تاند- وسله والو طالبانو، چې د ملا عمر له مړینې وروسته د مشرتابه پر سر پکې سخت اختلاف رامنځته شوی دی، د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې سید طیب اغا د قطر د دفتر له مشرۍ استعفا کړې او پر ځای یې عباس ستانکزی ټاکل شوی دی.
مخکې ویل شوي و چې سید طیب اغا د ملا محمد عمر اخوند پر ځای د طالبانو د تحریک د مشر په توګه د ملا اختر محمد معصوم له مشرۍ سره مخالف دی.
ملا اختر محمد منصور د سید طیب اغا د استعفا او د هغه پر ځای د شېرمحمد ستانکزي د ټاکنې په اړه په یوه لنډ پیغام کې ویلي:«دا چې محترم سیدمحمد طیب اغا د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له ریاست څخه استعفا وکړه، د فعلا لپاره محترم شیرمحمدعباس ستانکزی د یادشوي دفتر د سرپرست په توګه وټاکل شو، ترڅو په اړوندو چارو کي ځنډ را نشي، د افغانستان اسلامي امارت د محترم سید محمد طیب اغا د خدمتونو قدردانی کوي او د آینده لپاره به د ده له خدمت، تجربو او مشورو څخه ګټه اخلي.»
سید طیب اغا تراوسه پوري د خپلې استعفا او د هغې د علت په اړه له رسنیو سره خبرې نه دي کړي.