د جبران او ایملي لاري او مقصدونه سره بیل وو ، ایملي غوښتو اداکاره وګرځي او جبران یو انځورګر وو ، ایملي پوهیدله چي یوه ورځ به د کوم فلمي سټوډیو لاره نیسي او جبران به ځني پاتیږي لاکن د دې حقیقت برسېره یې ځان د جبران له سحره ایستلای نسو:

 بل خوا جبران په دې حقیقت پوهیدلوبرسېره  د بیري په مینه کي تر انتها احساساتي وو، جبران د ایملي په اړه یو نظم  ولیکلو ایملي ته یې وا ورولو :

یو پوست لمس لکه باد چي ګلاب وښکلوي

 دا بوسه مینه کوونکي له مادي نړۍ را بیل کړي

د خوبونو نړۍ ته یې وسپاري

که لومړی دید د دغه زڼي په څېر دی

چې د میني ملایکه  یې

د انسان په زړه کي کري

نو لومړئ بوسه

د ژوند د وني پر لومړي ښاخ باندي

غوړیدونکې غوټۍ ده !

اخر پای هم هغه څه وسول د کوم چي جبران ډاریدلو ایملي د اداکارۍ په شوق کي (براوډوې) ته ځني  ستنه سوه جبران یوازي پاته سو ، جبران که څه هم په ذهني توګه دې جدایي ته چمتو وو لاکن یوار یې بیا په ژوند کي تیارې وغوړیدلې ، د هر څه آواره په یوازیتوب کي استیدلو ، میري هیکل زیاته هڅه به کوله چي جبران د ماډل په تو ګه کومه بله نجلۍ انتخاب کړي او د انځور ګرۍ ریاضت روان کړي لاکن جبران د ایمل؛ي هیرولو ته په هیڅ توګه اماده کندلو نه اوس ورځ دربله میري هیکل د جبران د مستقبل په اړه اندیښمنه کیدله ، میري هیکل له یوې وږدې مودې د جبران مالي سرپرستي په غاړه اخستې وه د چبران سره د میني لرلو برسیره هم د خپلي میني اظهار د دې لکبله پزړه کي ښخ ساتلی و چي جبران یې د میني دومره لیواله نسي چي خپل کار ورځني پاته سي ، میري هیکل نه غوښتلو چي دا ځوان انځور ګر د ایملي په بیلتون کي دومره بې وس سي چي پای د ګمنامۍ د کندو خوراک وګرځي ، نوره میري هیکل دې نتیجې ته رسیدلې وه چي جبران نو ر بوسټن څخه پیرس ته واستوي چي دا ډول به یې ایملي هم قرار ، قرار له زړه ووزي .د شلمي صدۍ په لومړیو لسیزو کي پیرس د جمالیات خوښوني عالمي مرکز ګرځیدلی و  بونارډ ، ډیګاس ، ګاګین ، کیلې او  پکاسو غوندي عظیمو انځورګرو اسکول آف پیرس ته باور وربخښلی و ، د دې اسکول نر او ښځي د انځور ګرۍ په هنر کي نړیواله شُرتونه تر لاسه کړﺉ و ، میري هیکل چي جبران ته د پیرس د سفر خبره ور یاده کړه جبران سم د لاسه د دې سفر کولو ته آماده سو لاکن دې آمادګۍ د یسري پزړه د غشي وار و چي وسو ، جبران میري ته وویل ، د پیرس څخه چي بیرته امریکا ته راستون سم زما انځورونو  به زښت ارزښت موندلی وي ړانده شتمن به یې رانیسي د هنري ارزښت لکبله نه د دې سوبه چي جوړونکي یې روغ یو کال د یورپ د عظیم  انځورګرو سره په پیرس کي تیر کړي دي ،، !د جبران په دا ډول وضاحت کي څومره درد نخښتی و ، جبران له میري نه له بوسټنه ناهیلی سوی و د پیرس سفریې د همدې ناهیلۍ ، روماني ستونځو لکبله غوره وبللو ، میري د سفر خرڅ او څه نوري روپۍ ورکولو مهال ورته وویل ( بیرس ته د رسیدلو پس هر کله چي کوم مشکل در پېښدلو ما خبروه ، زه ته هم هغه ګړی خپل عظیم انځورګر ته څه جي غواړي هغه به ور استوم )  جبران په عجبه ټکو له میري مننه وکړه ٫٫ ډیر خلک ځکه مړه سوي دي چي د هغو ستا په ډول ژ غورنکی په برخه نسو ، دا تش روپۍ نه دي چي ته یې وماته راکوې بلکې ستا د راکولو نداز دﺉ ورسره چي ته وماته کومه مینه او یقین راکوې نو دا ډول احساس راته دریږي زه هم څوک لرم چي پما ځوریږي ،، پیرس ته تر تګ یوه اوونۍ وړاندي جبران خپل یو نظم دمرګ ښایست ،، میري ته ډالۍ کړو ، میري وروسته MEH چي مطلب یې و میري الزبهت هیکل په نوم دا نظم وژباړلو په المهاجر کي خپور سو .

ای زما ملګرو ! خپلي اوښکي مي وچي کړﺉ

او لاسونه دا ډول پورته کړﺉ

لکه څه رنګ چي سهار وختي  ګلان غوړیږي

او وګورﺉ د مرګ مرغه د رڼا د څلي په څیر هسک دﺉ

زما د بستر او تش ځای تر منځ ،،

نور بيا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۴) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۷\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *