د افغانستان سفیر جانان موسي زي له مولانا سمیع الحق سره ولیدل

تاند-  په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسي زي نن /شنبه/ د جمعیت علمای اسلام د یوې ډلې له مشر مولانا سمیع الحق سره ولیدل.

په پېښور کې د افغانستان جنرال کونسل سید محمد ابراهیم خېل د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته وویل چې افغان سفیر له مولانا سمیع الحق څخه وغوښتل چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د لار په اوارولو کې مرسته وکړي.

مولانا سمیع الحق د جمعیت علما د یوې څانګې مشر او د اکوړه خټک د حقاني دارالعلوم خاوند دی. دا هغه دیني مدرسه ده چې په زرګونو سختدریځي یې په افغانستان او هندوستان کې د جګړې لپاره روزلي دي.

د افغانستان سفیر څو ورځې وروسته له دې اکوړه خټک ته لاړ او له مولانا سمیع الحق سره د ده په کور کې ولیدل چې د ملا عمر اخوند مړینه اعلان شوه او ملا منصور د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

د ملا عمر د مړینې له اعلانه وروسته د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د دوهم پړاو خبرې، چې ټاکل شوې وه د جولای په ۳۱ مه په مري کې وشي، تر نامعلوم وخت پوري وځنډېدې.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې سمیع الحق د پنجشنبې په ورځ له یو شمېر افغان او پاکستاني ملایانو او دغه راز د افغان طالبانو له یوه پلاوي سره په خپل کور کې ولیدل.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس افغان او پاکستاني ملایانو او د طالبانو پلاوي د طالبانو د تحریک د نوي مشر په توګه له ملا اختر محمد منصور سره وفاداري اعلان کړه.

په پېښور کې د افغانستان جنرال کونسل وايي چې له سمیع الحق سره د افغانستان د سفیر خبرو دوه ساعته دوام وکړ او د افغانستان د اوسنیو حالاتو په شمول یې پر بېلابېلو مسلو د نظر تبادله وکړه.

د سمیع الحق یوه ویندوی وویل چې افغان سفیر د جمعیت علمای اسلام له مشر سره په یو په یوه غونډه کې د افغانستان پر روانو ستونزو مفصلې خبرې وکړې.

«مولانا سمیع الحق موافقه وکړه چې د خبرو له لارې د افغانستان د مسلې له حل کولو سره به مرسته وکړي. ده د طالبانو ترمنځ د درز پر رامنځته کېدو اندېښنه وښودله.»

په پېښور کې د افغان کونسل ابراهیم خېل په وینا مولانا سمیع الحق افغان سفیر ته د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې د پروسې د بیا پیلېدو په اړه د همکارۍ ډاډ وکړی دی.

سمیع الحق د مولانا فضل الرحمن په شان د پاکستان له پوځ او په ځانګړي ډول استخباراتو سره نژدې اړیکې لري او عموماً د پوځ او آی ایس آی اجنډا د اجرا کوونکو رول لوبوي.

2 thoughts on “افغان سفیر له مولانا سمیع الحقه وغوښتل چې طالبان خبرو ته راولي”
  1. دافغانستان دسفیر ننواتی: زمونږ اولس تر اوسه خپل وژل شوی بی ګناه خپلوان خاوروته نه دی سپارلی. ددی وطن سوګند خوړلی غلیمان دهری ورځی په تیریدو دلسهاو بی ګتاه وګړیو ، سپین ږیریو، ماشومانو، میرمنو په وینو لاسونه سره وی. دافغانانو اوپښتنو ددود اودستور برابر داورځی دفاتحه اخیستلو اودغم دشریکی او دغمځپلو کورنیو سره دهمدردی اولاس نیوی ورځی وی. په داسی ورځو کی هرڅوګ دخپلو وژل شویو لپاره دلوی خدای ج له درباره داجر غوښتنی لپاره لاسونه په دعا نیولی وی، که چیری ددی کسانو دکوم دولت تابعیت درلود ، نو دقانون له مخی یی دولتونه دهغوی دحقوقو داعادی لپاره دهری مشروعی او اومنل شوی اصولی لاری لپاره ټول پوتنسیال کاروی. دافغانستان دولتی مقامات ددی په ځای چه دپیښو اصلی عاملین په ګوته کړی، په داسی ورځو کی یی دمنل شویو بین المللی ، اسلامی او افغانی اصولو خلاف دننواتو لپاره دعجز او زاری لاسونه نیولی وی. که چیری ددی پیښو تر شا دپاکستان لاس وو، بهتره وه چه دافغانستان دملی امنیت او ددفاع وزارت چارواکی یی هغه هیواد ته لیږلی وه او دعواقبو او نورو لارو چارو لپاره جدی خبری سرته رسولی وه. زما په نظر دابه ‌‌‌‌‌‌ډیره ښه وی ، چه دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت خپلو دیپلوماتانوته دبین الدول داصولو دتشریح اوتوضیح په هکله دلن‌‌‌‌‌‌ډ ی مودی کورسونه پر مخ بوزی اوهم ځنی نابلده سفیران دداسی په خپل سر کارونو منع کړی ، چه شرم یی وطن ته رسیږی. دوطن دغم په ورځو کی دالازمه نه ده چه دغذر اوزاریو لپاره دپاکستانی او دای ایس ای ملایانو لپاره دننواتی په شان لیدنی کتنی وشی.

  2. یو د امریکې مزدور دی او بل د انګریز مزدور دی. ولیدل شی چه څه ترې راوځی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *