عبدالحلیم حلیمیار

ملي اجماع په اصل کې ملي يووالي او ملي توافق ته ويل کېږی. شفافي ټاکنې هم په ضمن کې د ملي اجماع ياملي توافق مانا ورکوي، ځکه پر يوه معلوم شخص په کلي توګه متفقوالی، د ملي اجماع دوهم اوريانټ دی.

ملي توافق، ملي يووالی، ملي اجماع، ملي اتحاد او ملي اتفاق ټول مساوي او تساوي فکټورونه دي. د شفافو ټاکنو په پايله کې هم د هيوادونو د وګړو تر کلي توافق وروسته يو ځانګړی شخص د واک واګې په لاس کې اخلي.

که چېري د وګړو کلي توافق نه وي، نو انتخابات دوهم او آن درېيم پړاو ته ځي. مطلب مې دا دی چې شفافي ټاکنې او ملي اجماع په اصل کې د يوې سيکې دوه مخه دي، په دې مفهوم: که چېري يو ځانګړي او معلوم شخص ته د ملي اجماع په واسطه رايه ورنه کړل شي، هيڅ امکان نه لري چې زعامت دې تر لاسه کړي، دا ځکه چې همدا د ولسونو ملي توافق او متفقوالی دی چې پر يوه ټاکلي کانديد باندي ملي اجماع ته رسېږي او بالاخره په اکثريت د رايو خپل د خوښې شخص ټاکي.

په افغانستان کې چې انتخابات رانژدې شوي، اوس دوه فکټوره مطرح کېږي: يو اړخ ملي اجماع غواړي او بل اړخ په هر صورت پر ټاکنو ټينګار کوي، حال دا چې په اصل کې ملي اجماع او ټاکنې فقط دومره توپير سره لري چې ټاکنې د رايو يا کارت او تصديق په واسطه صورت مومي او ملي اجماع په شفاهي او مختصر تحريري ډول د جرګې په شکل صورت مومي. په هر صورت، كه ملي اجماع وي او كه شفافي ټاكنې، د مفهوم او محتوا له پلوه دومره توپير نه سره لري.

زموږ سياسيون مختلف تحليلونه وړاندي كوي، ځيني يې پر يوه اړخ ټينګ ولاړ دي او ځيني يې بيا د بل اړخ كلك مدافعين دي، ځكه تحقيق نه دى شوى چې ايا د ملي اجماع په واسطه هدف ته لاسرسى ممكن دى او كه د ټاكنو له لارې؟ ټاكنې هم ستونزې لري او د ملي اجماع شفافيت هم په اوسنيو شرايطو كې امكان نه لري، ځكه ملي اجماع هم د يو څو محدودو كسانو كار نه دى، اكثريت برخه د يوه هيواد د وګړو به پر يوه حقيقي او حكمي كانديد توافق كوي، كه څه هم ملي اجماع مشخص عددي قيد نه لري، خوبيا هم اكثريت ته د يوه معيار په سترګه كتل كېږي، خو ټاكنې بيا د مشخص عددي قيد تر څنګ، زماني قيد او نور ملحوظات هم لري. مهمه دا ده چې كه شفافو ټاكنو ته زمينه برابره شي، نو اوس به په مراتبو تر ملي اجماع زموږ لپاره د قناعت وړ وي، ځكه تر ملي اجماع وروسته متخاصمو ډلو ته قناعت ور كول ستونزې لري، نو تر ملي اجماع به ښه دا وي چې اوسني واكمن اشخاص د شفافو او عادلانه ټاكنو لپاره هڅه وكړي او زمينه ورته برابره كړي.

د ټاكنو له لارې هدف ستونزې نه لري، خو د اجماع له لارې كېداى شي وروسته ځيني ډلې، احزاب او اړخونه خپل معترضيت او مخالفت په ډاګه كړي او بيا نظام ته ستونزې ايجاد كړي. كه ځيني كړۍ وايي چې اساسي قانون كې دې تغيرات راوستل شي او د جمهور رئيس كرزي دوره دې وغځول شي، موقته او انتقالي دورې دې بيا ځلې جوړې شي، تر څو لومړى ثبات ټينګ او بيا شفافو ټاكنو ته زمينه برابره شي، نو نور موازي قوتونه، ګوندونه، حزبونه، حركتونه او طاقتونه بيا مطلق مخالف دي او وايي چې بايد په هر صورت ټاكنې تر سره شي او نوې څېره راشي.

خبره دا ده چې كه چېري اساسي قانون تعطيل او د كرزي دوره تر موقتي او انتقالي دورو پوري وغځېږي، نو ستونزه دا ده چې موږ يو ځلي بيا د پرمختګ پر ځاى شاتګ وكړ او كه عاجلي ټاكنې وشي، نو د شفافيت او روڼوالي پر ځاى پكې د درغلۍ او عامه حقونو د تلف مشكل مطرح او محسوس دى. خو اړ يو بايد د يوه قوي زعامت لپاره رايه وركړو. بې تفاوتي په دې برخه كې د هر چا خپل شخصي مسووليت دى. د نن غلطي بيا سبا نه اصلاح كېږي. دا ځل بايد ټول ډېر حساس، دقيق، سنجيده، په ملي توافق او په مسلم ډول د زعامت په انتقال كې سهم واخلو!

————————-

ليکوال : عبدالحليم حلميار

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

One thought on “ملي اجماع او ټاکنې! – عبدالحليم حلميار”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *