مځکه

 د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۱۳ نیټه د هواپیژندني په ډنمارکي سایټ کې د برټانیوي اکلیم څیړونکو لخوا د یوه لنډ کنګلي عصر د راتلو په اړه د وړاندویني خبر خپور سوی وو . دا پداسي حال کې ده چې په راتلونکي کې د هوا د ګرمیدو او له کبله یې د پیښیدونکو ناخوالو په اړه ورځ تر بلي اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي . د بلي خوا د یوه کنګلي عصر د رارسیدو خبر هم د لا ډیرو ناخوالود اندیښنو څخه خالي ندي . دلته اړینه بولم د کنګلي عصر ( عصر یخبندان ) په اړه څو کرښي ولیکم :

د ځمکي د مخ د فزیکي حالت په تاریخ کې بیلابیلي دوري راغلي دي . کله یوه برخه تر اوبو لاندي سوی او بله برخه یې لوړ غرونه وی او کله برخلاف غرنۍ سیمه تر اوبو راغلي او د سمندرونو  تل لوړ تللي وي . کله داسی ګرمي دوري راغلي چې ان ځنګلونو اور اخیستی وی او کله بیا پر هغې  داسی یخني واکمنه سوې وي چې ټوله سیمه یې په دایمي کنګل اړولي وي . د بیلګي په توګه د څیړنو له مخي دغه د اوسني ډنمارک او شمالي المان سیمي لس زره کاله د مخه دایمي کنګل وې یاني یو کنګلي عصر یا دوران ورباندي واکمن وو او هر څه کنګل وه . کنګلي دورې کله په زرهاوو  کلونه نیسي او کله هم لسیزي یا څو پیړۍ غځیږي . د راتلونکي کنګلي عصر عمر لنډ ښودل سویدي .

     دا په راتلونکو لسیزو کې د دوو متضادو حالاتو ( وړاندوینو ) څخه د یوه سره د مخامخ کیدو خبري ماته د ملا نصرالدین یوه ټوکه را یاده کړه :

     « وایي د وخت پاچا اعلان وکړ چې د هوا د وړاندویني د پاره یوه تکړه متخصص ته اړتیا ده او په لوړ معاش یې استخداموي . که دا ډول څوک وي ، خپله درخواستي دي اړوندي اداري ته وړاندي کړي . ددي اعلان په ارویدو سره ملا نصرالدین مراجعه وکړه او په درخواستۍ کې یې دا شرط هم لیکلی وو چې که دی د خپلي ماندیني سره یو ځاي استخدام سي نو دا ضمانت کوي چې د هوا وړاندوینه به یې په سلو کې سل دقیقه وي . پاچا ورته وویل چې زموږ خو یو نفر پکار دي . ملا ورته وویل چې په یوازي سره د دقیقو وړاندوینو ضمانت نسی کولاي . پاچا دده څخه  ددي شرط علت و پوښته . ملا یې علت داسی بیان کړ : دا لدې کبله دي چې که زه ووایم سبا ته به اسمان شین او ګرمه هوا به وي ، ماندینه مي حتماً وایي چې نه ، ستا خبره صحیح نده ، سبا به اوریځ وي ، سخت باران به اوري او هوا به ډیره سړه وي اوبرخلاف که زه د سبا ورځي د پاره د باراني هوا وړاندوینه وکړم ، ماندینه مي حتماً شین اسمان او هوا ګرمه اعلانوي . پدې توګه به سبا ته یا زما خبره صحیح سي او یا زما د ماندیني ، خو په هر حال د هوا حالات به دقیق اعلان سی » .

     د ټوکو څخه که تیر سو او علمي څیړنو ته راسو ، د راتلونکو څو لسیزو د هوا په اړه به په زړه پوري وي چې د برټانیوي اکلیم پیژندونکو خبري هم واورو . دا تاسی او داهم د هغه خبر پښتو ژباړه :

      سره لدې چې دا مهال ډیری څیړونکي په اټموسفیر کې د کاربن ډای اوکساید د زیاتیدو له کبله د ځمکي پر مخ د اکلیم د تدریجي ګرمیدو او تودوخي  وړاندویني کوي ،  د یو لړ نورو تازه څیړنو پایلي بیا ښیي چې موږ باید د یوه نوي لنډ کنګلي عصر ( یخبندان ) د رارسیدو په خاطر سترګي په لار و اوسو . دا پایله د هغو څیړنو څخه تر لاسه سویده چې د انکلستان په (  Northumbria University ) پوهنتون کې یو شمیر لمر څیړونکو تر سره کړبده . دا څیړونکي داسی وړاندوینه کوي چې د ۲۰۳۰ کال وروسته به په ځینو سیمو کې خورا سخت ساړه  ژمی راسي او ټوله ساحه به په کنګل واړوي .

      نوموړي څیړونکي د خپلو وړاندوینو اصلي لامل په لمر کې ویني . دوي دا وړاندوینه د لمر پر سطح د یو لړ ( لکو یا خالو ) له مخي کړي چې ډیره بریالی یې بولي او وایي ددغو لکو د شمیر له مخي د لمر د فعالیت اندازه لګیدلاي سي چې زموږ د ځمکي پر اکلیم باندي بشپړ اغیز لري .

      دغه انګریزي لمر څیړونکي د خپلو څیړنو پر بنسټ وړاندوینه کوي چی د لمر د لکو فعالیت به د ۲۰۳۰ څخه تر ۲۰۴۰ پوري ۶۰ سلنه را ټیټ سي . دغه کار به یوازي د راتلونکو ۱۵ کالو په موده کې د سختو ژمني یخنیو لامل وګرځی  .

د لمر د اغیزمنتوب د کچي په اړه ناهمږغي نظریات :

د اکلیم د ادلون بدلون په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې یې زموږ د اکلیم پر څرنګوالي باندي د لمر د رول اغیز په رسمي ډول تائید کړی مګر دا یادوونه یې هم کړیده چې دا رول یوازي په ټیټه کچه د ځمکي د هوا پر منځني درجه باندي اغیز ښندلای سی . نور څیړونکي ماهران بیا د لمر او په ځانګړي توګه په لمر کې د لکو فعالیت رول او اغیز د ځمکي د هوا پر حالاتو باندي ان د هغه کاربن ډای اکسایډ ( CO2) د اغیز په پرتله هم زیات بولي چې د انسانانو د ورځني فعالیت له مخي هوا ته پورته کیږي .

په لمر کی لکې ، لمریز بادونه او د ځمکي اکلیم :  

     په لمر کې لکې دا هغه توپانونه ښئي چې د سختو مقناطیسي فعالیتونو له کبله د لمر پر سطح منځته راځي . دغه توپانونه ډیر مقدار مواد د لمر د سطحي څخه بهر ته خارجوي . د نوموړو موادو جریان په فصا کې د لمریزو بادونو په نامه یادیږي او کله چې تر ځمکي پوري را ورسیږي ، « شمالي نور یا روښنایي » منځته راولي ( شمالي نور او جنوبي نور یو ډول قطبي روښانه بریښنایی شعاعوی دی چې د لمریزو بادونو د شدت او سختوالي له مخي منځته راځي . ژباړن ). دغه مواد همدارنګه کولای سي د ځمکي په اټموسفیر کې د اوریځو پر کچه باندي تاثیر وکړي چې دا کار هم په اټموسفیر او هم د ځمکي پر مخ د هوا پر درجو باندي اغیز ښندي . د همدې ځایه ده چې د لمر پر سطح توپانونه د ځمکي د مخ د هوا سره تړاو پیدا کوي .

 

یو د بل سره مطابقت او یو په بل پوري تړاو :

      څیړني ښئي چی د لمر پر سطح توپانی فعالیتونه پدي وروستیو څو پیړیو کې دوه برابره زیات سویدي او په عین وخت کې دا کار د ځمکي د تدریجي ګرمیدو د دوران سره مطابقت کوي . همدارنګه د ۱۶۴۵ کاله تر ۱۷۱۵ کال پوري د لمر پر سطح د لکو په شمیر کې د پام وړ کمښت تر سترګو سوی وو . دا وخت د هغه وړوکي کنګلي عصر دوران وو چې اروپا سخت ساړه ژمي تیرول . دا هم تثبیت سویده چې د لمر پر مخ د لکو شمیر د ځمکي پر مخ د تودوالی د منځني درجو سره مطابقت کوي . خو داچي دا حالت یود بل سره علتي تړاو لري او کنه ، تر اوسه لا بشپړه مالومه نده او د بحث وړ موضوع پاته ده .

د راتلونکو ۱۵ کالو وروسته کې د هوا حالات :

      د لمر د څیړونکو د مطالعاتو او وړاندوینو پر بنسټ او د اکلیم د بدلون په هکله د روانو نظریاتو په پام کې نیولو سره  د ۲۰۳۰ کال په خواوشا کې کولای سو د اکلیم په اړه لاندي وریانتونه د یادولو وړ وبولو :

۱ ــ د ځمکي عمومي ګلوبال تودوالی به دوام و مومي ( لمر به پدي کار کې ډیر رول و نلري ) .

۲ ــ عمومي ګلوبال تودوالی به پښه نیولي سی ( توقف به وکړي ) .

۳ ــ په عمومي ګلوبال تودوالي کې به وقفه راسی.

۴ ــ عمومي ګلوبال سوړوالی او سخته یخني به راسي او یو لنډ کنګلي عصر به منځته راولي ( لمر به پدي کار کې ستر رول ولوبوي ) .

 دا چې د لوړو څلورو وریانتونو څخه به کوم یو واقعیت و مومي ، دا هغه څه چې وخت به جواب ورته ووایې او د انسانانو وړاندویني به پریکنده رول و نه لري .     د ژباړي پاي

د ژباړونکي یادوونه :

      د لوړي لیکني د وروستۍ نتیجې اخیستني په توګه د څلورو وریانتونو یادولو ماته یوه فکایې ډوله کیسه را یاده کړه . هغه داسی وه :

     د کندهار په ارغنداب کې یو سپین ږیری سړی وو چې ځان يې تل تر نورو هوښیار او په هرڅه پوه باله . یو وخت چې حاصلات ټول سوي وو ، دغه سپین ږیری د یوې ډلي نورو کسانو سره په بانډار کې ناست وو او پدي باره کې خبري کیدې چې سږکال به د وچو میوو قیمتونه څنګه وي . کله چې ده ته نوبت ورسیدی ، نو و یې ویل : یاره هلکانو که خدای درواغجن نه کړم زما فکر خو داسی راته وایې چې سږکال به شکرپاره یو څه ګرانه سي ، یا به یو څه ارزانه سی او یا به پر دغه حال پاته وي . . . . . .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *