تاند- تازه راپورونه، چې نن /جمعه/ خپاره شول، وايي چې د حقاني شبکې موسس او د جهاد د دورې مشهور قومندان جلال الدین حقاني څه باندې یو کال پخوا مړ شوی دی.
د جلال الدین حقاني د مړینې په اړه پخوا هم څو ځلي راپورونه خپاره شوي خو د طالبانو او حقاني شبکې سرچینو رد کړي وو.
د طالبانو د اسلامي تحریک د مشر ملا محمد عمر اخوند د مړینې د خبر له اعلانېدو دوې ورځې وروسته د طالبانو او حقاني شبکې د سرچینو په قول لوېدیځو رسنیو وویل چې جلال الدین حقاني یو کال وړاندې مړ شوی دی.
د حقاني په اړه ویل کېدل چې سپین ږیری شوی او عملاً د ده د شبکې ټولې چارې د نوموړي زوی سراج الدین حقاني پرمخ وړي چې د ملا محمد عمر د مړینې له تاییده وروسته د طالبانو د تحریک د نوي مشر ملا اختر محمد منصور مرستیال ټاکل شوی دی.
راپورونه وايي چې د جلال الدین حقاني مړی په خوست کې خاورو ته سپارل شوی دی.
جلال الدین حقاني، چې عمر یې تر اویا کلونو اوښتی و، په اتایمیه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو په وړاندې په جهاد کې خورا مهمه ونډه لرله.
د امریکا او افغان استخباراني سرچینو په وینا د حقاني شبکه د تېر کال تر جون میاشتې پوري په شمالي وزیرستان کې دېره وه.
پر جلال الدین حقاني او د هغه پر زوی سراج الدین حقاني د امریکا متحدو ایالتونو ۱۰ ملیون ډالره جایزه ایښې وه.
د حقاني پر شبکې تور دی چې د لویو ښارونو حملې په تېره بیا د هند د سفارت او کونسلګرو بریدونه یې تنظم کړي دي.
د جلال الدین حقاني درې زامن د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په حملو کې وژل شوي او یو زوی یې په ۲۰۱۳ م کال په اسلام اباد کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.
جهاد د افغانستان مظلوم ملت کړی دی اما جلاالدېن او ددی په شان نورو په جهاد سودا کړی ده دا به د جهاد دکلمی سره هېڅ انصاف نه وی چه دهر سوداګر دپاره دا سپېڅلی لفظ استعمال شی جلاالدېن فقط او فقط ېو سوداګر وو او د خوشحالۍ ځای دې چه خدا تری خلاص کړو ، دی او ددی ډلی په پکتېکا او پکتېا او خوست کی زمونږ دېر بی ګناه هېوادوال په شهادت ورسول چه ښی بېلګی په پورتنېو ولاېتونو کی ځانمرګی برېدونه وو
چې هر څنګه عمل یې کړي اوس به مالک ذات ځپله فیصله ورته اعلان کړې وي !