شاه سلطان عاکفي

 د افغانستان جمهوري رياست وايي چې په کابل کې د نن سهار وختي چاودنه کې ١٥ کسان وژل شوي دي.

د ولسمشر د وياند مرستيال سيد ظفر هاشمي نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې تر ٢٤٠ زيات نور کسان ټپيان شوي دي.  تر دې مخکې د روغتيا وزارت سرچينو د ټپيانو شمېر ٤٠٠ تنه ښوولى و.

چاودنه د هغې لارۍ د منفجره موادو له کبله شوې، چې سهار وختي شا و خوا ١ بجه د کابل د اتمې حوزې په شاه شهيد سيمه کې وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *