خبریال: بشیرالحق عادل – د سره صليب ځايي مسؤلين وايي، له تېرو شپږو کلونو راهيسې يې هلمند کې د جګړې نږدې ۶ زره قربانيانو ته د بدن مصنوعي غړي جوړ کړي دي.
دوی وايي په تېر يو کال کې يې ۳۶۰۰ تنو سره د بدن د مصنوعي غړو په جوړلو کې مرسته کړې ده.
هلمند کې د سره صليب د څانګې مشر احمد بلال د يوې خبري غونډې په ترڅ کې رسنيو ته وويل، سږ کال په دې ولايت کې جګړه ډېره شوې ده چې له امله يې ګڼ شمېر سيمه وال هم د جګړې قرباني شوي دي.
نوموړی وايي، سږ کال يې د جګړې قربانيانو ته ۳۶۰۰ د بدن مصنوعي غړي جوړ کړي دي.
د سره صليب د هلمند ولايتي مشر وايي، سره له دې چې سلګونه کورنيو سره يې د خوارکي توکو مرسته کړې، ترڅنګ يې لسګونه امنيتي سرتيرو ته د جګړه ييزو اصولو زده کړه هم ورکړې.
د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار دغه ولايت کې د سره صليب د فعاليتونو پر ودې ټينګار کوي، نوموړی وايي، سره صليب د ودانۍ د جوړولو لپاره يې لښکرګاه ښار کې ځمکه هم ورکړې ده.
رسوليار د سره صليب کار کوونکو ته سينه وډبوله چې امنيتي ځواکونه به يې د ساتنې په برخه کې پوره مرسته وکړي.
رسوليار ژمنه وکړه چې امنيتي ځواکونه به د سره صليب د کارکوونکو د امنيت په ساتنه او د جګړې اصولو په مراعاتولو کې پوره هڅې وکړي.
ورته مهال د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد که څه هم د سره صليب کارونه ستايي خو د جګړې د قربانيانو په ډېرېدو اندېښنه ښيي.
نوموړی وايي پر ځای ددې چې د جګړې قربانيانو سره مرستې وشي، بايد د جګړې مخه ونيول شي ترڅو نور خلک معلول نه شي.
سره صليب د جګړې د قربانيانو سره د مرستې او خپلو فعاليتونو په اړه دا خبري غونډه داسې مهال جوړوي چې د ريپوټونو له مخې سږ کال سلګونه خلک د هلمند په جګړه بې ځايه شوي او قرباني شوي دي.