نن مو ډېر خوندور سفر درلود، دميدان وردګو پوهنتون ريس ښاغلي عنايت الرحمن مايار مبارکې ته ورغلي و، په لاره کې مو هم ښاغلی استاد عنايت الرحمن مایار له دې امله وستایه، چې دغزني په پوهنتون کې يې هم ډېر خدمتونه کړي دي، له مدني او فرهنګي ټولنو سره يې خپله همکاري جاري ساتلې ده. د ميدان وردګو پوهنتون د دشت ټوپ په عالي لېسه کې دی، چې د همدغه لېسې يو بلاک يې پوهنتون ته ځانګړی کړی دی، پوهنتون ته په رسېدو سره مې سترګې پر سپينو لوحو ولګېدلې، چې پرې تور توري ليکل شوي و، په کوم ځای کې چې د ښوونځي دروازه پرانيستل کېږي، دزندانونو دروازو ته قلفونه لوېږي». رښتيا هم علم انسان دجهالت له تاريکۍ رڼا ته ورولي، د ميدان وردګو ځوان ريس عنايت الرحمن ته مو مبارکې ورکړله، هغه له موږ څخه پردې مننه وکړه، چې زموږ مبارکۍ ته له غزني څخه راغلي ياست.

بېرته مو دغزني په لور حرکت راوکړ،په لاره کې فيسبوک هم سم کار نه کول، خو دلارې په اوږدو کې ملګرو دبېلا، بېلو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شريکول، غزني ته په رسېدو سره سم د فیسبوک پر پاڼه راته يو مسيج راغلی و، دپيغام د کتلو هڅه مې وکړه، خو نيټ سم کار ونه کړ، لږ وروسته چې غزني ښارته په نژدې کېدو مې پيغام وکوت. «دا ځلې سلامونه او نېکې هيلې نشم درلېږلی، خو دا ځلې يو زېری درته لرم» وېښتان مې زيږه شول، چې دا به کوم د خیر کار وي، چې دا ښاغلی په ما زېری کوي، زموږ په سيمه کې خو هر وخت دغميزو او وژلو خبرې وي داځلې به کوم زېری وي، چې له سلام او کلام پرته راته زېری راکوي. په چات کې بیا ټايپينګ شروع شو، بس زه درته زېری وايم خو ستا تلوسه زياتوم، که څه هم تر دې وړاند ې مې له همدغه کس سره هيڅ کومه اړيکه نه لرله. لېوالتيا مې نوره هم ډېره شوه، وروسته ښاغليه! تاسو ته روښانه ده، چې نن ورځ ښوونځي ته طالبان راغلي و، هغوی ډېرې خبرې وکړې. ما دا خو کومه د اندېښنې وړ خبره نه ده، د ولسواليو د ښوونځيو کنترول خو طالبانو سره دی، خود به ښوونځيو ته درځي پردې مه خپه کېږئ. خو هغه راته وويل چې خبره بل ډول ده، نن طالبان راغلي و، له استادانو سره تر خبرو وروسته يې زده کوونکي په لين کې ودرول، هغوی ته يې ډېرې خبرې وکړې، د خبرو په تر څ کې يې د ښوونځي له استادانو نه هم زياته مننه وکړه، چې ګواکې استادانو زموږ خبر ومنله، نن د ښوونځي ادارې يو بلاک موږ ته په واک کې راکړ، څو په همدغه بلاک کې داسلامي امارت مجرمين محکمه او بنديان کړو. ددې خبرې په اورېدلو سره مې بې اختياره له سترګو نه اوښکې تويي شوې، دا فکر راسره پيدا شو، چې په يوه سيمه کې دښوونځي اداره خپلې تدريسي خونې د پوهنتون محصلينو ته ورکوي، څو دوی دعلم او پوهې پر مټ په ټولنه کې ځانونه مطرح او د لوړو استعدادونو خاوندان شي.

زموږ سيمه بیا بر عکس د ښوونخي يوه ودانۍ مخالفينو ته د مجرمينو د محکمې لپاره سپاري، له يوه لورې د زده کوونکو دزدکړو مخه نيول کېږي، خو له بله لورې به خلکو ته ښوونځی د زندان په نوم نومول کېږي. که مو هيله سوله او پرمختګ وي، که مو هيله هيواد ژبې او اسلام ته خدمت وي، که مو هيله د خلکو پرهرونه ګنډل وي، نو زموږ وړو ماشومانو ذهنيتونه ښوونځيوته جوړ کړئ، د هغوی د زدکړو مخه مه نيسئ. توره مه ستایه هنر ورلره ستایه بې له توري نور له هرڅه بې نصيبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *