د اگست دويمه، يكشنبه اوښه توده ورځ ده · دلمر وړانگې په دې قيمتي چاپيريال كې چې ډیری وختونه په ګرانه دلته اوسیدونکی وګړی تودوی هم ښې پريمانه  دي · ياران نن ټول  دعبدالوكيل سوله مل شينواري كور ته بلل شوي دي · دا غونډه دپوهاند دوكتور مجاوراحمد زيار په ناول باندې ده چې بيا له سره چاپ شوی او ديوولسم پوړ كړكۍ نوميږي ·

د دې غونډ فضا له نورو توپير لري· دكور په انگړ كې دناستې ځای برابر شوی دی · دمعمول پر خلاف اسمان هم ښه شين دی  هر څه شنه دي · ياران هم يو يو يا دوه دوه له څلورو بجو وروسته دكور انگړ ته راننووځي · غونډه لا پيل نه ده  چې دهيواد په حالاتو خبري كيږي · يو تن وويل يره چی دا زموږ هيواد هم دحماسو وطن دئ · بل وويل هلكه حماسه  يادوې اومعجزې نه يادوي ·كه پخوا دحماسو وطن وو اوس دمعجزو وطن دئ ·

په خوا كې يوه ملگري چې نوی په  څوكۍ  كښيناست، پوښتنه وكړه نو دا معجزه يې په څه كې ده؟ · هغه ورته وويل: يو مهال كال مخكې دا خبره گرمه وه چې موږ په فساد كې له هرچا دمخه اواول نمره يو · اوتير حكومت مو په نړی كې اوله درجه فاسد وو · خو اوس هغه خبره لږه خړه شوې ،  بله را پورته شوې ده هر دوسيه چې را سپړل كيږي  ددوسيي سر بل چيرته پيدا كيږي  · اوبله دا  چې دا دوه كاله كيږي يو امير المومنينن مړ وو اودقبر له منځه يې پيغامونه را كول چې اختر مو مبارك  شه · جهاد ته زور وركۍ ، چې يو كافر درنه خلاص نه شي ·يا  داوسني حكومت سره خبري نه كوو· همدارنگه دناتو پر ضد اودامريكايانو پر ضد به يې له قبره توغندي ويشتل خو دكيسو راويان وايي چې هغه ددي له پاره هلته مړ شوې وو چې دواسكټونو په توليد زور واچوي اوډير واسكټونه توليد كړي · خو بل ملگري وويل :

دا حقاني صيب دجاني خيلو ، دخوست ، دكابل دپيښو دستور له كومه ځاېه وركاوه؟ ، په خوا كې بل اشنا پرې غږ وكړ · ته هم عجبه اشا يې  دمرگ پيغام خو دمړستون نه وركول كيږي  ·هغه خپله مخابره اوستلايت تيليفون لاس كې نيولي وو په داسې حال كې چي اودس يې هم وچولو  خبري يې كولي  ويل يې دا واليبال  كفري لوبه ده دا جاني خيلان ټول والوزوئ · خوست كې يې ملكي خلك له هماغه ځايه په دستور ووژل · نوې ناست اشنا په خندا وويل : معجزه خو همدي ته وايي·ملاعمر له هماغي دونيا نه خپل پيغامونه اوروي او داسي ويل كيږي چې دا ذبيح الله مجاهد هم يا پرښته ده اويا شيطان · وايي چي حقاني دترهگريزو حملو دستور له هماغه ځايه صادروي · دې ته وايي جهاد اودې ته وايي معجزه · زموږ قوماندانان تمامه ورځ په جبهو كې وي  اوهلته مقابله كوي ·استاد رباني يوه ورځ له هغه ځايه په موږ غږ ونه كړ چې ووايي : ((پاكوستان دوشمنهای مارا تربيه ميكند ، گرچه برادر جهادي ما ست ودرهنگام جهاد با ما زياد كمك كرده است · ))

په خوا كې څوكۍ باندې ناست ملگرې چې ږيره يې هم لږه ببره وه · اوخبرو ته يې غوږ نيولي وو · دگډون له پاره را وړاند شو وې ويل : داسې مالوميږي چې  عيسي خان لغماني ته هم شيطان په غوږ كې وويل چې واهلكه خوده ټينگ كو · اشرار خودكشان امندنيستند  · اينها دستور خودرا از حقاني گرفته ميباشد · هغه دنر زوې هم ورته زنگون كيش شو ټك چپه كو ټك چپه كو  ټك چپه كو شپږ تنه يې په هماغه لار رخصت كړه له كومې لارې چې را وتلي وو · نو ځكه خو ملا عمر وويل : دا لغماني خو دبخښني نه دی · حقاني هم په ای اس ای شكمن شو وی ويل دا  هم د ای اس ای كار دی ·

امير المومنين په هماغه جنتي ماڼی كې چې يوازې غلمان ترې تاوو  وو · اوپنډءئ يې ورته چاپي كولي  كله چې دعيسی خان له كاركردگئ نه خبر شو وې ويل:  باره دمور د · · · ای اس ای اوس له موږ سره هغه دنغمې سندره عملي كوي چې وايي :  همدا كوي همدا كوي · دلته يو څه هلته بل څه · باره نو  د· · · · دا لغماني نور دپريښودو نه دی · زما په څنگ كې ناست ملگري وويل : نو طالبان به ولي نه بريالي كيږي هغوۍ دومره هوډ من كسان دي چې مشران يې ان له قبره دخودكشۍ دستورونه وركوي · بل ملگري په خندا وويل : نو كه مذاكرات پيل شي  اودوې دې ته اړ شي دوی به څنگه راشي ، چې سند لاسليك كړي ځكه دوی خو مړه دي · سپين لالا موسكې شو په خندا يې وويل ای بې خبرو  يو سړي نه چا پوښتنه وكړه  چې دا فيل هگۍ اچوي اوكه بچې را وړي · هغه ورته په ځواب كې وويل  په دې لعنتی حيوان كې شك نشته چې همدا وكي اوهمدا : هم بچې راوړي اوهم هگۍ واچوي · بل  ورته ووي په دې طالبي مشرانو كې هم شك نشته چې كفن يې له سره نه تاو وي · داوداسه لوټه وغورځوي  پرتو گاښ كلك كړي  قلم را واخلي اوپه سند لاسليك وكړي ·

په هر صورت غونډه خودمحك خبره  اصلا ددوكتور زيار دجنجالي(كنترا ويرشنل ) ناول پر سر جوړه شوې وه  خو له ناول نه دزيار د نورو په تیره د ژبپوهنې دبې جوړې څیړنو او نوښتنو ستاينې وشوې · دا وار غونډه لږڅه بدله هم وه · هغه دا چې د نقل مجلس يعنې عبيدالله محك صيب هم په كی له زياتې مودی وروسته حا ظر اورا شين شوی وو · اوپه يوه نيمه طنزيه خبره به يې غونډه هم له خندا شنه كوله  · ش ·سنگروال هم گډون كړی وو· هغه ددوكتور زيار سره په وييكو اوغونډلو اونوی تړنگونو بوخت وو· ټكور هم دانگړ په شنو لوگو كې تك شين اوښتی وو · مړه فضا دكډوالي له هغې راوتلي اوهيڅ چادكالي اودفرانسې دكمپ يادونه هم ونه كړه· اونه يې انديښنه وښوده چې حقاني اوملا ماندومر كالې( CALAY) ته راغلي نه وي · لنډ دا چې فضا  كاملا جله باتۍ (جلال ابادۍ) وه · هغه خبره راياده شوه وايي چې لغماني زيات هوښیار شي نو جلال ابادې ترې جوړيږي · زموږ غونډه هم په جوړيدو شوه · خبرې اترې له حقاني اوملا عمر نه واوښتي ·سملاسي په ژبپوهنه كې ښكيل شوې  چا به ددوعا له پاره لاسونه پورته كول يوه ته به يې دوعا كوله اوبله ته به يې نه كوله اويا بر عكس خو داكتر صيب زيار نه چا ونه وپوښتل چې دا پښتو ويونكي په جنت كې كومه ژبه وايي ؟

په هر صورت غونډه له ډوډۍ وروسته سملاسي جوړه شوه · لومړې كوربه سوله مل شينواري خپل ښی لاس په كيڼه سترگه كيښوداوپه شميرلو كليماتو يې دداكتر صیب زيار نه مننه وكړه چې په دې غونډه كې يې گډون كړی دی · بيخي دزيات عمر غوښتنه يې ورته وكړه ·نورو هم دامين په كليمه دخبرې سر تاو  كړ· سوله مل وويل دداكتر صيب زيارغو ښتل چې نن موږدده په بل خورا ارزښتمن اثر چې ويي پوهنه نوميزي هم وغږیږو خو زما وړاندیز دا دئ چې هغه ددې اثر له بیا چا ب وروسته د یو اکاډمیک بحث په پلمه ښه او شا ندر او ونما نځو· په هغه کې نوی مسالې را غلي دي  غواړو پر هغې باندې بله نسبتا علمي فرهنگي غونډه ونيسو چې دگډون والو له خوا يې هركلي وشو · دغونډې دپيل له پاره مخ اكبر كرگر ته واوښت·  سوله مل ترې وغوښتل چې په ناول خپلې خبرې وكړ ي : اكبر كرگر وويل چې دسلمان رشدي په ناول راته خبري اساني دي خو ديوولسم پوړ په كړكيو ناول راته  گراني دي دا ځكه چې استاد يو معزز انسان ،زما استاد اوملگری دې  نوپرته له دې چې ددې اثر درنه ووايم بل څه نه شم ويلي ·  هغه وويل :داكتر صيب · ننۍ فرهنگي غونډه دومره وچه اورسمي خوند نه كوي  زه به خپلې خبرې په يوه كيسه درته پيل كړم ·

كرگر وويل : په شپيتمو كلونو كې زما يو گاونډي وو چې دراديو هنرمندانو ته به يې تصنيفونه جوړول · يوه ورځ مې ترې وپوښتل چې دپښتو هنرمندانو په اړوند څه فكر كوي · ؟ هغه وويل (: نغمه جان هيچ نخواند فقط دركنار ادم بنشيند )) په دې خبره ټولو وخندل،  كرگر وويل دپښتنو په اړوند دڅو نسلونو په مقياس كار سربيره دهغه يو اثر (( پښتانه دژبپوهنې په رڼا كې )) ډېر با ارزښته اثر دی·   كه داكتر صيب نور هيڅ ونه ليكي همدا يو اثر بس دی چې هغه ابدي كړي · خو نن غونډه دناول په باب ده · ما هغه  چاپ چې په پيښور كې چاپ شو لوستې وو  خو په دې اثر كې زياتي زياتوني شوي دي  ډير غځيدلي دی · ناول په څلورو كركترونو بنا دي چې هغه  هم محسوس دي · داستان زما په اند دشوروي دلومړيو كلونو په سبك اوستايل كښل شوی دې گوندي سازمان ته په كې زيات قوت وركړل شوی دی ·

ناول دليكوال په ځانگړې پښتو ليكل شوی دی  چې زه نه غواړم دهغې په خصوصياتو خبرې وكړم خو دكركترونو له خولي ديالوگونه نه دي كارول شوي  بلكې ټول دراوي له خولې دي ·

ناول دمعاصرداستان سره توپير لري· رواني اډانه نه لري· متن اومحتوا يې داخلاقي ارزښتونو مسايل دي  چې دفرهنگي  وروسته پاتې والي سره سره چې كركتر ژر خپل فرهنگي  او اخلاقی ارزښتونه هيروي خو دپردې فرهنگ دجذب ظرفيت لا نه لري  اوهغه په نيمگړې توگه خپلوي  · چې نن سبا دكډوالو افغانانو يوه عامه ستونزه ده ·دا ستونزه  ان دكورنيو په انحلال تمايږي ·  زيار په  خبرو كې وويل چې تاسې دناول په متن كې جنسي مسايلو ته اشاره ونه كړه ·كرگر وویل: ما اخلاقي ارزښتونه ياد كړل  فكر كوم همدا كفايت كوي · دپردې خبرې په پرده كې خوند كوي ·

له كرگر نه وروسته شهسوار سنگروال ته وار ورغئ : نوموړي هم په ناول باندې دتير چاپ له زاويي خبري وكړې  ·هغه زياته كړه چې نوی چاپ څه برخي ېی لوستي دي · په زړه پورې د ي دكرگر دخبرو په تاييد هغه وويل چې په ناول كې دتخليقي هستوني تصويري برخه كمزوري ده  ټول په ژوندو واقعيوتونو را څرخي دا بايد دانځورونو په ژبه ويل شوي واي · سنگروال دنقد اوڅيړني په برخه كې ديو كركتر په عمر تمركز وكړ اوپه منطقي ډول يې وارزوه · هغه بيا هم وويل چې په داستان كې د حكمونو اوواقعيتوتونو دكښلو پر ځاې بايد پيښې په تصويرې توگه را اخيستل شوي واي ·

له سنگروال نه وروسته افضل ټكورشاعر اوليكوال په داسې حا ل كې چې دحمزه بابا يو نيم بيت يې داستدلال  دټينگښت له پاره دميخونو په توگه  كارولو، لنډې خبري وكړې · زيات په ناول ونه گړيد يوازی ددوكتور زيار دنه ستړي كيدونكو كارونو يادونه يې وكړه · خو كله چې وار سليم حيات ته ورغئ هغه وويل :

ديوولسم پوړ كړكۍ له تلوسې ډك نوم دی  چې لوستونكی له ځانه سره مخ په وړاندې بيايي لوستونكي دې ته پاروي چې يوولسم پوړ كې څه تيريږي ·· دانسان په ذهن كې بلا ډېرې پوښتنې را ولاړوي ·لوستونكی ځان دې ته اړ كوي چې مخ په وړاندې ولاړ شي ·

مينه دزړه په وينه زما په اند دناول دويم نوم دی چې زه ورسره موافق نه يم · يو كتاب دوه نومونه دداستاني ادب له نورمونو اخوا يو څه اضافه بريښي · كه چيرته يې داول نوم پر ځای هم راوړو · ديوولسم پوړ كړكۍ په پرتله كمزورې نوم دی · چې دلوستونكي تلوسه له مينځه وړي · لوستونكي داسې انگيري چې مين په خپله معشوقه يا په مينه خپل سر ايښی دی ·

احمد ضيا ء سيامك هيروی  چې ليكوالي ورته يو ميراثي دنده پاتې ده اوددرې ژبي ښه ليكوال اوناول ليكوال دی · دناول په باب ډير ښه بحث وكړ· هغه وويل زما په نظر كيدای شو چې استاد ددې كتاب دبيا پنډولو اوزياتولو پر ځاې بل اثر كښلي وای ·څرنگه چې ما دغه اثر نه دی لوستی نو زه زيات څه نه شم ويلي يوازې همدومره وايم كه استاد ددې اثر پر ځای بل كښلي واي اويا يې دا كيسه په بل كې غځولي وای  دا به نوی كار وو · هغه دناول دخلقت اوهستوني په باب دكرگر دا خبره تاييد كړه چې موږ له واقعيتونو نه بهر ژوند نه شو كولي خو كله چې داستان اوناول ته را ځو كه واقعيتونه هماغه ډول چې زموږ له حواسو بهر تيريږي راواخلو اووي ليكو دا به يو رپوټ اوژورنالستيك كار وی · خو كه دهنرمند اوليكوال دذهن له صافي تير شي ، اونوی هسته شوی دونيا په كې انعكاس پيدا كړي نو هنري اثر دی · زه باوري يم چې ددوكتور زيار دا اثر په خپل ځای كې بريالي اثر دی  اودا يو نوی تيم دی · خو زما نظر په عام ډول وو·

دغونډې په پای كې ځوان شاعر اوليكوال داكتر خسرو سنگروال دخبرو جلب واخيست وې ويل كرگر صيب اوسنگروال صيب يوازې دناول ځينې ټكي بيان كړل اودمثبتو ټكو پر ځای يې دداكترصيب  زيار ستاينه وكړه · دناول په مثبتو ټكو يې څه ونه ويل·لكه دځينو تصويرونو يادول دځينو كليوالو اوعامه گړنو كارول اويا دجنسي مسايلو په هكله يې څه ونه ويل·  كرگر وويل ستا انتقاد پر ځای دی  بل وار كه خير وو دا كار به هم وكړو ·

د غونډې وروستی ویناوال سو له مل و ،هغه وویل :

د هر داستا نی اثر په ارزونه کې باید دا درې پوښتنې ځواب شی : لومړی دا چې دا اثر چا لیکلی د هنری اثر لیکوال او که څیړونکی او یا بل چا ؟ دوهم دا اثر څه وخت لیکل شوی

او دریم دا اثر موضوع ده . زه نه وایم او نه استا ذ چې دا  د پښتو داستا نی اثارو خورا غوره بیلګه ده او اوسنی داستا نی معیارونه ټول په کې په پام کې نیول شوی ، خو د استاذ د اکا دمیک هو یت او د اثر د لیکلو د نیټې چې څه کم زیات دیرش کلونه پرې اوړی او د اثر موضوع ته په پام دا له ډیرو چا پ پښتو داستا نی اثارو ښه اثر دئ . دا سمه ده چې د هنری ادبیاتو هر پینځونکی په هر ژانر کې بریالی نه وی  هر شا عر ښه داستان لیکوال نه وی او همدا رنګه هر داستا ن لیکوال ښه شا عر کیدای نشي خو دا سل په سلو کې واقیعت نه دئ ځکه د نړیوالو ادبیاتو ځنی داسې څیری شته چې په بل ژانر کې هم بریالی وو لکه هوګواو یا لرمنتوب هم ښه شا عران وو او هم ښه ناول لیکوال، ان براندرسل چې یو سا یسنوپوه و په ادبیا تو کې د نوبل جا یزه واخیسته. استاذ لکه څنګه چې دوستا نو وویل دا ناول په ریا لیستیک سبک لیکلی او له بد مرغه  بایدووایو چې په دې سبک لا اوس هم زموږ ډیر ناولونه او لنډې کیسې خپریږي او په هغه وخت کې چې استا ذ دا اثر لیکه زموږ ادبیا ت د شوروی ډوله لیکنو او سبکونو خورا اغیزمن و او لا یی هم اغیز په ځنو پا تی دئ او یوازې د ګوتو په شمیر پښتا نه دي چې د نوو او رایجو سبکونو او مکتبونو په پیروۍ خپل داستا نی تجربې پر مخ بیا یی.

غونډه دشپې  دنهه نيمو بجو په شاوخوا كې په داسې حال كې چې زموږ دغونډې (نقل مجلس عبيدا لله محك) خپلې ټوكې كولي پايته ورسيده · خو په دې برخه كې يو وار بيا يو چا شيطنت وكړ · ويل يې  كيداې شي  چې ملا ماندومر اوحقاني دواړه دفرانس پولې  ته را غلي وي اوهلته دجنگي فلمونو ننداره وكړي  ·

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *