ملا اختر محمد منصور

تاند- د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور، چې ډېر کلونه د ملا محمد عمر اخوند مرستیال و، د ۲۰۰۱ م کال په وروستیو کې د طالبانو د واکمنۍ له پرزېدو او بې درکه کېدو مخکې د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د طالبانو د رژیم د ملکي هوايي چلن وزیر و.

دی تل د طالبانو د قیادي یا کوټې شورا مهم غړی پاتې شوی دی. په ۲۰۱۰ م کال په کراچۍ ښار کې د ملابرادر له نیول کېدو وروسته د طالبانو د مشر مرستیال وټاکل شو.

په لومړیو کې ده د ملابرادر خلاف د افغانستان له حکومت سره د سولې د هرراز خبرو مخالفت کاوه، خو د وخت په تېرېدو یې دریځ نرم شو او د دریځ د بدلېدو له کبله یې له یو شمېر سختدریځو عناصرو سره اختلاف هم پیدا شو.

ویل کېږي چې دی له عبدالقیوم ذاکر سره سخت اختلاف لري. عبدالقیوم ذاکر، چې یو وخت په ګوانتنامو کې بندي و او اوس د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د عملیاتي چارو د شورا مشر دی، د سولې او خبرو مخالف دی.

ویل شوي چې د ذاکر په شمول د طالبانو یو شمېر قومندانان او مشران د ده له مشرتابه سره مخالف دي خو داسي نه ښکاري چې د ده مخالفان دې د طالبانو په شورا کې اکثریت ولري.

ویل کېږي چې د طالبانو د قطر د دفتر مشر طیب اغا، ملا حبیب الله او عبدالمنان نیازی هم د طالبانو د تحریک د مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور له مشرۍ سره مخالف دي.

دوی د ملا اختر محمد منصور پر ځای د ملا محمد عمر د مشر زوی ملا یعقوب د مشرتابه ملاتړ کوي او ادعا کوي چې «پاکستاني پلوه ترهګرو عناصرو» اختر محمد منصور پر طالبانو د مشر په توګه تپلی دی.

په کابل کې هم، هغه کړۍ، چې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو پر سولې او یوځای کېدو اندېښنه لري، پراخ تبلیغات پیل کړي څو د طالبانو ترمنځ اختلافاتو ته هوا ورکړي او د منصور، چې د سولې د خبرو ننګه کوي، مشري چلینج او شکونه پکې پیدا کړي.

طلوع نیوز په یوه خبر کې وویل چې د کوټې شورا وايي چې منصور آی ایس آی ټاکلی دی. په بل خبر کې یې ویلي د طالبانو اصلي مشرانو د ملا اختر محمد منصور له مشرتابه سره مخالفت کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *