تړون اوونیزه

تړون خپلواکه، ناپېيلي اونيزه چې له څه مودې را په دې خوا يې په خوست ولايت کې فعاليت پيل کړى نن يې دويمه ګڼه هم له چاپه راووته.

تړون اونيزه چې محتوا يې سياسي، فرهنګي، ټولنيز، علمي او معلوماتي مسايل تشکليوي د دې اونۍ ګڼه يې هم په همدې مسايلو مزينه شوې ده.

په لومړي مخ کې يې په ” يو ځنګل او دوه زمريان” تر عنوان لاندې په سرليکنه سربېره”، ” د سولې خبرې ځاى نه غواړي، سمه اراده غواړي”، ” د افغانستان د کريکټ د وروستيو ماتو دلايل څېړل کېږي”، ” د قران کريم تر ټولو لرغوني نسخه وموندل شوه”، ” د پښتون کهول يو بل ستورى هم پرې وت”، ” د ملا محمد عمر ژوند او واکمني” ليکنې ځاى پر ځاى شوي دي.

دې سره خوا کې د اونيزې نورې پاڼې هم په بېلا بېلو ټولنيز، ادبي، علمي او سياسي ليکونو ډکې دي.

د اونيزې نورې پاڼې هم په بېلا بېلو نويو او تودو مسايلو ملاملې دي او کولى شي د هر طبعې لوستونکي تنده خړوبه کړي.

د مطبوعاتو مينوال کولى شي چې د تړون اونيزه د خوست ښار په ټولو کتابتونو کې، د پکتيا ولايت په ټولو کتابتونونو کې او د کابل ښار په بيهقي کتابپلورنځي کې تر لاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *