تاند- تېره شپه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د ناټو پر یوه مرکز د حملې په نتیجه کې د ناټو یو پوځي او ۸ افغان قراردادیان ووژل شول.
دا په ۲۴ ساعتونو کې په پلازمېنه کابل کې څلورمه حمله وه.
تر دې مخکې پرون ماښام د پولیسو پر اکاډیمۍ برید وشو.
د ناټو په اډه کې د وژل شوي بهرني پوځي د ملیت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د ناټو ویندوی ډګروال براین پریبس نن /شنبه/ وویل چې په دې برید کې د ناټو یو شمېر بهرني پوځیان او افغان قراردادیان ژوبل شوي دي.
ده وویل چې وژل شوي افغان قراردادیان ملکیان ول خو د غوڅ ماموریت لپاره یې کار کاوه.
د کابل په وروستیو څلورو حملو کې ټولټال لږترلږه ۵۰ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت وايي چې پرون وسله والو سختدریځو غوښتل چې د کابل په لمنو کې د امنیتي ځواکونو یوې اډې ته ننوځي خو له مقاومت سره مخامخ شول چې په نتیجه کې یې ۱۰ تنه امنیتي ساتونکي ټپیان شول.
طالبانو د پولیسو د اکاډیمۍ او د ناټو د مرکز د حملې مسوولیت په غاړه اخیستی خو د شاه شهید د حملې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د شاه شهید په حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۴۰۰ نور ژوبل شوي دي.
طالبان عموماً د خپلو هغو حملو په اړه څه نه وايي چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله واوړي.
له امریکی نه پوښتنه وکړی چی ترڅه وخته به لا دا جنګ پر افغانانو تپی ؟