د ترکیې ولسمشر او د پاکستان صدراعظم د افغانستان د سولې خبرې ضروري وبللې

تاند- د پاکستان او ترکیې مشرانو د افغانستان د سولې د خبرو پر ضرورت ټینګار وکړ.

د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ضروري دي.

دوی دا خبره پرون ماښام اسلام اباد ته نژدې په نور خان هوايي اډه کې وکړه.

د ترکیې ولسمشر ښاغلی اردوغان چې له اندونیزیا او چین څخه خپل هیواد ته ستنېدو، په پاکستان کې لنډه دمه وکړه.

اردوغان د افغانانو ترمنځ د خبرو د زمینې د برابرولو په خاطر د پاکستان د هڅو ستاینه وکړه.

له بلې خوا د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ډانیل فیلډمن، چې پاکستان ته تللی، پرون د دغه هیواد له لوی درستیز سره ولیدل.

ده د افغانستان د سولې د خبرو په برخه کې د پاکستان په تېره بیا د پاکستان د پوځ د لوی درستیز د «مثبتو» هلوځلو ستاینه وکړه.

ښاغلي فیلډمن هیله ښکاره کړه چې د افغانستان د سولې خبرې به بېرته ژر پیل شي څو په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.

ټاکل شوې وه چې تېره جمعه/ جولای ۳۱مه/ د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي په مري کې د دوهم ځل لپاره مخامخ خبرې وکړي خو د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې د خبر د خپرېدو او د نوي مشر پر سر د طالبانو د مشرتابه په شورا کې اختلافات سبب شول چې د سولې خبرې تر نامعلومې مودې پوري وځنډول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *