موږ حق لرو چې په حکومت، مسوولو ادارو او چارواکو او په ټوله کې په روانو حالاتو، بدلونونو او نور هغه څه چې په یوه اړخ کې پر موږ اغېز لري، یا یې یوه اړیکه زموږ سره وي پرې وغږېږو، نظراو وړندېزونه وکړو او که چېرته مناسبه وي ځینې چارې، کړنې او حرکتونه او ناسمې پرېکړې وغندو.

خو هر څه یو ځانګړی چوکاټ لري او دا داسې چوګاټ دی چې کوم ځانګړې لارې او فرمولونه نه دي، بلکي عموميات دي او د هر چا سره پرې خلاصېدونکی دی چې اخلاقي پولي یې بللی شو.

د دې پولو نړول اسانه خبره ده، نه اسانه ده خوبې پایلی ده. که موږ له نورو سره ځان تلل غواړو، یا غواړو د نورو په څېر دی زموږ خبرې او نظریات اغېزې ولري، په پنځو کې یادشو، د نورو له پامه ونه غوروځو او دا چې مو نیوکې او خبرې ځای ونیسي د دې پولو اوړیدل راته نه دي پکار او ځانګړې پاملرنه به ورته له ما موږ جوړ کړي او یوه خبره به مو د سلو ځای نیسي او اغېزه به یې داسي وي لکه د سیند روانې اوبه چې درېدونکي نه دي.

زموږ دا پورتنۍ ټولې خبرې په دې یوه کمزوري حالت دي چې ستغې سپورې، کنځلې او احساساتي پرېکړې یې ډېری سلنه جوړوي.

کنځلې او احساساتي ویناوې، تبصرې، لیکنې، نظرونه او نیوکې مو نه یوازې دا چې د نیوکې او نظر اغېز کموي، بلکې ستاسې د ټیټ شخصیت ښکارندويي کوي دا خو لا پرېږده چې خلک در باندې د لېوني ګمان وکړي او خبره مو د سړک د سر شي.

زموږ د دې ډول کمزوریو ښې بیلګې په روان سیاسي بهیر اود کرېکټ په لوبو کې ښې لیدل کېدای شي.

د سیاسیونو ترمنځ مو خبرې هغه ډول نه وي چې موږ یې فکر کوو، پایلې، ځانګړي فکر او په یو ملي دریځ ټینګ دریدل، خو بیخي هوايي خبري دي.

دا ښاغلي یوبل ته د قناعت پر ځای ستغې سپورې وايي، کنځلې کوي او د خپلو شخصي ګټو د ساتلو لپاره له ټولو پولو تېریږي او هغه څه وايي چې موږ ته د یو بد ذهن او فکر راکولو سربېره بل څه نه دي.

دوی په دې فکر نه کوي چې ننۍ یا دومره شوي بحثونه او ژوند یې باید ل�� ترلږه یوه  ګټوره پایله خپلو خلکو او هېواد ته هم ورکړي. خو تاسې دا و نه وایاست په سیاست کې چې ماشومان ګډېږي، داسې خو به کېږي نو.

په هر حال د کرېکټ نړۍ هم له احساساتو خالي نه ده. په دا وروستیو کې ټولنیزو پاڼو ته زموږ د ځوانانو لاس رسی په نېک پال حسابېدای شي. اوس زموږ لږ لوستی ځوان هم د نړۍ د هغه ځوانانو په کتار کې شمېرل کېږي چې د خپل هېواد، خاورې، ملي حاکمیت، افتخاراتو، روانو چارو، حکومت او مسئولو وګړو په کړنو نظر ورکوي او څاري یې.

دا بیا د فکر وړ نه ده چې د کتار په وروستۍ برخه کې یو دا چې اوس یو دا مهمه ده، خو څنګه نورو سره یو ځای او په یو صف کې شو یا ولې نه یو شوي علت یې زموږ بې ثباته  دریځ او احساساتي پرېکړې او نظریات دي او په خواله رسنیو بیا د کرېکټ لوبې او زموږ د لوبډلې په اړه داسې ډېر څه ګورو چې د لېدواو لوستلو تمې یې نه کېږي.

کرېکټ د افتونو اوهره شېبه رنګ بدلونکې لوبه ده. په لوبو او په ځانګړې توګه کرېکټ کې ننی اتل سبا خپل ځای بل ملګري ته پرېږدي، بل یې بل ته او ممکن ځیني وخت له یوه هم پوره نه شي، خو دوی خپله کوي اودا خو منل شوې ده چې بنده تر خپلې وسې پړ دی، خو موږ ځینې وخت معجزې غواړو هغوی چې د خپلو خلکو د زړونو ګټلو لپاره په لړزه راځي په سپکو سپورو یادوو اود خپلو شخصي بې اساسه غوښتنو او نظریاتو سره سم نه راختلو له امله یې سپک سپاند کوو.

که دا منو چې زموږ لوبډله زموږ ده، نو باید ورسره په هر حال ملاټر ووسو تر هغې چې یو منزل ته ورسي، نه دا چې سل بریالیتوبونه یې زموږ او یوه ماتې یې د پوزې پېغوري پېزوان وګرځو او په سلو نومونو یې یاد کړو.

اوس دې یوې پایلې ته رسېږو که غواړو هر نظر، لیکنه، تبصره، وړاندیزونه او نیوکې مو یو ځای ونیسي، د نورو پام ځاته را واړوي، نو په سړه سینه یې سره د سمون د لارو چارو په ښودولو سره کولای شو هم خپل مسئولیت ادا کړو او هم به مو په هغه چاره کې مثبت بدلون راوستلی وي.

اګسټ ۵/ ۲۰۱۵ / جلال آباد

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *