳۱مه/ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په مري ښارګي کې وشي خو د پاکستان په وینا دا خبرې د طالبانو د مشرتابه شورا په غوښتنه وځنډول شوې.

افغان طالبانو پرون/ پنجشنبه/ د خپل مشر مړینه یوه ورځ وروسته له دې تایید کړه چې د افغانستان حکومت وویل، ملا عمر دوه کاله پخوا د ۲۰۱۳ کال په دوبي کې مړ شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانګ (Lu Kang) وویل، چین پر ټولو افغان خواوو ږغ کوي چې ملي یووالي او په افغانستان کې سولې ته فکر وکړي او د سولې او پخلاینې بهیر ته دوام ورکړي.

کانګ همداراز وویل:«په سوله او پخلاینه کې د ټولو عامو افغانانو، ګوندونو اود سیمې د هیوادونو ګټه ده.»

چین یو له هغو هیوادونو څخه و چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د دوهم ځلي خبرو اترو د کوربه په توګه د افغانستان د حکومت له لوري وړاندیز شوی و. شاوخوا دوې میاشتې پخوا د چین په ارومچي ښار کې د طالبانو او افغان چارواکو ترمنځ غیررسمي خبرې شوې وې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل، له پاکستان او نورو خواوو سره کار کوي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې بهیر پرمختګ وکړي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لومړی پړاو رسمي خبرې د روان جولای په اوومه نېټه د پاکستان په مري تفریحي ښارګوټې کې وشوې او د سولې لپاره یې ډېرې هیلې وغوړولې.

One thought on “چین وايي، د افغانستان د حکومت او طالبانو د خبرو ځنډېدا ورته د درک وړ ده”
  1. دا د پا كستان په لاس جو ړ ه شوي سنجول شوي توطيه ده مګر دافغان حكومت په ر ڼو ستر ګو ورته ګوري او بيا هم د پا كستان په عوام فريبي غو ليګږ ي.
    او په دي هم بايد پوه شو چه دا تو طيه دجا له خوا ساز ماندهي او څوك ءي حماييه كوي .
    كه دافغانستان دولت اويا حكومت ديته نه متوجه كيږ ي ملت دي په دي پوه شي چه دااوسني نظام هم په دي توطيه كي شامل او خپل ملت ته ګول وركوى .
    لاندي فورمول لاس ته را ځي:
    أمريكا جمع. پاكستان. جمع. دافغانستان فعلي نظام. مساوي دي. دافغانستان او دافغانستان دخلكو او ولسونوته او قومونو په ضدمافياءي او تروريستي تو طيه او نظامي قيام
    كه چيري زما فور مول دملت دبباره دمنلو و ړ وي نو دهو ښياري دي كار واخلي او ملت بايد بيدار اوسي چه لويه توطيه را روانه ده ددي توطيهءي مخنوى د ټول ملت به يو مو ټي والي كي دي .كه يو مو ټي نه شي تباهي او وركيدل مو راغلي .
    و ګوري مخ كي له دي نه چه توطيه عملي كړ ي څنګه ءي په قومي او منطقوي تعصباتو اخته كر ي او دا لړ ي جدي روانه ده او در بأندي عملي كوى تر څو خپل مرام تر سره كړ ي او ملا ميتا هم به تاسي وأجوى.او وطن درته تجزيه په شاخو مو تقسيم او دمختلفو كړ يو غلا مان مو و ګر ځوى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *