لوګر ولایت

تاند- د لوګر د ولایتي چارواکو په وینا نن په دغه ولایت کې په یوه موټر بمي چاودنه کې ۸ تنه ووژل شول او ۱۲ نور ژوبل شول.

د لوګر د والي ویندوی دین محمد دروېش وویل، له چاودېدونکو موادو بار شوی موټر وویل چې یوې دولتي ودانۍ ته نژدې په دې چاودنه کې درې پولیس او ۵ ملکیان ووژل شول.

د دروېش په وینا په ټپیانو کې ۵ پولیس شامل دي.

د پېښې شاهدان هم وايي چې اکثره مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوښتې ده.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د دوی د برید هدف د اردو او سیمه ییزو پولیسو ځواکونه ول.

د طالبانو په بریدونو کې عموماُ عام خلک وژل کېږي.

د ملګرو ملتونو د يوه تازه راپور له مخې د ٢٠١٥م کال په لومړۍ نيمايي کې په افغانستان کې ملکي تلفات د تېر ميلادي کال د همدې مودې په پرتله زيات وو.

د راپور له مخې په دې موده کې ٤٩٢١ تنه ملکيان وژل شول، ١٥٩٢ تنه ټپيان شوي دي، چې د تېر ميلادي کال د همدې مودې په پرتله يوفيصد زياتوالى ښيي.

راپور وايي چې د شخړو زيات زيان ښځو او ماشومانو ته اوښتى، چې د ښځو تلفات ٢٣ فيصده او د ماشومانو تلفات ١٣ زيات شوي دي.

د ملګروملتو په وینا په سلو کې ۷۰ ملکیان د طالبانو په بمي، انتحاري او نورو حملو کې وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *