تاند- یوه انتحاري، چې د ملي پولیسو یونیفورم یې اغوستی و، نن شپه /جمعه/ د افغانستان د پولیسو د اکاډیمۍ مخته ځان والوزاوه چې په نتیجه کې یې ۱۵ تنه ووژل شول او ۱۰۰ نور ژوبل شول.
شاهدان وايي چې د پېښې په ځای کې یې د ګڼ شمېر ځوانانو مړي او وینې لیدلي دي.
ویل کېږي چې انتحاري د اکاډیمۍ دروازې ته ننوتی و او له نورو پولیسو سره ولاړ و چې ځان یې وچاوداوه.
راپورونه وايي، انتحاري داسي مهال ځان والوزاوه چې د اکاډیمۍ زده کوونکي اکاډیمۍ ته بېرته تلل.
تېره شپه هم په کابل ښار کې یوې موټر بمي او انتحاري حملې لږترلږه ۱۵ تنه ووژل او ۴۰۰ نور یې ژوبل کړل. د تېرې شپې په برید کې یوازې ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.