تاند- یوه هندي د دیلي په یوه خصوصي روغتون کې پر یوې افغان نجلۍ، چې د خپلې مور د درملنې لپاره هند ته تللې وه، د جنسي تجاوز هڅه وکړه.

افغان نجلۍ، چې د کابل اوسېدونکې ده، د جولای په اتلسمه له خپلې مور سره هند ته لاړه. دا وايي چې د جولای په ۲۴ مه د ډیلي د جنوب په مکس سوپر روغتون (Max Hospital in Saket) کې د روغتون یوه ۱۹ کلن کارکوونکي، چې امر سینګ نومېږي، د سهار په پنځه بجې خونې ته ورننوت. په داسي حال کې چې دا د مور ترڅنګ پر یوه کوچ ویده وه، امرسینګ هڅه وکړه چې جنسي تېری پرې وکړي.

دې چیغې کړې، افغان نجلۍ یې ژوبله او په خپله وتښتېد خو د روغتون ساتونکو ونیوه او هغه یې پولیسو ته وسپاره.

افغان نجلۍ پولیسو ته شکایت وکړ او روغتون هم د هغې ادعا تایید کړه.

د روغتون مسوولان وايي چې د دا ډول پېښو په وړاندې هیڅ راز زغم نه لري او د نجلۍ د داعیې دفاع کوي.

ډېری افغانان په خپل هیواد کې د روغتیايي امکاناتو د کموالي او د درملو د کیفیت د خرابوالي له کبله د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره هند او پاکستان ته ځي.

3 thoughts on “د هند په یوه روغتون کې پر یوې افغان نجلۍ د جنسي تېري هڅه”
  1. وایی: واحـــــــــــــــــــــــــدالله وســــــــــــــــــــــــیم

    خدای دی زمونږ او ستاسی په حالت ورحمیږی دلته جنګ او هلته هغسی حال نه پوهیږو چی چیرته لاړ شو، که مونږ او تاسی خپل وطن ته حدمت وکړو او داسی یو مشر ولرو چی ولس ته خدمت وکړی او داسی سهولتونه برابر کړی چی د کاونډیو له دی قسم افعالو څخه حلاص شو او هر مریض مو په خپل ملک کی تداوی شی الله دی زونږ مشرانو ته هدایت وکړی

  2. I am very sad to hear this, I would highly recommend her to sue the hospital as they failed to protect her while it is the solo responsibilities of the hospital to provide services and security to their customers.

    Regards
    Abdullah

  3. خدای دی پدی بېوزله افغانانو ورخمیږي کوم شی ته به یی مو وځوریګو

    خدایه ته په افغانانو ورخمیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *