لوګر

(پکتيا پريس کلب) د لوګر ولايتي شورا، مدني ټولنواو قومي مشرانو د ولسي جرګې هغه پريکړه غير قانوني وبلله او هغه  وغندله چې له مخې يې تيره ورځ د کورنيو چارو وزير بې واکه کړ .

دوی په يوه خبري ناسته کې  د ولسي جرګې دغه پريکړه په سليقوي چلندونو ولاړه وبلله او هغه يې د شخصي غوښتنو او ستونزو پر بنسټ وبلله .

د لوګر د ولايتي شورا مشر ډاکټر عبدالولي وکيل اوسنيو امنيتي حالاتو ته په اشارې سره وويل چې د ولسې جرګې دغه پر يکړه پر احساساتو ولاړه وه او د ولسمشر د هغې پريکړې هر کلی وکړ چې ستر پاسوال مجتبی پتنګ يې د کورنيو چارو سرپرست وزير وټاکه .

قومي مشرانو هم په خپلو خبرو کې د ولسي جرګې پريکړه د کورنيو  چارو د وزير په برخه کې د بيړې وبلله او زياته يې کړه چې له  2014  کال وروسته د امنيتې حالت ته په کتلو سره دغه پريکړه ښې پايلې نه لري .او زياته يې کړه چې د ولسمشر د پريکړې او د کورنيو چارو له وزير څخه ملاتړ کوي .

دا په داسي حال کې ده چې تيره ورځ ولسي جرګې د هيواد د کورنيو چارو وزير سترپاسوال مجتبی پتنګ ته د رد رايه ورکړه .داسي ويل کيده چې ولسمشر په دغه پريکړه ناخوښه وو او د کورنيو چارو وزير يې د سرپرست په توګه وټاکه او دغه موضوع يې سترې محکمې ته ليږلې تر څو يوه قانوني لار ورته ولټوي .

دولسي جرګې دپرېکړې وروسته مجتبی پتنګ په يوه خبري ناسته کې وويل ،چې دولسي جرګي وکيلانو په تيريو کال کې ورڅخه دزياتو اميازونو ،دخپلوخپلوانو دمقرريدو او نورو غيرقانوني کارونو غوښتنه کړې ،چې دده له خوا ورته منفي ځواب ويل شوی دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *