راپور: ضیا الدین همت مل- د۱۳۹۲لمریزکال دچنګاښ په ۲۸ نېیټه د ننګرهارد میدیوتیک په انګړ کې دعبدالعزیز شجاع په ویاندویۍ ترسره کړه.
د غونډې د پرانستې لپاره دا ځل قاري عبدالله سهار د تلاوت په موخه دریځ ته وبلل شو .
تر تلاوت وروسته د شاعر ، لیکوال او ژورنالېست امین الله زهیر ورور ته ، چې په یوه ترافیکي پېښه کې وفات شوی و د دعا لاسونه لپه شو .
د تېرې اونۍ ګزارش عرفان الله بیدار لیکلی و ، خو د هغه په نشتوالي کې د شجاع لخوا ولوستل شو .
په ګزارش څه ونه ویل شول او ټولو پرې د تایید سر و خوځاوه .
ضیاالدین همت مل ژمنه کړې وه ، چې په نوې غونډه کې به د یوه ښه کتاب په منځپانګه خبرې کوي ، چې د خپلې ژمنې سره سم دریځ ته پورته شو او د استاد محمد داود وفا په نوي چاپ شوي اثر ( د فوکلورپېژندنې لارښود ) خپل تاثر ښکاره کړ .
همت مل یاد کتاب په دې برخه کې یوه ستره پانګه وبلله او یادونه یې وکړه ، چې د ادب مینه والو ته یې لوستل ډېر اړین دي .
هغه وویل ، چې که څه هم په اوسني وخت کې د پوهنتون اکثره استادان په دې هڅه کې دي ، چې خپل درسي مواد د یوه کتاب په بڼه برابر کړي ، خو په وینا یې ، چې دا اثر بیا دومره ګټور دی ، چې استاد وفا په کې له ډېرو ماخذونه ګټه اخستنه کړې ده .
همت مل دغه راز په خپلو خبرو کې وویل ، چې کتاب خوږ لیکل شوی دی او همدا ددې لامل کیږي ، چې هر لوستوال به یې د زړه په مینه ولولي .
د همت مل تر خبرو وروسته باز عابد دریځ ته پورته شو او د همت مل خبرې یې خوښې شوې عابد وویل : (( ما یوه اونۍ وړاندې همت مل ولید ، چې د وفا صیب کتاب یې په لاس کې و او دغه دی نن یې مونږ ته د کتاب منځپانګه په ښه شکل تشریح کړه . ))
ښاغلي عابد وړاندې وویل (( وفا صیب نه وړاندې ډېرو نورو لیکوالو لکه هېوادمل ، رفیع صیب ، داور صیب ، عدالکریم پتنګ او ځینو نورو په دې برخه کې ښې لیکنې کړې وې ، خو دا کتاب بیا تر ټولو غوره او ښه دی ))
عبدالله سهار هم د همت مل کړې څرګندونې و ستایلې ، خو ویې ویل ، چې د کاغذ پر مخ کوم یادښتونه ، چې همت مل اخستي دي هغه ښه منظم نه دي او په راتلونکي کې دې د یوې لیکنې په څېر خپور کړي .
په کتاب تر بحث وروسته یوه ازاده مشاعره وشوه ، چې تر شلو زیاتو کسانو په کې شعرونه وویل دغونډې د ارزونې لپاره بیا هم عبدالله سهاردریځ ته وبلل شو نوموړي زیاته کړه ، چې په دومره ګرمۍ او د روژې په مبارکه میاشت کې د ځوانانو راتګ ښيي ، چې دوی له خپل فرهنګ او ادب سره مینه لري .
په پای کې د راتلونکې اونۍ لپاره پرېکړه وشوه ، چې محمد اعظم صدیقي به خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړي تر دې پریکړي وروسته غونډه پای ته ورسیده.
ضیاألدین همت مل
