خبریال : میرویس جلالزی – یو شمیر امریکايي چارواکو او په افغانستان کې د امریکا د حکومت له لوري د ملکي او پوځي چارو سمبالوونکو پر سپینه ماڼۍ غږ کړی چې د افغان همکارانو لپاره د کډوالۍ د خاصو ویزو د ورکړې پروسه چټکه کړي ځکه هغوی د طالبانو او داعش له لوري د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
دغو چارواکو دا ځل د خپلو افغان همکارانو ژوند تر بل هر وخت ډیر خطرناک ښوولی او د SIV (د کډوالۍ ځانګړي ویزې) پروسي منتظمان يي د افغان همکارانو د کیسونو او اسنادو بیړني څیړلو ته هڅولي دي.
په کابل کې د امریکا د سفارت د سرچینو په وینا په زرګونو تنو هغو افغانانو چې په دغه ملک کې یې له امریکایانو سره په حساسو برخو کې کار کړی، دوی ته اسناد سپارلي څو له خپلو کورنیو سره امریکا ته یووړل شي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د جګړې یوه وتلي پوځي فلم اخیستونکي رابرت هم امریکايۍ نیشنل ریفیو ورځپاڼي ته ویلي زموږ زړه ور افغان همکاران باید داعش او طالبانو ته پرینښودل شي ځکه هغوی اوس زموږ مرستې ته اړتیا لري لکه څرنګه چې موږ په افغانستان کې د دوی مرستې ته اړتیا لرله.
هغه ویلي افغان همکارانو نه یوازي د دوی ژوند بلکې د نړۍ د ډیرو خلکو ژوند خوندي ساتلی وو او د هغوی له همکارۍ پرته امریکا نن دومره خوندي ځای نه شوای کیدلای.
په همدې حال کې د امریکا په کانګرس کې هم پر دې خبري روانې دي چې د افغان همکارانو لپاره د کډوالۍ د خاصو ویزو د ورکولو پروګرام باید چټک کړای شي ځکه ډیری افغان همکارانو او په امریکا کې میشتو د دغو همکارانو ملاتړو ادارو پر دوی فشار اچولی څو د ویزو د ورکولو لړۍ چټکه او دغه کسان او د کورنیو غړي یې د طالبانو او نورو افراطي ډلو له منګولو راخلاص کړي.
په کابل کې د امریکا سفارت او د امریکا د افغان همکارانو لپاره د ځانګړو ویزو د ورکولو د پروګرام چارواکي وايي چې پر دوی د کیسونو د شمیر زیاتوالي له کبله د ویزي هره یوه تقاضا کوونکي ته د پخوا په څیر په ځانګړي وخت ځواب نه ورکول کېږي.
لیکن هغوی ډاډ څرګندوي چې پر یوه – یوه کیس به غور کوي او په ډیر دقت به وڅیړل شي.
که څه هم د امریکا دولت له لوري افغان او عراقي همکارانو ته د ویزو د ورکولو دغه ځانګړی پروګرام په خپل ډول کې بې ساری دی، خو هغه ګڼ شمیر افغانان چې د دې پروګرام تر چتر لاندي امریکا ته تللي هلته د ټولنیز ژوند له چاپېریال او وزګارتیا سر ټکوي.
هغوی وايي، نننۍ امریکا هغسي نه ده لکه څرنګه چې یې دوی فکر کاوه او یو شمیر یې د ګرین کارت له تر لاسه کولو وروسته بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د امریکایانو دی کور له انگلیسانو سره وران شی!امریکا خو وایی افغانستان زمو نږ. دوست دی مګر نه همدغه دوستان د افغان ولس دشمنان او د امریکا جاسوسان دی چی دخپلو راتلونکو پلانونو لپاره یی مغزونه سپین او دا امپریالیزم دنیو کلونیالیزم په خدمت کی به وی!