نور محمد سعید

لیکوال: ډاکټر مبارک علی

ژباړن: نورمحمد سعید

د نړۍ تاریخ کې تل انسان د هلو ځلو کولو په حال کې وینو. د انسان دغه جدوجهد په ټولنه کې د پیدا کېدونکي ظلم، بې انصافي، استعمار او محرومیو په نتیجه کې رامنځته کېږي.

هر هغه څه چې انسان یې نه مومي په خپل ذهن کې یوه تخیلي بڼه ورکوي. بیا دی حقیقي دنیا ته د هغه را ایستلو لپاره منډې ترړې کوي.

خو ایا انسان داسې دنیا موندلای شي، چې پکې ظلم او بې انصافي نه وي او هر څوک وکولای شي له ژونده خوند واخلي؟

دا هغه مهمه پوښتنه ده، چې د ټولنې ځپل شوی قشر د هیلو او ناهیلۍ په احساساتو کې ډوب ساتي. که یوه لور ته د ارمان ختو هیله وي، نو بل لور ته د مایوسۍ او ناهیلۍ تپه تیاره.

د ټولنې پټه خوله اکثریت، چې د جهل، خرافاتو او ورسته پاتې عنعناتو په ځنځیرونو کې ایسار  وي، هغو بندیانو ته ورته وي، چې د زندان لوړو دیوالونو شاته له نورې نړۍ بې خبره ناست وي او له خپلې وړتیا او زوره هم بې خبره وي.

محرومیت انسان کې د مایوسي احساس پیدا کوي او محرومیت هغه وخت پیدا کېږي، چې انسان له حالت سره جوړجاړی کوي، دغه مهال وي، چې انسان نه خو پر خپله وړتیا باور کوي او نه هم په خپل قوت.

خو حالت داسې ناهیلي کونکی هم نه وي، که مظلومانو کې شعور ته وده ورکړله شي او دوی د خپل زور په کچه وپوهول شي، نه یوازې دا چې دوی خپل ژوند بدلولای شي، بلکې ټولنه کې هم انقلاب راوستلای شي.

دوی د جدوجهد په برکت له خپله زوره خبریږي او کله چې دا یو ځلې پیل شي، نو تر هر څه مخکې د مایوسي، مجبوري او خفګان جذبات ختموي او یو څو ورځو مودې کې هیلو ته رنګ بښلو سره زنګ وهلي فکرونه روڼوي.

مایوسي د ظالمانه نظام ټینګ ساتلو کې مرسته کوي او جدوجهد بیا د رڼا زیری راوړي. هغه ادب چې له ټولنې مایوسي لرې کولو سره مظلومان جدوجهد ته هڅوي او ژوند ته هدف ټاکي، همدغه مزاحمتي ادب دی.

مزاحمتي ادب یوازې د سیاسي فشار او بندیزونو له کبله نه رامنځته کېږي، بلکې دا د ټولنیز او اقتصادي زور زیاتي پایله کې هم راټوکیږي. مزاحمتي ادب ځان سره یو بنسټیز هدف لري او دغه هدف د ټولنې بدلول دي. داسې ټولنه چې پکې انصاف او مساوات وي.

په همدې اساس د دغه هدف کار هاغه مهال پیلیږي، چې مظلومان له هر ډول وسلې محروم وي او مخالف لوری یې په هر ډول وسلو سمبال اوسي.

د زورور او کمزوري تر منځ دغه جګړه له یوه پړاوه بل ته درومي او کرار، کرار زورور په کمزوري او کمزوری په زورور بدلوي.

مزاحمتي ادب خلک د شعور بلوغت لور ته بیايي، تر دې چې زورور مخالفان یې له هر ډول وسلې محرومیږي او ماتې منلو ته اړ کېږي.

مزاحمتي ادب د دغې جګړې هره شېبه او پېښه خوندي کوي او بیا همدغه ادب د تاریخ په جوړښت کې رول لري.

دغه ډول ادب په هره هغه ټولنه کې پیدا کېږي، چې خلک پکې په ظالمانو او مظلومانو وېشلي وي، چې پکې زورواکي واکمن وي، چې پکې د طبقاتي نظام جرړې ژورې وي او د تبعیض نښې نښانې څرګندې وي، چې پکې د ولسونو لومړنۍ اړتیاوې نه پوره کېږي او خلک له غزت او وقار نه محروم وي.

 دغسې حالت کې د ټولنې باشعوره لیکوال او شاعر سره د حالت بدلون فکر پیدا کېږي، دوی په ټولنه کې شته ظلم او بې انصافي محسوسوي او پر ضد یې غږ پورته کوي.

د مزاحمتي ادب پنځونکو لار اغزنه وي، دوی نه یوازې دا چې له فزیکي او رواني جبر او ځور سره مخامخ وي، بلکې ځان، مال او عزت هم قربانوي.

د شلمې پېړۍ په ایران کې د مزاحمتي ادب پنځونکو قلموالو لویې قربانۍ ورکړې. محمد علي، ملک المتکلمین او صوراسرافیل په شاهي باغ کې په دار وځړول او کله چې هغوی د دار پر سر ساه ورکوله ده یې له کړکۍ ننداره کوله، ډوډۍ یې خوړه او خوند یې ترې اخیست.

د رضا شاه او محمد رضا شاه د واکمنۍ پر مهال شاعرانو او لیکوالو ته د سزا ورکولو یوه اوږده لړۍ روانه وه. محمد سعون کريم پورشیرازي، مرتضی کیوان، صمد بهرنګي، جلال الاحمد او خردګل سرخي د هغو له ډلې وو، چې پټه خوله له ژونده بې برخې کړل شول.

خو دې سره هم ادیبان او شاعران د واکمنو زور زیاتي او جرمونو له ډاره پټه خوله نه کښېني، بلکې پر ضد یې احتجاج کوي او نړیوالو ته یې څېره بربنډوي.

دوی نور هم له هغه ځوره او جبره خبروي، چې خلک ورسره مخامخ وي. دغه احساس د جرم خلاف عامه پوهاوی ډېروي او د دوی پر ضد نړیوال تحریک پیلیږي.

مزاحمتي ادب ګوښی نه وي، بلکې تل د یوه تحریک برخه وي، د هغه  تحریک برخه چې د محرومو او ځپل شویو پرګنو د ازادۍ او خپلواکي لپاره جدوجهد کوي.

مزاحمتی ادب دغسې تحریکونو ته فعال کارکونکي مومي او د قربانۍ جذبات پاروي. د فلسطین او سویلي افریقا د ازادۍ تحریکونو کې د مزاحمتي ادب ونډه خورا جوته ده.

دغه ادب د خوځښتو په لوړو ځوړو کې خلک تیندکونو ته نه پریږدي. مزاحمتي ادب مایوسي نه لري، بلکې تل د هیله مندۍ خبره کوي. له همدې کبله واکمن او ظالمان مزاحمتي ادب نه خوښوي.

د دوی لپاره د شاعرانو سندرې او د ادیبانو پنځونې تر وسلو ډېرې خطرناکې وي. دوی کولای شي د وسلو په زور له وسلو سره مقابله وکړي، خو د مزاحمتي ادب مقابل کې له دوی سره داسې ادب نه وي، چې مقابله یې وکړي، ځکه د کتابونو سوځول، له نصابه یا رسنیو ایستل یې ورته ګټه نه کوي، بلکې دغه ډول تحریکونه پټه خوله او لاس په لاس لا ښه خپریږي، چې وروسته بیا زړونو کې ځای نیسي.

سانسور هم د مزاحمتي ادب مخه ځکه نه شي نیولای، چې ادیبان او هنرمندان د اظهار لپاره نورې لارې چارې لټوي. دوی کله خپلو پنځونو ته سمبولونه مومي او کله یې هم ژباړې بولي یا په داسې توګه خبره کوي، چې دوه اړخیزه معانا لري.

یو وخت داسې و، چې حکومتونو به د سانسور په وسیله د مزاحمتي ادب مخه نیوله یا به یې ساحه ورته محدوده کړه. هغه ادب چې هند کې بهګتی تحریک د توکمپالنې پر ضد رامنځته کړ د حکومت تر سرپرستۍ لاندې سانسکریت ادب د هغه د ودې مخه ډب کړه، خو نن سبا د مزاحمتي ادب مخه نیول ممکن نه ده.

د پټو چاپ خونو، ورځپاڼو، مجلو او پمفلټونو له لارې دا هر څه ډېر ژر د خلکو ګوتو ته رسیږي. مزاحمتي ادب تل و، خو په اوسني پېر کې د استعماري نظام خلاف اسیا، افریقا او لاطین امریکا په هېوادونو کې ادیبانو او شاعرانو د خپلواکۍ تحریکونو کې خورا فعاله ونډه واخیسته.

له خپلواکي وروسته هم دغو ډېرو هېوادونو کې مزاحمتي ادب د جدوجهد لاره خپله کړه، ځکه په دغو اکثر هېوادونو کې د جمهوري هغو پر ځای زورواکي پوځي حکومتونه رامنځته شول، چې نتیجه کې یې خلک له خپلو روا حقونو محروم شوو، نو د مزاحمتي ادب له لارې یو ځل بیا د دغه ډول حکومتونو د چور تالان پر ضد مبارزه وشوه.

نن سبا په هر هېواد کې مزاحمتي ادب د هغه هېواد له چاپېریال او تحریکونو سره سم پنځول کېږي.

مثلاً د فلسطین مزاحمتي ادب کې یوه لور ته هغه شاعران او ادیبان دي، چې د اسراییلو تر کنترول لاندې سیمو کې پرې ظلم کېږي او پر ضد یې جدوجهد کوي او بل لور ته هغه شاعران او لیکوال دي، چې په نوره نړۍ کې در په در ګرځي او د وطن ستنېدو لپاره تحریک سره مرسته کوي. دواړو حالتونو کې دوی د خپلواکۍ تحریک فعال ساتلی.

د مزاحمتي ادب یو ډول په سویلي افریقا کې پنځول کېږي. هلته افریقایانو سره سخت تبیعضي چلند کېږي. دوی یې پر ضد د پېژندګلوۍ او خپلواکۍ لپاره جدوجهد کوي او شاعران او لیکوال یې تر څنګ ولاړ دي.

د مزاحمتي ادب یوه شدیده بڼه په هند کې لیدله کېږي. دغه ادب دلت ادب بلل کېږي، چې د هندوانو لوړ توکم د پېړیو ظلم او استبداد پر ضد د  اچهوت توکم ( دغه نوم په هندو ټولنه کې د ټيټ توکم لپاره کاروول کېږي.) د مبارزې زېږنده دی.

د هند لوړ توکمو د ټیټ توکم خلک تر پيړیو پورې په سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او تعلیمي برخو کې وروسته پاتې ساتلي وو. د هند له خپلواکۍ وروسته د ټیټ توکم ځینو کسانو تعلیم ته مخه کړه.

۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو کې د دغه توکم هغه کسان چې زده کړې یې کړې وې، خپله خو لوستي وو، خو مېندې پلرونه یې بې سواده مزدوران یا بزګران وو او دغسې د دوی جرړې هم په همدغه وروسته پاتې ټولنه کې وې.

هغه ادب چې همدغو کسانو وپنځاوه داسې څه و، چې له اوره ډکو زړونو راوتلي و او پکې د ټولنې دودونو او ارزښتونو خلاف کلک احتجاج لیدل کېده.

کله چې دغو ځپل شویو خلکو ژبه ومونده، داسې ادب یې وپنځاوه، چې د انسان روح او روان لرزوي. د دغه ادب تر شا د پيړیو غمونه او ځور پروت دی. یوه بېلګه یې د ایل کالیکر په دغه زورور انکار کې وینو:

نه، نه، نه

درې ځلې نه،

ستاسې پر ټولنیز، اقتصادي، سیاسي، مذهبي، اخلاقي او کلتوري ډېران

تاسې چې تل ځان درته تل پاتې ځلاند لمر ښکاري

زه تاسې سره لاس ورکولو له کبله ساري ناروغي اخلم

خو زه نوی لمر یم

د یوې نوې جذبې څښتن یم

زه ستاسې له کلتوره انکار کوم

ستاسې د پرمېشور شاوخوا ارزښتونه نه منم

زما ورڼو!

زه خپله کرکه اعلانوم

زما کرکه جوړجاړی نه کوی

هېڅ پای نه لري

ما داسې جګړه پیل کړې، چې پای یې نه شته

زه ښايي ټیټ شم، خو هېڅکله به مات نه شم

د دلت ادب یوه سندره کې د هغه هوډ څرګندونه وینو

پاڅئ! خلکو پاڅئ او د نسل او توکم ځنځیرونه مات کړئ

موږ مرهټه، مهار، برهمن، هندوان عیسویان

ټول یو موټی یو، بشریت یو دی

خو بیا ولې زموږ لپاره اوبه په اغزیو بیلیږي

ولې موږ له توکلو هم منع کېږو

د مکارو پجاریانو له ظلمه ځان وژغورئ

پاڅئ خلکو!

د دلت خلکو په اوښکو د تاریخ کندې ډکې شوې

د دوی هوښیار نسلونه د مذهبیانو مکارۍ وخوړل

اوس زموږ لمر ځلیږي

پرې توکمپالنه وسوځئ

دا هغه مزاحمتي ادب دی، چې له زړونو راوځي او په زړونو کې ځای نیسي. موږ پوهوي، چې کله مظلوم او محروم ژبه مومي، نو پکې څومره قوت، پیاوړتیا او اغیز موجود وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *