افغانان هسې هم له اقتصادي او سوداګریزو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، خو زړه بوږنونکې یې هغه ده چې په سختۍ ګټلې شتمني دې په اور وسوځي.
د کابل ښار په شاه شهید سیمه کې د وړمې شپې په موټر بم برید کې هغه سوداګریز مارکېټ ونه ړېد چې د ډېرو لپاره د کارو بار یوځای وه.
له وړې پانګې نیولې تر غټو معاملو دغلته سوداګریزې راکړې ورکړې ښې ګرمې پرمخ تللې مارکېت ته په خوا کې ډیرو بېوزلو په لاس کاډو کراچیو روزه مره مز پیدا کا وه خو اوس ښایی تر اوږده ځنډه ټول یې بې کاره پاتې شي.
د شاه شهید د ویجاړ شوي سوداګریز مارکېټ په څنګ کې ډېری دواکانونو ته په میلونونو ډالر زیان اوښتی.
که څه هم دغه سوداګریز مارکېټ به بیا ورغول شي خو هغه ډول پانګه چې پخوا په کې اچول شوې وه اوس فکر نه کوم بیا دې هرڅه د پخوا په شان شي.
که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې سوداګریز شرکتونه د ځانمرګو بریدونو ښکار کېږي، په تېرو څو کلونو کې دې ته ورته ډېرې داسې پېښې رامنځ ته شوي چې هر څه په کې په اوبو لاهو شوي.
ښایي لامل به یې دا وي چې حکومت د دې توان نه لري څو لوړ قېمتونه پرې کړي،خودا یې له وسې پوره ده چې د سوداګریزو شرکتونو امنیت خوندي کړي .
له همدې امله ډیری سوداګر په افغانستان کې خپلې پانګې په خطر کې ويني او هڅې کوي چې خپلې پانګې له هېواده بهر یو خوندي ځای ته ولېږدوي.
د کابل د شاه شهید له پېښې وروسته څېړونکي هیت ژمنه کړې چې له زیانمنو شویو سره به تر خپل وسې مرسته وکړي خو دغه مرسته به دومره نه وي چې د سوداګرو شلېدو ټپونو ته ملهم شي.
وېره شته که حالات همداسې وي پانګوال به هېڅکله پانګونې ته په افغانستان کې زړه ښه نه کړي او ډېر باور شته چې پانګوال خپلې پانګې له هېواده وباسي او دا وضیعت به د دې لامل شي څو د سوداګرۍ کراف تر دې هم ټیټ شي.
په نوره نړۍ کې د بیمې سیستم بیا ټول څه اسانه کړي حکومت ټول هغه ویجاړ شویو سوداګریزو شرکت��نو قېمت ورکوي چې په دې ډول حلاتو کې زیانمن شوي، له بده مرغه باید ووایم دلته هرڅه بل شانتې روان دي.
هغه سوداګر او پانګول په هغه هېواد کې چې د امنیت تضمین نه شته سوداګر به څنګه پانګونې ته زړه ښه کړي؟
په افغانستان کې د سوداګریزې بیمې د یوه معیاري سیستم او د دغه صنعت د نه پراختیا له امله سوداګر او پانګوال هر کال په ملیونونو افغانۍ زیان کوي.
دغه زیانونه د اورلګېدنې، ټکر او نورو پېښو له امله ورته اوړي چې هر کال له ملیونونو افغانۍ پانګه نیولې تر میلونونو ډالرو پانګه یې له منځه ځي.
اوس په هېواد کې د بیمې د یوه منظم او معیاري سیستم نشتوالی سبب شوی چې سوداګر خپله پانګه او راتلونکې خوندي نه ګڼي.
افغان حکومت باید ژر ترژره ټول هغه قوانین بشپړ کړي چې د بیمې لپاره په څو فصلونو کې جوړ شوی له دې پرته پانګوال خپلې پانګې په اور کې نه سوځي.