له مانه وغوښتل شول چې د فیمینیزم په اړه لیکنه وکړم. د فیمینیزم په اړه زما نظر څه دی.
ښه، زه ترجیح ورکوم چې خپله لیکنه بر عکس پیل کړم دا ولیکم چې کوم څیزونه فیمینیزم کې نشته.
بیا به د فیمینیزم تعریف ته راشو یا لږ تر لږه هغه موضوع ته چې د کار او زده کړې په جریان کې مې زده کړي دي.
فیمینیزم په ټوله مانا له سړو نه کرکه نه ده!
فمنیستان همجنسبازان نه دي!
فمنیستان عقده یي، منفي ګرا او دیکتاتوران نه دي!
فیمینیزم له واده، مئینتوب، اولاد داره کېدل، پخلي، سینګار، کوروالي، لوښي مینځلو او نڅا سره په ټکر کې نه دی!
په بټوه کې د مور، پلار، ورور، خور او ملګري انځورونه ګرځول له فیمینیزم سره کوم اړخ نه لګوي!
فیمینیزم د احساساتو تر وړاندې ناتواني او یا د احساساتي کېدلو په مانا نه دی!
فیمینیزم د ټولو سړو د مقصېر شمېرلو څخه نه غږېږي!
فیمینیزم د دوو جنسونو د بیولوژیکي توپیر نه منکر نه دی!
او بلاخره فیمینیزم په ټوله مانا مېرمنو ته د سړو په مقابل کې مقدموالۍ نه ورکوي!
نو فیمینیزم څه شی دی؟
ولې په یوویشتمه پېړۍ کې هم ځینې موږوال وایي چې ( زه د ښځو او سړو د حقونو په تعادل معتقد یم خو فمنیست نه یم..) انسان ګرا (هیمونیسټ) یم. یانې فیمینیزم انساني توپیر پالنه له جنسه کوي او دې ته ورته نورې خبرې…
زما د فیمینیزم مدل د مهاجرت له دوران څخه تر اوسه په څرخ کې دی دا په دې مانا چې د تحصیل او مهاجرت په دوره کې مې ډېر څه نوي زده کړل.
لږ لږ مې دا هم زده کړل چې فیمینیزم صرف د ښځو او سړو د انسانی حقونو د برابروالي په پار جنګ نه دی!
نو فیمینیزم څه شی دی؟
د فیمینیزم یو مقصد دا دی چې د هرې ښځې د حق لپاره مبارزه وشي تر څو څنګه چې وغواړي ژوند وکړي پرته له دې چې ټولنیز جوړښتونه او فرهنګي قانون یې مانع شي. فیمینیزم د هغه سیستم خلاف دی چې د ښځې هویت تش یو فزیکي راډیکال او مور اوسېدل تعریفوي!
فیمینیزم غواړي چې له هر چا سره دې د جنسي تبعیض نه پرته رفتار وشي. فیمینیزم دا واقیعت مني چې ښځې په تاریخي صورت د ظلم لاندې وې.
فیمینیزم مني چې په ډېرو مواقعو او مواردو کې سړي نسبت ښځو ته ډېر امتیازات لري ( ټولنیز، قانوني، فرهنګي، کاري، مالي…)
فیمینیزم دا هم مني چې په ځینو مواردو کې بیا برعکس ښځې نسبت سړو ته ډېر امتیاز لري.
فیمینیزم په دې باور دی چې سړي، ځوانان او ګرده ټولنه د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي نه اسیب ویني.
فیمینیزم ځینې نور ښه شیان هم دي، د خلکو له قضاوت نه مه ډارېږئ کله چې غواړئ ووایئ زه فمنیست یم. لیدلي مې دي چې په مجازي او غیر مجازي تشیال کې ځینې ښځې دا لغت په ډېر احتیاط کاروي او موضوع زر مشخصوي چې ګواکې فمنیسته نه ده. او بد بختانه ځینې لوده ریشخندې مکالمې مې هم لیدلي چې کله یوه ښځه وایي چې زه فمنیسته یم.
که هغه څوک یاست چې وایئ (زه فمنیست نه یم خو د ښځو او سړو د حقوقو په برابروالي معتقد یم) او یا هم وایئ ( زه فمنیست یم ځکه چې موږ انسانانو ته د جنسیت له رویه تقلیل ورکوو، انسان ګرا نه یم) نو باید په دې مورد زیات ولولئ!په دې اړه ډېر او مناسب کتابونه شته. ژوره ساه واخلئ او ولولئ، غوږ ونیسئ، بحث وکړئ نه د مقابل لوري د قانع کولو په پار بلکې د خپلو معلوماتو د زیاتولو لپاره داسې وکړئ.
او هیڅکله مه وایئ چې پخپله ښځې بدې دي، د فلاني ښځې رئیس، سل رحمته په سړو… هیڅکله د کورني تاوتریخوالي د مقولې او د رواني، بدني، مالي او احساسي ازار سره لوبې مکوئ. دا خبرې پرته له تاریخي، سیاسي او ټولنیزې کم سوادۍ نه نور څه نه ښیي.