تاند – د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي په هغه بحث کې چې د افغانستان د وضعیت د څیړلو لپاره د امریکا د سولې انسټیټیوټ تنظیم کړی و، برخه واخیسته او ویې ویل چې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د کابل او اسلام اباد اړیکي مهم دي او په دې برخه کې ولسمشر اشرف غني باید وستایل شي چې روابط یې ښه کړل.
په دې غونډه کې چې په واشنګتن کې د چهارشنبه په ورځ وشوه د امریکا د سولې د انسټیټیوټ د مدیره هیات مشر سټیفن هاډلي هم په همدې مسله کې د افغانستان د ولسمشر ستاینه وکړه او ویې ویل، اشرف غني پاکستان ته ویلي دي، که تاسو افغان طالبان سولې ته چمتو کړئ نو بیا به افغانستان هم د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو په برخه کې دلچسپي پیدا کړي او لاس په کار به شي. هارډلي بیا وویل، پاکستاني چارواکي په دې باور دي چې اشرف غني په خپله خبره دریږي او هغه غواړي چې د دواړو هیوادو اړیکي ښه وي. د هارډلي په وینا پاکستان په پیښور کې تیرکال په پوځي ښوونځي کې تر برید وروسته د طالبانو ګواښ ته په ډیر جدیت ګوري. د ډسمبر میاشت په ۱۶کې په دې حمله کې چې نژدې ۱۵۰ کسان ووژل شول، ډیری یې زده کوونکي وو. د دې برید مسوولیت د پاکستان د تحریک طالبان ډلې په غاړه اخیستی و.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دانیال فیلډمن چې له خپله کاره استعفی کړی، وویل، د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مړینې د سولې خبرې څه ناڅه پیچلي کړي خو دې مهمې موضوع طالبانو ته دا فکر پیدا کړی دی چې دوی غواړي جګړه وکړي او شخړو ته دوام ورکړي که غواړي چې افغانستان اباد شي او دوی د خپل هیواد د یوه سیاسي قانوني تحریک برخه شي.